کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۰ آبان ۲۳, دوشنبه

میلیاردونه ډالره او بیا هم اووه میلیونه بیوزلي؟؟

بیوزله هغه چا ته ویل کیږي چې د ژوندانه د تیرولو لپاره هیڅ څه ونلري. نه کافي ډوډۍ لري، نه کور لري، نه جامې لري، نه دوا او درمل اخیستلی شي، نه ډاکټر ته تللی شي، اولادونه یې مکتب نشي لوستلی، تل کار کوي، زحمت باسي، خوله تویوي خو بیا هم ژوند یې هیڅ نه ښه کیږي او تل په لوږې او بیوزلۍ کې ژوند تیروي. زموږ په هیواد کې بیوزله اکثرا هغه کارګران دي چې د سرمایه دار لپاره کار کوي، هغه دهقانان دي چې د خانانو لپاره کار کوي او هغه معلمان او مامورین او کسبګر دي چې د خپل توان او طاقت پرته بل څه نلري. په مجموعي توګه د افغانستان ډیر خلک فقیران او بیوزله دي، ډیر لږ شمیر کسان پیدا کولی شو چې شتمن دي او دومره پیسې لري چې حتی سپي هم په لندکروزرو کې چکرې وهي.فقیر لټ او تنبل نه دی، بیکاره هم نه دی، د پانګوالو او شتمنو په شان بی غیرته او بی ننګه هم نه دی چې د بل چا حق وخوري او پیسې یې غلا کړي. لکه څرنګه چې مو وویل زحمت کاږي او شپه او ورځ په ګرمۍ او یخنې کې کار کوي. خو اوس د کرنی وزارت اعلان کړی چې دا وخت په افغانستان کې ۷ میلیونه کسان د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي چې څه باندې دوه نیم میلیون یې د دهقانانو طبقه جوړوي. که څه هم دا شمیره ډیره لږه ده او بیوزله او فقیران له اوو میلیونو څخه د ډیر زیات دي خو بیا هم دا پوښته پیدا کیږي چې د هغو میلیاردونو ډالرو سره سره چې بهرنیو استعمارګرانو افغانستان ته راوړي دي، بیا هم ولې ۷ میلیونه زیارکښان په فقر کې ژوند کوي؟
عکس از زیار

خبره ښکاره او سپینه ده. کله چې بهرنیان په انساني نیت نه وي راغلي او یوازې هدف یې د خلکو وژنه او قتل او قتال وي، نو پیسې هم د بیوزلو لپاره نه کاروي، دا پیسې ټولې د خپلو جاسوسانو لپاره کاروي، د هغه چا لپاره یې کاروي چې د بهرنیانو نوکري وکړي، غلامي وکړي، وطن ورباندې خرڅ کړي او هر ډول بی ننګۍ ته حاضر وي. زیارکښان نه یوازې د بهرنیو جاسوسي نه کوي، د بهرنیانو نوکري نه کوي، غلامي یې نه کوي، خپل وطن نه خرڅوي او بي ننګي په هیڅ ډول نه مني، بلکې هر هغه څوک چې دا شرمناکه کارونه کوي د هغوي په ضد دي او هغوې د وطن دښمنان ګڼي، نو همدا علت دی چې بهرنیان دا پیسې د زیارکښانو لپاره نشي کارولی. بهرنیان او کورني سرمایه داران، تاجران، خانان او اربابان چې د بهرنیانو نږدي انډیوالان دي، همیشه غواړي چې بیوزلی لا په بیوزلۍ او فقر کې وساتي څو تل په کار کې مصروف وي او هیڅکله سیاسي پوهې او آګاهۍ ته ونه رسیږي، که چیرې سیاسي آګاهۍ ته ورسیږي نو بیا د زیارکښانو د مټ زور ټولو ظالمانو او ستمګرانو ته معلوم دی او هیڅ ظالم د هغې مخې ته ودریدلی نشي.

تر څو چې بهرنیان په هیواد کې وي او دولت د هغوې په خوښه او هدایت مخې ته لاړ شي، تر هغه به بیوزلي او فقر لا ډیریږي، زیارکښان به ښه ژوند پیدا نکړي، دهقانان او کارګران، معلمان او نانوایان، موچیان او نجاران، آهنګران او ډریوران اوټول زیارکښه انسانان به په سختۍ او درد او رنځ کې ژوند تیروي او یوازې شتمن او خانان به لا زیاتې پیسې پیدا کوي او ژوند به یې ښه کیږي او په عیش کې به وخت تیروي.
نو په کار ده چې زیارکښان د خپل ژوند لپاره یو چاره پیدا کړي.



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر