کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۰ مرداد ۱۵, شنبه

وسله وال اربكيان، بزګران ځوروي

د تاوتريخوالي په ډيريدو سره، په كليو او په سرحدي سيمو كې د اربكیانو په نامه يوه ډله جوړه شوې چې قومي مليشې نوميږي. ظاهراً دا ډله په كليوالو او سرحدي سيمو كې د امنيت د ټينګيدو مسووليت لري، خو دا ډله نه يوازې دا چې د امنيت په راوستلو كې ناكامه ده بلكې په خپله د ناامنۍ يوه برخه ګرځيدلې او د بزګرانو ژوند په غير انساني توګه تهديدوي.
بزګران دا وخت د څو ستمونو لاندې ژوند كوي. يو د ناټو د بمبارۍ او د وژنې او تهديدونې ستم دى، بل يې د طالبانو د زورولو او د ذكات او عشر د راټولولو ستم، دريم يې هم د دولتي چارواكو ناوړه او له فساد او رشوت ډك چلند، څلورم يې د جنګسالارانو، اربابانو او خانانو د اجارې راټولو ستم او وروستې يې هم د اربكيانو د غلا، ځورونې او د عشر راټولونې ستم.
هغه دولت چې د پرديو حمايت ولري، نه يوازې دا چې نشي كولاى كارګرانو، دهقانانو، ښوونكو، ټيټ رتبه مامورينو، كسبګرو او نورو زياركښانو لپاره خدمت وكړي، بلكې د دې خان او هغه خان او جنايت سالار د خوښـۍ او د ملاتړ د لاسته راوړلو لپاره كوښښ كوي، د اربكیانو په شان ظالمان جوړ او زمونږ د هيواد زياركښان وځپي.
كندز، د هيواد يو له هغو ولايتونو څخه دې چې ځايي خلك يې د هیواد د نورو سیمو په څیر د اربكيانو له جنايتونو څخه پوزې ته راغلي دي. دا وخت د دې ولايت په خان آباد، ارچي، چاردره، قلعه زال او نورو ولسواليو كې اربكيان ټوپك په اوږو لري. دوي دوه كاله وړاندې له پخواني مجاهدينو څخه رامنځته شول (هغه کسان چې په لوټ او تالان کې یې نړۍ حیرانه کړې وه). دا وخت يوازې په خان آباد ولسوالۍ كې د اربكيانو د قومندانانو شمير ۱۵۳۰ تنو ته رسيږي چـې هــر يو لســګونه وسله وال  
كسان لري.
دا اربكيان، چې اوس خلكو او په ځانګړي توګه دهقانانو ته په سرخوږي اوښتي، په انسان وژنه، غلا او لوټ كې لاس لري او له همدې امله په سلګونو خلكو د دوې له ويرې خپل كلي پريښودي دي. اربكيان په حقيقت كې د تيرو جګړه مارو هغه نيمه قانوني ځواك دى چې وسله ورته دولت وركړې او په خپل خوښه له دهقانانو ذكات او عشر راټولوي او كه چيرې كوم دهقان د عشر له ورکولو څخه ډډه وکړي، نو دغه اربكيان يې د طالبانو د ملاتړي په نوم ځوروي، له كوره يې پيسې غلا كوي، درمندونو ته يې اور اچوي او بيلابيلې ستونزې ورته پيدا كوي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر