کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۰ آبان ۲۳, دوشنبه

د فلوریډا د واټونو کارګران

لنګسټن هیوز
دا دی یو واټ جوړوم
څو موټرې ورباندې تیرې شي،
یو واټ جوړوم
د خرما د ونو تر منځ
څو رڼا او تمدن
ورباندې تیر شي
یو واټ جوړوم
د زړو او خرپولو سپین پوستکو لپاره
څو په خپلو لویو موټرو سره ورباندې تیر شي او
ما دلته هک پک پریږدي.
په دې ښه پوهیږم
چې دا واټ د ټولو په ګټه دی:
سپین پوستکي په خپلو موټرو کې سپریږي
زه هم د هغوې سپریدل ننداره کوم.
تر اوسه پورې مې هیڅکله نه و لیدلي
چې څوک دې دومره ښایسته موټر وچلولي.
آهای ملګرو!
په تمه ووسئ:
یو واټ جوړوم!


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر