د شیرزاد لیکنه
د افغانستان کارګران او نور زیارکښان
دا وخت د بیلابیلو دښمنانو لخوا ځپل کیږي. له امریکايی او ناټویی ښکیلاکګرو څخه
نیولی تر اوسنی واکمنو لوټمارو سرمایه دارانو او فیوډالانو او طالبان او داعشیان
پورې ټول د زیارکښانو او کارګرانو دښمنان دي. دا جنایتکارې ډلې د زیارکښانو او
کارګرانو سره ځانګړی دښمني لري، ځکه چې دا ټول د لوټمارو طبقاتو د ګټو او منافعو
ساتونکي دي او د زیارکښانو پیوستون، مبارزه او خلاصون د خپلې طبقاتي ګټو په تاوان
ګڼي.
داعش د پورتنیو ډلو څخه هغه فاشیسته ډله
ده چې ربړه او جنایت یې بی ساری نه ګڼل کیږي، مخکې له دې هم د تاریخ په اوږدو کې
تروریستو پانګوالو ډلو ورته جنایتونه تر سره کړي دي، خو د دې فاشیستي ډلې جنایتونه
د امریکايی – ناټویي ښکیلاکګرو او طالب جنایتکارانو تر څنګ زمونږ زیارکښان هره ورځ
وژني، لوټي او ورباندې بیلابیل ستمونه او ظلمونه کوي.
د دې ظلمونو په لړ کې تیره ورځ فاشیستو
داعشیانو تیره ورځ د بغلان ولایت د تاله او برفک سیمې د زغال سنګ د کان دیارلس
بیوزله کارګران هغه وخت تیرباران کړل چې
له کار څخه ستړي ستومانه خپلو بیوزلو جونګړو ته راستانه وو. د دیارلس وژلو شویو
کارګرانو تر څنګ دری نور کارګران هم په دې خونړۍ او جنایتکارانه پیښه کې ټپیان شوي
دي.
که څه هم فاشیستو او جنایتکارو
داعشیانو دا قتل او جنایت د مذهب په نامه تر سره کړی دی، خو د دې خونړۍ ډلې
جنایتونه په ننګرهار او کنړ او فاریاب ولایتونو کې په څرګنده ډول ښکاره کوي چې دا
ډله د نړیوال ښکیلاک هغه نوکره او غلامه ډله ده چې دنده یې د زیارکښانو وژل، ځپل،
اسیرول او لوټل دي څو د خپلو بادارانو ستراتیژیکې ګټي خوندي کړي. داعشیان هغه وحشي
فاشیستان دي چې د طالبانو،جهادیانو او نړیوالو ښکیلاکګرو په څیر یوازې هغه وخت
ارضا کیږي چې د بیوزله او زیارکښو ولسونو وینه توییه کړي.
زیارکښان، په ځانګړي توګه کارګران او
دهقانان دمګړۍ پیاوړي دښمنان لري. له یوې خوا د امریکايي او ناټويي ښکیلاک لخوا
وژل کیږي، له بلې خوا یې واکمن لوټماره پانګوالان، سوداګران او فیوډالان یې لوټي
او په ورته وخت کې د فاشیستو طالبانو، داعشیانو او جهادیانو لخوا هم تر ځورونې
لاندې دي. دا ټولې ډلې سره د دې چې په خپل منځ کې د ځانګړو منافعو د خوندیتوب
لپاره اختلافات او حتی نسبي دښمني لري، خو د زیارکښانو سره د دې ډلو دښمني مطلقه
ده.
څرنګه چې اشاره وشوه، زیارکښان د
پیاوړي او جنایتکاره دښمنانو سره مخ دي، د دې لپاره چې زیارکښان وکړای شي د دې
بیرحمو او جنایتکارو ډلو په وړاندې سره ودریږي، پیوستون یې لازمي دي. زیارکښان
باید هوښیار ووسي چې دښمنان غواړي دوی سره د ژبې، سمت او مذهب په نامه وویشي، خو
زیارکښان باید په دې پوه شي چې زیارکښان په مذهب او ژبی او سمت نشی ویشل کیدای،
دوې ټول د بدمرغۍ او نیستۍ ژوند تیروي او یوازې او یوازې د خپل زیار او کار له
لارې ژوند کوي.
زه د افغانستان د زیارکښانو د ټولنیز
انجمن د یو غړي په توګه د دې بیوزله کارګرانو کورنۍ او د دې طبقې نورو غړو ته د
زړه له کومې تسلیت وایم او باور لرم چې په ویر او غم زیارکښان هیڅ هم لاس ته نشي
راوړلی، مونږ یوازې او یوازې په پیوستون او همبستګۍ کولای شوو د هر ډول جنایت په
وړاندې ودریږو او د هر ښکیلاک او جنایت ماڼۍ ړنګه کړو.