کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۲ بهمن ۱۸, جمعه

تر هغه چې استعمار او استثمار وي، بیوزلي به هم وي



امپریالیزم د سرمایه دارۍ او پانګوالۍ هغه خونړۍ او لوټماره پړاو دی چې په کې جنایت او خیانت، لوټمارۍ او شوکمارۍ، استثمار او استعمار، وژنه او اسارت ورځنی چارې ګڼل کیږي. افغانستان د امپریالیزم د خیانتونو او جنایتونو ښه نمونه ده. دلته اوس نژدې ۴۸ امپریالیست هیوادونه هره ورځ وژل کوي او له هیڅ ډول تیري ډډه نکوي.

د استعمار سره سم، اسثمار هم ډیریږي. استعمار او استثمار د امپریالیستي جنایتونو د سکې دوه مخونه دي. د استعمار او استثمار سره سم بیوزلي او شتمني هم ډیریږي. ډیری خلک چې د زیارکښانو په نامه یادیږي، بیوزله کیږي او لږ شمیر خلک چې ورته سرمایه دار، تاجر او خان او ارباب ویل کیږي، لا شتمن کیږي. یو شمیر نور خلک چې اقتصادي وضعیت یې د بیوزلۍ له کرښې یو څه پورته دی، د استعمار د اوږدیدو سره د بیوزلو انسانانو له ډلې سره یوځای کیږي، ځکه دوی نور هومره عاید تر لاسه کولای نشي چې خپل ژوند ته د پخوا په شان ادامه ورکړي، ځکه شتمن ورنه شته فرصتونه اخلي او هغوې په بیوزلو کارګرانو بدلوي.

د افغانستان د اوسني دولت چې د امریکا او نورو ستمګرو دولتونو هر ډول مرسته او ملاتړ له ځان سره لري، د مرکزي احصائیی ادارې وروستې شمیرې ښکاره کوي چې دا وخت په افغانستان کې د زیارکښانو وضعیت د پخوا په پرتله ډیر خراب شوی دی. که څه هم په دې شمیرو باور نشو کولای، ځکه د بیوزلۍ کچه له دې شمیرو څخه ډیره زیاته ده، خو بیا هم دا شمیرې د زیارکښانو دردمن وضعیت په داسې یو هیواد کې چې د امپریالیستانو تر نیواک او اشغال لاندې دی په ښه توګه بیانوي.

د مرکزي احصائیی د آمارو مطابق دا وخت په افغانستان کې ۳۷ فیصده خلک د بیوزلۍ او فقر د کرښې لاندې ژوند کوي او ۳۰ سلنه خلک غذایی امنیت نلري، حال دا چې تیر کال د هغو کسانو شمیر چې غذایی امنیت یې نه درلود، ۲۸ فیصده و. دا شمیرې په ښکاره توګه د استعمار کرغیړنې پایلې پر خلکو او په تیره بیا پر بیوزلو انسانانو ښکاره کوي. دا شمیرې ښکاره کوي چې هر څومره چې د استعمار کچه زیاتیږي، په هماغه اندازه بیوزلي ډیریږي او زیارکښان ستونزمن ژوند سره مخامخ کیږي. دا ناخوالی او ناورینونه هغه وخت له منځه تللی شي چې د استعمار کړۍ په افغانستان کې ماتې شي او ورسره سم د زبیښاک او استثمار په وړاندې زیارکښان په ګډه او یووالي حرکت وکړي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر