کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۵ بهمن ۵, سه‌شنبه

داعشیان د کارګرانو او زیارکښانو بیرحمه دښمنان



د شیرزاد لیکنه


د افغانستان کارګران او نور زیارکښان دا وخت د بیلابیلو دښمنانو لخوا ځپل کیږي. له امریکايی او ناټویی ښکیلاکګرو څخه نیولی تر اوسنی واکمنو لوټمارو سرمایه دارانو او فیوډالانو او طالبان او داعشیان پورې ټول د زیارکښانو او کارګرانو دښمنان دي. دا جنایتکارې ډلې د زیارکښانو او کارګرانو سره ځانګړی دښمني لري، ځکه چې دا ټول د لوټمارو طبقاتو د ګټو او منافعو ساتونکي دي او د زیارکښانو پیوستون، مبارزه او خلاصون د خپلې طبقاتي ګټو په تاوان ګڼي.

داعش د پورتنیو ډلو څخه هغه فاشیسته ډ‌له ده چې ربړه او جنایت یې بی ساری نه ګڼل کیږي، مخکې له دې هم د تاریخ په اوږدو کې تروریستو پانګوالو ډلو ورته جنایتونه تر سره کړي دي، خو د دې فاشیستي ډلې جنایتونه د امریکايی – ناټویي ښکیلاکګرو او طالب جنایتکارانو تر څنګ زمونږ زیارکښان هره ورځ وژني، لوټي او ورباندې بیلابیل ستمونه او ظلمونه کوي.

د دې ظلمونو په لړ کې تیره ورځ فاشیستو داعشیانو تیره ورځ د بغلان ولایت د تاله او برفک سیمې د زغال سنګ د کان دیارلس بیوزله کارګران  هغه وخت تیرباران کړل چې له کار څخه ستړي ستومانه خپلو بیوزلو جونګړو ته راستانه وو. د دیارلس وژلو شویو کارګرانو تر څنګ دری نور کارګران هم په دې خونړۍ او جنایتکارانه پیښه کې ټپیان شوي دي.

که څه هم فاشیستو او جنایتکارو داعشیانو دا قتل او جنایت د مذهب په نامه تر سره کړی دی، خو د دې خونړۍ ډلې جنایتونه په ننګرهار او کنړ او فاریاب ولایتونو کې په څرګنده ډول ښکاره کوي چې دا ډله د نړیوال ښکیلاک هغه نوکره او غلامه ډله ده چې دنده یې د زیارکښانو وژل، ځپل، اسیرول او لوټل دي څو د خپلو بادارانو ستراتیژیکې ګټي خوندي کړي. داعشیان هغه وحشي فاشیستان دي چې د طالبانو،جهادیانو او نړیوالو ښکیلاکګرو په څیر یوازې هغه وخت ارضا کیږي چې د بیوزله او زیارکښو ولسونو وینه توییه کړي.

زیارکښان، په ځانګړي توګه کارګران او دهقانان دمګړۍ پیاوړي دښمنان لري. له یوې خوا د امریکايي او ناټويي ښکیلاک لخوا وژل کیږي، له بلې خوا یې واکمن لوټماره پانګوالان، سوداګران او فیوډالان یې لوټي او په ورته وخت کې د فاشیستو طالبانو، داعشیانو او جهادیانو لخوا هم تر ځورونې لاندې دي. دا ټولې ډلې سره د دې چې په خپل منځ کې د ځانګړو منافعو د خوندیتوب لپاره اختلافات او حتی نسبي دښمني لري، خو د زیارکښانو سره د دې ډلو دښمني مطلقه ده.

څرنګه چې اشاره وشوه، زیارکښان د پیاوړي او جنایتکاره دښمنانو سره مخ دي، د دې لپاره چې زیارکښان وکړای شي د دې بیرحمو او جنایتکارو ډلو په وړاندې سره ودریږي، پیوستون یې لازمي دي. زیارکښان باید هوښیار ووسي چې دښمنان غواړي دوی سره د ژبې، سمت او مذهب په نامه وویشي، خو زیارکښان باید په دې پوه شي چې زیارکښان په مذهب او ژبی او سمت نشی ویشل کیدای، دوې ټول د بدمرغۍ او نیستۍ ژوند تیروي او یوازې او یوازې د خپل زیار او کار له لارې ژوند کوي. 

زه د افغانستان د زیارکښانو د ټولنیز انجمن د یو غړي په توګه د دې بیوزله کارګرانو کورنۍ او د دې طبقې نورو غړو ته د زړه له کومې تسلیت وایم او باور لرم چې په ویر او غم زیارکښان هیڅ هم لاس ته نشي راوړلی، مونږ یوازې او یوازې په پیوستون او همبستګۍ کولای شوو د هر ډول جنایت په وړاندې ودریږو او د هر ښکیلاک او جنایت ماڼۍ ړنګه کړو.

د افغانستان زیارکښه ښځې د دری ستمونو لاندې ژوند کوي



د سعیدالرحمن لیکنه

د افغانستان زیارکښه ښځي د دریو ستمونو لاندې ژوند کوي. د ښکیلاکګرانو ستم، د پانګوالو او شتمنو ستم او د نارینه ستم. ښکیلاکي ستم څرنګه چې د زیارکښه نارینه وو پر وړاندې جنایتونه کوي، همدا ډول د ښځو په وړاندې هم جنایت کوي، څرنګه چې نارینه زیارکښان په بمباریو کې وژني نو ښځې هم وژني، څرنګه چې یو کلی ورانوي نو د ښځو کور هم ورانوي، څرنګه چې نارینه وژني نو ښځې ورسره هم کونډه کوي او څرنګه چې نارینه زیارکښ بیوزله کوي نو همدا ډول زیارکښې ښځې هم بیوزله کوي.

د دې تر څنګ پر ښځو د پانګوالو او شتمنو ستم هم تر سره کیږي. شتمن او پانګوال هڅه کوي چې ښځو ته کم مزد ورکړي او یا داسې کارونو کې وګماري چې د هغوې د انساني شخصیت او کرامت سره نه جوړیږي. پانګوال او شتمن هڅه کوي ښځو ته د کار په چاپیریال کې اړینې اسانتیاوې برابرې نکړي. تر هغه چې لیدل شوی، پانګوال او شتمن ښځې اکثراْ د اعلانونو لپاره کاروي یا هم په کلبونو کې د نڅا لپاره او یا هم ورباندې د سکس سوداګري کوي.

لومړي ستم ته ملي ستم، دویم ستم ته طبقاتي ستم او دریم ستم ته چې د نارینه لخوا پر ښځو کیږي، جنسیتي ستم وايي. دری واړه ستمونه ښځي او په ځانګړي توګه بیوزله او زیارکښه ښځې د ربړونو او کړاونو سره مخامخ کړي دي. که څه هم دا وخت ملي ستم تر نورو ستمونو پیاوړی دی  او لاره یې دوه نورو ستمونو ته پرانیستی ده، خو سره د دې هم شمیرې ښکاره کوي چې هر کال پر ښځو باندې د نارینه وو ستم ډیریږي.

د ښځو چار د وزارت له شمیرو سره سم په روان کال کې د میرمنو ۱۶۰ قتلونه تر سره شوي دي او یوازې په وروستیو دوه میاشتو کې ۲۳ قتله تر سره شوی چې په دې قتلونو کې له ۲ کلنی انجلۍ څخه نیولی تر ۵۰ کلنی ښځې پورې شاملی دي. دا شمیرې په داسې یو هیواد کې چې ۱۶ کاله کیږي د ښځو د حقوقو او د بشري حقوقو په نامه اشغال شوی، وحشتناکه او شرمناکه دي. په دې ۱۶ کاله کی نیواکګرو سفارتونو د ښځو په اړه داسې عوامفریبانه کارونه تر سره کړل چې زمونږ تاریخ هیڅکله د داسې عوامفریبانه او خاینانه کارونو شاهد نه و. دې سفارتونو ځینې ښځې د «اتلانو» په نامه ونومولی، هغه «اتلانې» چې د امریکا او ناټو لخوا د ښځو وژلو په اړه ګنګې پاتې شوی او کور دننه او بهر د دې لوټمارو جارچیانې شوی. په ورته وخت کې لسګونه اینجوګانې د ښځود حقوقو په نامه جوړی شوی، چې د بیوزله ښځو په ژوند او حقوقو سوداګري کوي او ښځې لا هم په کړاونو او بدبختیو کې ساتي څو دوه هدفونه پوره شي: یو د نیواکګرو هدف چې په دې پلمه خپل استعماري سیاست پلی کړي او بل د اینجوګانو مالکانو هدف چې د ښځو د حقوقو په نامه د پیسو ګټل دي.

پر ښځو د نارینه وو ستم بیلابیل لاملونه لري، خو مهم لاملونه یې ملی ستم او طبقاتي ستم دی. هر هغه وخت چې ملی ستم له منځه ولاړ شي نو د یو ستم بار او پیټی د ښځو له اوږو کمیږي، که ورپسې طبقاتي ستم هم له منځه ولاړ شي نو دویم بار هم د زیارکښو میرمنو له اوږو کمیږي او د دې دوو بارونو د کمیدو سره دریم ستم چې د نارینه وو ستم دی، ورو ورو له منځه ځي. تر هغه چې دې مرحلې ته رسیږو پر زیارکښانو ده چې د ښځو د واقعي پوهې او آګاهۍ لپاره کار وکړي، کوښښ وکړي ښځې په واقعي او نه پروژه ای بنسټونه کې سره راټولی کړي او هغوې له ستم څخه خلاصون ته وهڅوي او باورمن یې کړي چې نه اینجوګاني او نه هم سفارتونه او نه هم سرکاري ادارې هیڅ یو هغوې  له ستمونو نشي خلاصولی، یوازې او یوازې باید پر خپل ځواک باور وکړي او د خپل خلاصون لپاره د نورو زیارکښانو سره یوځای هڅه او کوښښ وکړي.

زمستان سرد و بدبختی های زحمتکشان، ننگ بر چپاولگران و غارتگران!



نوشته از عبدالرحمن

جنگ ارتجاعی کنونی که هیچ ربطی به زحمتکشان ندارد و پروژه استعماری ناتویی به شمار میرود، زحمتکشان ما را قربانی می گیرد. این جنگ، جنگ میان غارتگران و زحمتکشان نیست؛ جنگی است میان استعمارگران و نوکران آرایش شده استعمارگران؛ ولی کسانی که بهای و قیمت این جنگ را می پردازند، زحمتکشان هستند. دهقانان، کارگران، معلمان، مامورین، داکتران، اهل کسبه مثل موچی ها، آهنگران، نجاران، مستریان و... قربانیان این جنگ هستند، یا میمیرند، یا اسیر می شوند، یا زخمی و معلول می شوند و یا هم خانه های شان تخریب و آواره می شوند.

جنگ استعماری کنونی در حال حاضر بیش از یک میلیون تن را در داخل کشور آواره کرده است، تنها از آغاز امسال بیش از 160 هزار خانواده آواره شده است که اکثریت مطلق این آواره ها زحمتکشان تهیدست کشور ما هستند. به اساس آمار وزارت امور مهاجرین و اداره رسیدگی به حوادث اضطراری در سرتاسر افغانستان 210 هزار خانواده تهیدست نیازمند کمک های زمستانی هستند. این تعداد زحمتکشان در بدترین شرایط با درنظرداشت وضعیت بد اقلیمی زندگی می کنند که نه سرپناه دارند و نه هم لباس و مواد سوخت لازم برای گرم شدن و نه هم زمینه کار کردن تا بتوانند مواد غذایی روزانه را خریداری کنند.

جنگ غارتگرانه بدترین دشمن زحمتکشان است و به سود چپاولگران، تاجران، سرمایه داران و فیودالان و مافیا است. این جنگ که بیش از 16 سال است دوام دارد، زحمتکشان را با فقر، آوارگی، کشتار، بی خانمانی، بیکاری، اعتیاد، بیماری و... روبرو ساخته است و سود اصلی آن به جیب چپاولگران تنظیمی – جهادی، تکنوکرات های مزدور (روشنفکران برگشته از غرب که هیچ نوع تعهد به منافع زحمتکشان ندارند و در خدمت سرمایه داران جهانی قرار دارند) می ریزد. استعمارگران برای تداوم استعمار شان نیاز به طبقات دارند، آنها خوب می دانند که طبقات زحمتکش در خدمت شان نه تنها قرار نمی گیرند، بلکه از آنها نفرت هم دارند، همین است که استعمارگران بر طبقات سرمایه داران و مالکان حساب می کنند و آنان نیز با خوشخدمتی در خدمت اربابان شان قرار می گیرند. 

چنانچه تذکر رفت جنگ کنونی سبب آوارگی زحمتکشان و فقر بی اندازه آنان در این زمستان سرد شده است. در کنار آوارگی و فقر، افزایش قیمت های مواد سوخت بوسیله مافیای سرمایه که با حاکمیت فعلی رابطه نزدیک دارد، سبب شده است که زحمتکشان بیش از پیش فقیرتر شوند و زندگی برزخی را تجربه کنند. در حالی که زحمتکشان بیش از پیش فقیرتر شده میروند، در طرف دیگر حاکمان دولت کنونی که سرمایه داران و فئودالان هستند به ثروت افسانه ای می رسند و سیری نمی شناسند و هر روز بیش از پیش چاپیده میروند.

تا که جنگ استعماری کنونی ادامه داشته باشد، زحمتکشان روی خوشبختی را نخواهند دید. زحمتکشان باید برای ختم این جنگ با هم متحد شوند و با همبستگی به جنگ استعماری نه بگویند و فاشیست های چون طالبان و داعشی ها و جهادی ها را نگذارند که بر سرنوشت آنان بازی کنند. تنها و تنها با راندن استعمارگران و نابودی فاشیست های طالب، داعش و تنظیمی و حاکمیت زحمتکشان، زحمتکشان کشور ما می توانند روی خوشبختی را ببیند و در رفاه و بهروزی زندگی کنند.

جنگ های غارتگرانه ضد زحمتکشان سبب افزایش بیماری روانی در زحمتکشان



نوشته از جمال

زحمتکشان کشور ما قربانیان اصلی جنگ های غارتگرانه هستند. بار اصلی جنگ را زحمتکشان(کارگران، دهقانان، معلمان، نجاران، داکتران، آهنگران و...) می کشند، در حالی که سود و منفعت جنگ نصیب طبقات غارتگر مثل سرمایه داران و فیودالان می گردد.
جنگ های غارتگرانه و بخصوص جنگ کنونی که از طرف چپاولگران امریکایی – ناتویی، نوکران داخلی، طالبان و داعشیان راه اندازی شده، ضمن اینکه سبب فجایع فراوان شده است، سطح بیماری روانی را در میان زحمتکشان نیز افزایش داده است.
مجله نیوزویک در شماره اخیر خود مطلبی تحت عنوان «ده ها سال جنگ، بمباری و گرسنگی، ده میلیون افغان را به تکالیف روانی دچار ساخته است» نشر کرده که در آن تذکر رفته است که در حدود یک بر سه نفوس افغانستان با مشکلات روانی روبرو هستند. همین گونه، مسؤلین وزارت صحت عامه دولت کنونی در روز جهانی صحت روانی (نوزدهم میزان) اعلان کردند که 74 درصد زنان و 59 درصد مردان افغانستان با مشکلات روانی و افسردگی روبرو هستند.
آمار فوق نشاندهنده وضعیت اسفناک و فاجعه بار زحمتکشان افغانستان است. از آنجائیکه جنگ استعمارگرانه با قتل عام، شکنجه، تهدید، توهین، تحقیر، اسارت، فقر، ناداری، گدایی، اعتیاد، فحشا و جرم های جنائی همراه می باشد و قربانیان این فجایع و بلاها نیز زحمتکشان می باشند، طبعاً این فجایع بر روح و روان زحمتکشان اثرات منفی می گذارد و آنان را به بیماران روانی تبدیل می کنند.
غارتگران برای کسب منفعت و سود شان نه تنها که پروای زحمتکشان را ندارند، بلکه مبتلا شدن زحمتکشان به بیماری های روانی را به سود شان می دانند. زیرا وقتی زحمتکشان به بیماری روانی و روحی مبتلا می شوند به انسان های خسته، معتقد به باورهای کاذب، نگران، دلخور، بی حوصله، بی علاقه به امور زندگی و ناتوان تبدیل می شوند که چنین انسان هایی به سود غارتگران و به ضرر جنبش های زحمتکشان هستند، زیرا چنین انسان ها نه تنها که به فکر رهایی شان نمی افتند، بلکه دیگران را نیز به یاس و ناامیدی تشویق می کنند.
زحمتکشان برای رهایی شان از ستم و غارت، به انسان های فعال، علاقمند به مبارزه، با انرژی، امیدوار و معتقد به باورهای نوین و حقیقی نیاز دارند. انسان های فعال می توانند راه نجات زحمتکشان را ترسیم و برای آن عملاً کار و مبارزه کنند. بر زحمتکشان است که به کمک آن عده از زحمتکشانی که به اثر جنگ های غارتگرانه به بیماری ها و مشکلات روانی مبتلا شده اند، بشتابند و آنان را به نیروی فعال و امیدوار برای رهایی شان از ستم و غارت تبدیل کنند.

د ښکیلاکګرانو د جګړې له امله، زیارکښان د کډوالۍ ستونزمنې شپې او ورځې تیروي



د عبدالکریم جبارخیل لیکنه


ښکیلاک د زیارکښانو لپاره بدمرغۍ زیږوي. یو له دې بدمرغیو څخه کډوالي او مهاجرت دی. کډوالي او مهاجرت د زیارکښانو لپاره چې هیڅ څه په لاس کې نلري او ورځ تر بلې نیستۍ خوا ته درومول کیږي، د ستونزو او کړاونو ډکې شیبې ګڼل کیږي. امریکايي – ناټویی ښکیلاکګران او کورني ملګري، فاشیسته داعشیان او طالبان او بیرحمه تنظیمي جګړه ماران د زیارکښانو د نورو ستونزو او کړاونو تر څنګ د هغوې د کډوالۍ لامل هم دي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو د افغانستان د کډوالۍ په اړه یوی نوی ګزارش خپور کړی چې له مخې یې په تیرو څلورو کلونو کې د ښکیلاکي او ارتجاعي جګړې له امله یو اعشاریه دوه میلیونه افغانانو خپلې سیمې پریښودي او نورو سیمو ته کډه شوي دي. د دې جملې څخه یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نژدې ۲۳۰ زره افغانان کډوالۍ ته اړ شوي دي. همدا ډول یوازې په هلمند ولایت کې د وروستې جګړې له امله د دې ولایت د بیلابیلو سیمو څخه ۵ زره کورنۍ له خپلو سیمو څخه وتي او کډوال شوي دي.

د کډوالۍ ژوند زیارکښانو لپاره ډیر ستونزمن ژوند دی. که له یوې خوا زیارکښان خپله غریبانه سرپناه له لاسه ورکوي، په ورته وخت کې د کار موندنی زمینه هم له لاسه ورکوي او ماشومان یې له درس او سبق وروسته پاتی کیږي.د دې ترڅنګ د کډوالۍ ژوند اکثراْ په خیمو او کوچنی جونګړو او په خیرن او چټل چاپیریال کې تر سره کیږي چې دا په خپله د ناروغیو لامل کیږي. همدا ډول د کورنۍ غړي یې د فقر له کبله اړ کیږي چې سوالګري وکړي او ډیر داسې شواهد هم شته چې د زیارکښو کډوالو  لورګانې او ښځې د کډوالۍ په چاپیریال کې د تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي.

څه باندې دری لسیزې کیږي چې افغان زیارکښان د کډوالۍ ژوند تیروي، لومړی د شوروی د ښکیلاک پر مهال کډوالۍ پیل شوه، بیا ورپسې تنظیمي بیرحمو او ظالمو جګړه مارو د خپل اسلامي دولت پر مهال نور زیارکښان لا هم کډوالی ته اړ ویستل، ورپسی فاشیسته طالبان د اسلامي امارت پر مهال د یو شمیر زیاتو کډوالو لامل شول او اوس د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت پر مهال د ملګرو ملتونو د راپور له مخې یوازې په څلورو کلونو کې یو میلیونه دوه سوه زره زیارکښان کډوالۍ ته اړ شوي دي؛ دا  ښکاره کوي چې هر ډول ښکیلاک که د شوروي وو که اوس د امریکې دی  او هر ډول غیر ملي دولت د زیارکښانو لپاره نه یوازې چې هوساینه نشي ورکولای، بلکې عملاْ د زیارکښانو ضد کړنې او چلندونه تر سره کوي.

تر هغه چې ښکیلاکي جګړه روانه وي، تر هغه چې طالبان او داعشیان جنایت او بربریت کوي، تر هغه چې تنظیمي جګړه ماران د خلکو ژوند په دوزخ بدلوي، تر هغه چې یو ملي او دموکراتیک دولت چې د زیارکښانو په  مټ رامنځ ته شوی وي او  واګی یې د زیارکښانو په لاس کې وي، واکمن نشي؛ د نورو جنایتونو  تر څنګ به د زیارکښانو کډوالي هم دوام ولري.