اکمل
هر ډول موسمي بدلونونه او ورښتونه د انسانانو د ژوندانه
یو طبیعي بهیر جوړوي او زیات شمېر خلک د بل موسمي هوا د رارسېدو په تمه وي، خو په
دې ډله کې بیا ګڼ شمېر نور خلک شته چې سړه هوا د خپل ژوند لپاره ګواښ ګڼي.
د افغانستان د آزاد بازار د ناوړه سیستم له کبله کال تر
بله د سونګ توکو بیې زیاتیږي او آن د منځنۍ کچې وګړو لپاره د ځان تودول لږ څه
ستونزمن کېږي، بی وزلي خو لا پرېږده. د بې وزلو کارګرو په ډله کې بیا یو یې مسلکي
کارګران دي چې یو څه نا څه دنده کې بوخت وي، خو غیر مسلکي ډله یې چې اکثریت او د
افغانستان د نفوس لوی شمېر جوړوي، اړ دي چې د ورځې له سلو تر دوه سوه افغانیو
باندې ګوزاره وکړي. همدا ډله کارګران دي چې د خپل کور کوچنیان او ښځې د یوې افغانۍ
موندلو لپاره له کوره بهر کار ته وهڅوي.
د ژمي په سر کې دا ډله وګړي په عام ځایونو کې ډېر په
سترګو کېږي. په دې هېواد کې د بې وزلو وګړو لپاره نه درملنه، نه زده کړه، نه خواړه
او نه جامې په وړیا ډول یا لږ تر لږه په ټیټه بیه ویشل کېږي. د بیلګې په توګه په
یوه دولتي روغتون کې د یوه کارګر زوی د لس زره افغانۍ په نه درلودلو سره د خپل زوی
ژوند له لاسه ورکوي چې نه دولت او نه هم خصوصي سکتور کومه ځانګړې مرسته کوي.
د کارګرانو هیله
دا نه ده چې ورسره له هره اړخه بشپړې او دوامدارې مرستې وشي. دا کارګران چې د یوې
منظمې حرفې د نشتوالي له امله په دوه لارې کې بند پاتې دي، دې ته شدیده اړتیا لري
چې په یوه ځانګړي مسلک کې وروزل شي او په همغه ډګر کې دنده ترسره کړي. له بده
مرغه، که دا کارګران روزنه هم ترلاسه کړي بیا هم په افغانستان کې د پراخې پانګونې د
نشتوالي له امله زیانمن پاتې کېږي.
له ۲۰۱۴ کال وروسته د رغنیزو کارونو په کمېدو سره دغو
کارګرانو خپله لاره ورکه کړې ده. دوی چمتو دي چې په کوچنيو تشبثاتو کې په ډېره لږه
تنخوا باندې غیر مسلکي دندې پر مخ یوسي. دوی د پنځه زره افغانیو تنخوا ته ځان
وژني، حال دا چې دا مبلغ د لوړې کچې کورنۍ یو ورځنی لګښت دی.
د افغانستان نا امنۍ نه یوازې د هرې طبقې وګړي ژوند په
خطر کې اچولی، بلکې د ودانیزه چارو کارګران او د ټیټې کچې نور کارکوونکي یې دې ته
اړ ایستلي چې د وزګارتیا په منلو سره مرګ ته ورته حالت وزغمي. چا چې مخکې رنګمالي
یا کاشي کاري کوله، اوس د سړک په غاړه کې جوار خرڅوي او چا چې د نورو لاس لاندې
غیر مسلکي دندې پرمخ بیولې، هغوی تش لاس بیرته کور ته ځي.
ستونزه یوازې وزګارتیا او د عاید کموالی نه دی، بلکې دا
چې د افغانستان د ژوندانه شرایط د بې ثباتۍ خوا ته روان دي. نوې تقاضاوې رامنځته
کېږي، چې ځیني یې نه یوازې منځني وګړي بلکې بی وزلي هم اړ باسي چې ورته ورسېږي. که
دوی اړ نه وي چې د برښنا بل ورکولو لپاره له رڼا کار واخلي یا د اوبو لګښت له امله
اوبه وکاروي، خو اړ دي چې د ۵۰ افغانیو مصرفي کارتونو په بدل کې ۵ افغانۍ دولت ته
تش په نوم مالیه ورکړي، یا د درملنې لپاره د ناکنټرول شویو او خپلسرو ډاکټرانو او
روغتونونو د سوداګریزه نسخو پیسې پیدا کړي.
دلته وینو چې دولت نه یوازې کارګرانو او شاته پاتې ډلې
ته د مادي او غیر مادي مرستو په رسولو کې پاتې راغلی، بلکې هر هغه خواوې لکه
روغتونونه، ښوونځي، د خوراکي توکو بازارونه او بی ځایه او لګښتیزه دودونه چې د بی
وزلو پر ژوندانه باندې نیغ په نیغه اغېزه کوي، د هغوی په څارلو او کنټرولولو کې هم
پاتې راغلی دی.