کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۲ بهمن ۱۴, دوشنبه

زياركښان، د اتحاد سره كولاى شولاي خلاصون ومومي


زیار کښان د ټولنې هغه برخه ده چې د خپل مټ په زور یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي. دوي دې خبرې ته هیڅ پام نه کوي چې مخې ته یی څوک ولاړ دی، سپین او که تور، هغوی یوازې خپل د مټ زور خرڅوي او یا په چيغو چیغو یو کیلو کچالان خرڅوي.
خو له بده مرغه په تیرو څو لسیزو کې زموږ د هېواد زیارکښان که بزګران دي او که دست فروشان، که مزدورکاران دي او که کارګران په بېلابیلو پلمو تیرویستل شوي. یو له هغه لارو او پلمو چې زورواکو تل ترې ګټه پورته کړې، هغه ژبني او ملیتي توپیرونه دي.

په نړۍ کې داسې یو هېواد هم نشته چې له یوه ملیته جوړ وي او یا هم ټول خلک یې په یوه ژبه خبرې وکړي. آن د نړۍ هغه هېوادونه چې خلک فکر کوي یوازې یو ملیت، یوه ژبه او یا یوازې یو دین به په کې وي، لکه هندوستان چې خلک فکر کوي یوازې هندوان به په کې ژوند کوي حال دا چې هندوستان د نړۍ دویم ستر اسلامي هېواد دي.

افغانستان هم داسې هېواد دی چې بېلابېل ملیتونه په کې ژوند کوي او ګڼې ژبې په کې ویل کېږي. چا ویلي چې د یوه هېواد استوګڼي لکه د یوه ارکستر په شان دي چې که چېرې یوازې یوه آله په کې وغږول شي نو هيڅ خوند به په کې نه وي.
له بده مرغه حاکمانو تل له دغه ملیتی او ژبني توپیر څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده او زموږ ولس یې د خپلو ګټو تر لاسه کولو لپاره د یو بل وینو ته تږي کړي دي. حال دا چې زموږ د اولس تر منځ هیڅکله هم داسې شخړې نه وې حتي تر دې پورې چې  هزار عبدالخالق د ًچرخیانوً د انتقام اخیستلو لپاره له خپل سر څخه تېر شو.


زموږ د ولس بې وزلي په دې ښه پوهیږي چې هغه کراچۍ والا یا کچالو خرڅونکی یې ملګري دي چې که یو یې له شماله دی او بل یې له جنوبه خو تر څنګ یې کار کوي نه هغه ًهم ملیتهً چې د لنډ کروزر او رنجر موټر دوړې او خاورې یې پرې بادیږي. هغوی ته هیڅ ارزښت نه لري چې تر څنګ یې له کوم ملیته دی ځکه دواړه خولې بهوي او د یو بل پر درد پوهییږي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر