افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې زیات خلک یې زیارکښ دي، خو دولت یې چې د بهرنیو ملاتړ له ځان سره لري، د زیارکښانو دولت نه دی. په اوسني دولت کې هغه شتمن او بډایه او خانان او اربابان او فیوډالان دي چې آسانتیاوې لري، دولت د هغوی په خدمت کې دی، قانون ورباندې نه پلی کیږي، د ښارونو ښه ځایونه هغوې ته ورکول کیږي او هر څه چې وغواړي همغسې کولاې شي. د دې خلاف زیارکښان زحمت کاږي، آسانتیاوې نلري، ماشومان یې سخت ژوند لري، د پولیسو لخوا وهل کیږي، له ناروغۍ مري او مجبوره دي چې په ډیرو کوچنیو عمرونو بیلابیل کارونه لکه د موټرو پاکول، پلاستیک خرڅول، وزن کول او داسې نور کارونه تر سره کړي.
لکه څرنګه چې مو وویل، زیارکښان د پانګوالو (سرمایه دارو) او خانانو په دولت کې هیڅ ډول اسانتیاوې نلري. دا وخت د کابل په شان یوه ښار کې په هغو سیمو کې چې بیوزلي او نیستمن خلک اوسیږي، آن اوبو ته د لاسرسۍ آسانتیا هم نشته او د د دې ځای خلک ټول کارګران، کسبګر، د دولت ټیټ رتبه مامورین او ښوونکي دي، مجبوره دي چې اوبه هم په بیه واخلي. له هغه ځایه چې دا خلک د ورځې لخوا په کارونو بوخت دي نو هغه څوک چې ماشومان نلري، د نورو زیارکښانو ماشومان دوې ته اوبه راوړي او هره ټپکه اوبه په شلو افغانیو خرڅوي.
که چیرې دغو سیمو لکه ده افغانان، دهمزنګ، واصل آباد، کارته نو او د آسمایی غرونو څنډو او نورو غرنو سیمو ته لاړ شو، نه وبه ګورو چې ماشومان له هوارۍ څخه په څومره ستونزو او کړاونو سره اوبه آن د غره څوکې ته خیژوي چې یو څه پیسې وګټې او له خپلو زیارکښو پلرونو او میندو سره مرسته وکړي. طبیعي خبره ده چې دا زیارکښ ماشومان، چې د ټولنې د نابرابره او بی عدالته سیستم له امله مجبوره دي د ماشومتوب له عمر څخه کار وکړي، تر آخره پورې، تر هغه چې شتمن حاکم وي، زیارکښ او بیوزله پاتې کیږي.