د امریکا
لوټمار دولت، په راتلونکي کال کې د افغانانو د وژلو لپاره ۸۰ میلیارده ډالره تصویب
کړی
امریکا هغه هیواد
دی چې د بیوزلو انسانانو وینه تویوي څو خپل قدرت او ځواک وساتي. د امریکا لوټمار
او ډار اچونکی دولت، له وژنې، شکنجې، بربادۍ، د اټومي وسلو کارونې، بم اچونې، تیري، اشغال او د مخدره موادو له
سوداګرۍ پرته بل هیڅ ویاړ نلري. دا جنایتکاره دولت هر کال په میلیاردونه ډالره د
ولسونو د وژنې او ځورونې لپاره بیلوي. په دې وروستیو کې د امریکا خونړي کانګریس د
۲۰۱۴ کال پوځي جنایتونو لپاره۶۳۳ میلیارده ډالره بودجه تصویب کړه چې له دې څخه یې
۸۰ میلیارده د افغانستان د اوسني بیرحمانه او ستمګرانه جګړې لپاره بیلی شوي دي.
راتلونکی کال به
د تیرو کلونو په شان د جنایتونو کال وي. امریکا د افغانستان د راتلونکي کال د جګړې
لپاره به ۸۰ میلیارده ډالره ولګوي. دا په دې مانا ده چې جګړه به ادامه ولري او
زیارکښان به لا د اسارت په منګولو کې وزبیښل شي. په داسې یو هیواد کې چې اکثریت
خلک یې بیوزله دي، د جګړې ادامه به د اوسني ناورین (وژل، لوټل، شکنجه، زندان،
بمباری، بیوزلي، اعتیاد، سوالګری، بیکاری، فساد او...) ادامه وي.
د امریکا ستمګر دولت په داسې حال کې د بشري
حقونو انګولاوی په لاره اچولی دي چې یوازې په یو کال کې د افغانستان په شان په
کوچني او بیوزلي هیواد کې د یوې خونړۍ جګړې لپاره ۸۰ میلیارده ډالره لګوي. تر اوسه
امریکا نژدې ۶۰۰ میلیارده ډالره د افغانستان پر جګړې لګولي دي چې په کې هغه بشر
وژل شوي دي چې دا دروغجن او ستمګر دولت یې د دفاع چیغې وهي.
د زیارکښانو
مخالفان او دښمنان د دې جګړې ډیر سخت علاقمند او لیوال دي. ځکه هر څومره چې جګړه
ادامه پیدا کړي د امریکا او نورو ستمګرو
قوتونو لپاره د دې مزدورانو د مزدورۍ او مرییتوب او جاسوسۍ فرصتونه لا ډیریږي،
اینجولرونکی غلا هم د دې جګړۍ په ادامه خوشاله ښکاري، ځکه هغه څوک چې په دې جګړه
کې مري د هغوې په نامه پیسې اخلي او ښه
سوداګرۍ یې چلانه کړی ده. په دې جګړه کې تر ننه پورې د شمیرو پر اساس ټوله بیوزله
او زیارکښاه انسانان وژل شوي دي، همدا دی چې زیارکښان د جګړې ته په کرکه ګوري او د
هیواد د استقلال او خپلواکۍ غوښتونکي دي.
د افغانستان د زیارکښانو ټولنیز انجمن – ۵ جدی ۱۳۹۲
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر