کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۲ بهمن ۱۸, جمعه

۶۰۰ زره زیارکښان د ماینونو له ګواښ سره مخامخ دي



په افغانستان کې هر څومره رنځ او درد چې دی د زیارکښ لپاره دی. زیارکښ وژل کیږي، لوټیږي، وهل کیږي، توهین کیږي، اسیر کیږي او په بیوزلی کې لاس او پښې وهي. د دې ناورینونو تر څنګ، ماینونه هم د زیارکښانو لپاره لوي ګواښ دی. ماینونه چې د زیارکښانو د بیلابیلو دښمنانو لخوا کرل شوي دي، نه د کوم شتمن او سرمایه دار ژوند اخلي او نه یې کوم زوي او لور ټپي کوي. دا یوازې د زیارکښانو کورنۍ دي چې د ماینونو قربانی کیږي.

د جدي په نهه ویشتمه نیټه، د افغانستان د ماین پاکۍ ادارې خبر ورکړ چې په افغانستان کې ۶۰۰ زره تنه د ماینونو د کروندو په ۵۰۰ مترۍ کې ژوند کوي. دا وخت په افغانستان کې ۴۴۰۰ داسې ساحې شته چیری چې لا ماینونه د افغانانو ژوند اخلي. همدا اوس ۱۶۰۰ کلي د ماینونو د چاودنې ګواښ سره مخامخ دي چې اکثریت خلک یې بیوزله دهقانان او نور زیارکښان دي. د ماین پاکۍ د ادارې له شمیرو سره سم هره میاشت په اوسط ډول ۳۲ تنه د ماینونو د چاودنې له امله مړه او یا ټپي کیږي.

دا په میاشت کې ۳۲ تنه انسانان څوک دي چې د ماینونو د کر له امله مري یا ټپي کیږي؟ دا هغه بیوزله زیارکښان دي چې د نورو دربدریو، بدمرغیو، کړاونو او دردونو تر څنګ د ماینونو قرباني کیږي. دا د زیارکښانو میرمنې، ماشومان او ځوانان او پیغلۍ او بوډاګان او سپین سری دي چې د ماینونو قربانیان دي. دا کرل شوي ماینونه چې په میاشت کې ۳۲ تنه زیارکښان وژني او یا یې ټپي کوي، چا کرلي دي؟ دا د زیارکښانو دښمنانو کرلي دي، هغه دښمنانو چې د زیارکښانو دروغجنې چیغې وهلی او زیارکښان یې وژل، هغه دښمنانو چې د اسلامي دولت واګی په لاس کې درلود او یوازې  ۶۵ زره بیوزله انسانان یې په همدې پلازمینې کابل کې ووژل، هغه دښمنانو چې د اسلامي امارت پټکۍ په سر وهلی و او بیوزله انسانان یې وژل، هغه بهرني دښمنانو چې له بي ۵۲ الوتکو یې پر زیارکښانو بمونه راچول او د اسلامي دولت چارواکو ورته ویل چې غټ غټ بمونه راوچوي، دا ماینونه د زیارکښانو دښمنانو کرلي دي.

د زیارکښانو دښمنان د ستمګرۍ تر څنګ، دوکه مار او حیله ګر هم دي. له یوې خوا ماینونه کري چې قربانیان یې دهقانان، چوپانان او بیوزله انسانان دي، له بلې خوا په درجنونو د ماین پاکۍ ادارې جوړې کړي او په میلیونونه ډالره ورته ورکوي چې له دې کار سره ظاهراً ښکاره کوي چې ګنې د ماینونو د کر په ضد دي. خو حقیقت بل څه دی، حقیقت دا دی چې دا ادارې د جنایتونو د پټولو او  د پیسو شکولو په هدف جوړې شوي دي. همدا اوس کولای شوو داسې د ماین پاکۍ د ادارو مسوولین پیدا کړو چې په میلیونونه ډالره سپما لري او په بیلابیلو برخو کې پانګه اچونه کړی ده. ماین او ماین پاکۍ د ستمګرانو پروژه ده خو د بیوزلو انسانانو لپاره د مرګ وسیله ده.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر