کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۰ مرداد ۱۵, شنبه

د کارګرې طبقې اتل

جان لنون
له کومې شیبې چې نړۍ ته راځې
 تا اړ کوي چې ځان سپک وګڼې
د فکر کولو وخت تا ته نه درکوي
د بدن دردونه دې دومره لمبې وهي
چې نور یې آن احساسولی نشې.

په کور کې دې ځوروي او په ښوونځي کې دې وهي
که هوښیار واوسې، له تا نه کرکه کوي
 او که ناپوه واوسې، سپک دې ګڼي
دومره اطاعت کوې چې بالاخره لیونی کیږې
 خو د دوې پر قوانینو نه پوهیږې

کله چې دې شل کاله شکنجه کړي
او سرې سترګې درښکاره کړي
دومره ډارن کیږې
 چې نور آن د خپلو لاسونو او پښو اختیار نلرې.

درته وایي چې لا ته د لوړو ځایونو وړتیا نلرې
که غواړې چې ته هم د بډایه او شتمنو په شان واوسې
نو شرط یې دا دی چې پر شونډو دې خندا وي او انسانان ووژنې

که غواړې چې اتل واوسې، نو زما په لاره رهي شه
که غواړې چې اتل واوسې، نو یوازې زما په لاره رهي شه
څه خوند لري د کارګرې طبقې اتل کیدل!

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر