په افغانستان کې
هر څومره رنځ او درد چې دی د زیارکښ لپاره دی. زیارکښ وژل کیږي، لوټیږي، وهل کیږي،
توهین کیږي، اسیر کیږي او په بیوزلی کې لاس او پښې وهي. د دې ناورینونو تر څنګ،
ماینونه هم د زیارکښانو لپاره لوي ګواښ دی. ماینونه چې د زیارکښانو د بیلابیلو
دښمنانو لخوا کرل شوي دي، نه د کوم شتمن او سرمایه دار ژوند اخلي او نه یې کوم زوي
او لور ټپي کوي. دا یوازې د زیارکښانو کورنۍ دي چې د ماینونو قربانی کیږي.
د جدي په نهه
ویشتمه نیټه، د افغانستان د ماین پاکۍ ادارې خبر ورکړ چې په افغانستان کې ۶۰۰ زره
تنه د ماینونو د کروندو په ۵۰۰ مترۍ کې ژوند کوي. دا وخت په افغانستان کې ۴۴۰۰
داسې ساحې شته چیری چې لا ماینونه د افغانانو ژوند اخلي. همدا اوس ۱۶۰۰ کلي د
ماینونو د چاودنې ګواښ سره مخامخ دي چې اکثریت خلک یې بیوزله دهقانان او نور
زیارکښان دي. د ماین پاکۍ د ادارې له شمیرو سره سم هره میاشت په اوسط ډول ۳۲ تنه د
ماینونو د چاودنې له امله مړه او یا ټپي کیږي.
دا په میاشت کې
۳۲ تنه انسانان څوک دي چې د ماینونو د کر له امله مري یا ټپي کیږي؟ دا هغه بیوزله زیارکښان
دي چې د نورو دربدریو، بدمرغیو، کړاونو او دردونو تر څنګ د ماینونو قرباني کیږي.
دا د زیارکښانو میرمنې، ماشومان او ځوانان او پیغلۍ او بوډاګان او سپین سری دي چې
د ماینونو قربانیان دي. دا کرل شوي ماینونه چې په میاشت کې ۳۲ تنه زیارکښان وژني
او یا یې ټپي کوي، چا کرلي دي؟ دا د زیارکښانو دښمنانو کرلي دي، هغه دښمنانو چې د
زیارکښانو دروغجنې چیغې وهلی او زیارکښان یې وژل، هغه دښمنانو چې د اسلامي دولت
واګی په لاس کې درلود او یوازې ۶۵ زره بیوزله
انسانان یې په همدې پلازمینې کابل کې ووژل، هغه دښمنانو چې د اسلامي امارت پټکۍ په
سر وهلی و او بیوزله انسانان یې وژل، هغه بهرني دښمنانو چې له بي ۵۲ الوتکو یې پر
زیارکښانو بمونه راچول او د اسلامي دولت چارواکو ورته ویل چې غټ غټ بمونه راوچوي،
دا ماینونه د زیارکښانو دښمنانو کرلي دي.
د زیارکښانو
دښمنان د ستمګرۍ تر څنګ، دوکه مار او حیله ګر هم دي. له یوې خوا ماینونه کري چې
قربانیان یې دهقانان، چوپانان او بیوزله انسانان دي، له بلې خوا په درجنونو د ماین
پاکۍ ادارې جوړې کړي او په میلیونونه ډالره ورته ورکوي چې له دې کار سره ظاهراً
ښکاره کوي چې ګنې د ماینونو د کر په ضد دي. خو حقیقت بل څه دی، حقیقت دا دی چې دا
ادارې د جنایتونو د پټولو او د پیسو شکولو
په هدف جوړې شوي دي. همدا اوس کولای شوو داسې د ماین پاکۍ د ادارو مسوولین پیدا کړو
چې په میلیونونه ډالره سپما لري او په بیلابیلو برخو کې پانګه اچونه کړی ده. ماین
او ماین پاکۍ د ستمګرانو پروژه ده خو د بیوزلو انسانانو لپاره د مرګ وسیله ده.