کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۰ مرداد ۱۵, شنبه

کارګران کورونه جوړوي، خو په خپله کورونه نه لري

زموږ په هیواد کې دا یوازی کارګران، بزګران او په مجموعی ډول زیارکښان دي چې له ټولو ډیر زحمت باسي، په هر کار اخته دي، کرهنیز محصولات کري، سرکونه جوړوي، کورونه آبادوي، د تفریح پارکونه ودانوي، د ښار پاککاري کوي، ویالې پاکوي، ډوډۍ پخوي، موټرې چلوي، روغتونونو کې کار کوي، په بیلابیلو ادارو کې په ټیټو چوکیو دنده تر سره کوي  او که چیری همدا زیارکښان یوه ورځ کار ونکړي نو ټول شیان به په ټپه ودریږي او ټولنه به له ډیرو ستونزو سره مخامخ شي.
که چیرې سهار وختي د افغانستان د لویو ښارونو څلور لاریو ته ووځو نه په زرګونو داسې کارګران به ووینو چې د کار په تمه ناست دي څو ورته کار پیدا شي. په دې کارګرانو کې د هر قوم او ملیت کارګران شته، سپین ږیری کارګر او ځوان کارګر، ازبک کارګر او پښتون کارګر، هزاره او تاجک کارګر او ترکمن او پشه ای او نورستاني کارګر ټول سره یوځای په دوو پښو ناست دي څو یوځای کار ته ولاړ شي. اکثره دا کارګران د ساختماني برخې کارګران دي. دوي ځي چې په شیرپور، وزیراکبرخان، کارته سه او د کابل او د هیواد په نورو ولایتونو کې لوکس کورونه، غټ غټ بلډینګونه او لویې لويې ودانۍ، اپارتمانونه، هوټلونه او رسټورانټونه جوړ کړي. څوک شګه چڼ کوي، څوک خښته راوړي، څوک سمټ جوړوي، څوک روزمزدي کوي او څوک هم استادکار دی. دا ټول په ګډه دا ښایسته او فیشني کورونه او اپارتمانونه جوړوي، قصرونه آبادوي، خو په خپله کورونه نلري. ځینې یې هغه مسافرین دي چې له نورو ولایتونو څخه کار ته راغلي او په هغو کنډوالو کې ژوند کوي چې دوې ورته کور او یا کوټه وايي.
دلته زموږ په هیواد کې څو شتمن مافیايي کسان، هره ورځ ځمکه په ارزانه بیه اخلي او ورباندې ښارګوټي جوړوي. یو شتمن ۲۰۰ او دری سوه او حتی زر اپارتمونه لري، هغه اپارتمانونه چې د همدې کارګرانو د لاس په تڼاکو آباد شوي دي.  ځینې شتمن لسګونه ښارګوټي لري او په تلویزیونو کې یې د اعلاناتو یوه غوغا جوړه کړې ده. خو کارګران، وروسته له هغې چې دا کورونه او اپارتمانونه جوړوي، نور هیڅکله نشي کولاې د دې کورونو په درشل پښه کیږدي. زموږ د کارګرانو کورونه د دِه افغانان او قول آبچکان په شان سیمو کې او د غرونو په لمنو کې هغه پراتې جونګړې دي چې ورباندې نشو کولای د کور نوم کیږدو. ډیری کارګران قطعاً کورونه نلري او شپه او ورځ په کرایي ارزان بیه کورونو پسې سرګردانه دي. همدا دلیل دی چې په  کابل کې خلک د متل په توګه وایي: نان ګدا باش ولی خانه ګدا نه!
دا ښکاره خبره ده تر هغې چې کارګران له یو بل سره لاس ورنکړي، یو کارګري پیوستون رامنځته نکړي او د ظلم او تیري څخه د خپل خلاصون لپاره کوښښ ونکړي، نو همیشه به د نورو لپاره کورونه آبادوي خو په خپله به کورونه ونلري. کارګران هغه وخت کولاې شي خپل کورونه ولري چې د مزدورۍ کړۍ یې ماته کړې وي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر