کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۰ آبان ۲۳, دوشنبه

د خواړو نړیواله ورځ د زیارکښانو د لوږې په منځ کې ولمانځل شوه


د خواړو نړیواله ورځ په داسې حال کې په افغانستان کې ولمانځل شوه چې د افغانستان خلک په خاصه توګه د څوارلس ولایتونو زیارکښان د وچکالۍ له امله له لوږې سره مخ دي. په مجموعي ډول د هغو ارقامو پر بنیاد چې دولت خپاره کړي دي څه باندی ۳۰ فیصده خلک د لوږې د کرښې لاندې ژوند کوي. په داسې حال کې چې اوسنی وضعیت په ښکاره توګه دا بیانوي چې دا شمیره کمه ده او باید له دې ډیر کسان له لوږې سره مخامخ وي او د فقر او نادارۍ د کرښې لاندې ژوند وکړي.

په داسې حال کې چې افغانستان ډیره ځمکه او روان سیندونه لري، خو له هغه ځایه چې اوسنی دولت د زیارکښانو دولت نه دی او یوازی مافیايي کسان، زورور، خانان، فیوډالان، شتمن او بډایه سوداګر او پانګوالان ترې ګټه اخلي او که ښکاره ووایو د همدې کسانو دولت دی او زیارکښان یوازې د خپل قدرت او اختیار د استحکام او پیاوړتیا لپاره کاروي، نو نه یوازې د زیارکښو کارګرانو او دهقانانو د ژوندانه د ښه کیدو لپاره کومه برنامه او پروګرام نه لري، بلکې هر ورځ کرنیزې ځمکې غصبوي او ورباندې لوکس لوکس ښارګوټي جوړوي.

ټولو زیارکښو ورونو او خویندو ته معلومه ده چې زیارکښان څومره زیات زحمت او زیار باسي او د تندي په خوله او د ورغوي په تڼاکو پیسې پیدا کوي چې ورباندې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ واخلي. زیارکښان د خپلو پیسو ۹۰ فیصده د خوراکي موادو په اخیستو لګوي او د اولادونو د تعلیم، جامو، تفریح، دوا او ډاکټر لپاره ورته پیسې نه پاتې کیږي، خو بیا هم وږي پاتې کیږي، حال دا چې که تاسو په کابل کې سرینا هوټل، کانټیننټل هوټل، صافي لنډمارک او يا په مزار شریف، جلال آباد، هرات، کندهار او په نورو ښارونو کې لوکسو لوکسو هوټلونو ته ولاړ شئ، نو وبه ګورئ چې دولتي چارواکي، سوداګر او تاجران، اربابان او خانان او پانګوال د میز شاوخوا ناست او په زرګونه افغانۍ د یوې وخت ډوډۍ لپاره مصرفوي خو کله چې خیټې ډکې کړي بیا چیغې وهي چې بهرنیان دې موږ سره مرسته وکړي څو بیوزلي وږي پاتی نشي!!

زیارکښان وروڼه او خویندې باید په دې پوه شي، هغه دولت چې بهرنیانو ته لاس اوږد کړي او د بهرنیو په مرسته رامنځته شوی وي، داسې دولت دوې ته هیڅ څه نشي ورکولای، ځکه کله چې یو دولت په میلیونه میلیونه افغانۍ د معدني اوبو، لوکسو موټرونو، فرنیچر او د سفرونو لپاره کاروي خو بیا هم هغه هیوادونو ته چې د زیارکښانو د وژلو لپاره یې ټانک او طیارې راوستي، د «خیرات» لاس اوږدوي خو کله چې پیسې لاس ته ورغلې نو ګوری چې د دولتي چارواکو وروڼه کارخانې جوړوي، بانکونه جوړوي، ښارګوټي جوړوي، تلویزیونونه جوړوي او نور. آیا داسې دولت کولای شي زیارکښانو ته کار وکړي؟

ښکاره خبره ده، څوک چې زیارکښ نه وي او د کارخانو، ښارګوټو او بانکونو مالک وي، هغه نه یوازې نشي کولای د زیارکښانو لپاره کار وکړي، بلکې د زیارکښانو د بدبختۍ سبب ګڼل کیږي. نو زیارکښان باید دې ته انتظار ونه باسي چې دولتي چارواکي او بهرنیان چې د وژنې لپاره ډیر راکټونه او ټوپکې او د بمبارۍ لپاره طیارې لري، د خواړو په نړیواله ورځ بیا څه دروغ او رښتیا وایي، دا زیارکښان باید نور ځان وپیژني، کارګران او دهقان او کسبګر ټول باید په ګډه په خپله د خپلو مشکلاتو د حل لاره پیدا کړي، داسې لاره چې نور په افغانستان کې هیڅوک د لوږې په نامه څه ونه پیژني.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر