کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۴ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

ښکیلاکي جګړه او د بیوزلو بیرحمانه وژنه



ښکیلاک یعنی وژنه، د بیوزلو او زیارکښو انسانانو بیرحمانه وژنه. افغانستان دا مهال بشپړه ښکیلاکمینه ده او همدا هم دی چې په دې ښکیلاکمینه کې هره ورځ بیوزله انسانان وژل کیږي. اوسنۍ جګړه چې یوه ښکیلاکي او ارتجاعي جګړه ده او د جګړې دواړه خواوې (امریکا – ناتو او کورني پلویان او طالبان او داعشیان او سیمه ایز پلویان) په خپله ارتجاعي او ملنډه ایزه جګړه کې د دې تر څنګ چې بیوزله زیارکښان ځوروي، کډوالۍ او بیکارۍ ته یې لیږدوي، په ورته وخت کې هر کال زرګونه بیوزله انسانان چې په فرمایشي رسنیو کې  ورته ملکي تلفات وايي، هم وژل کیږي.

د یوناما د وروستي راپور له مخې د ۲۰۱۴ کال په پرتله په ۲۰۱۵ کال کې د بیوزله انسانانو وژنه  ۴ فیصده زیاته شوی ده. د دې بنسټ د راپور پر بنیاد په ۲۰۱۵ کال کې  ۳۵۴۵ بیوزله انسانان وژل شوي او ۷۴۵۷ تنه نور ټپیان شوي دي چې د تیر کال په پرتله د دولتي ځواکونو لخوا د بیوزلو د وژنې او ټپي کیدو کچه لوړه شوی ده. د یوناما د شمیرو له مخې په ۲۰۱۵ کال کې د میرمنو تلفات ۳۷ فیصده او د ماشومانو د تلفاتو کچه ۱۴ فیصده زیاته شوی ده. د دې تر ځنګ د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون په خپل راپور کې وايي چې په تیرو نهو میاشتو کې ۷۰۰۰ بیوزله ملکی انسانان یا وژل شوي او یا ټپي شوي چې ۶۰۰ تنه یې ماشومان او ۳۸۰ تنه یې ښځې دي چې دا ښکاره کوي چې د ښکیلاک لومړني قربانیان میرمنې او ماشومان دي.

که څه هم یوناما چې د افغانستان د ښکیلاکي جګړې سره یې سم په افغانستان کې خپل ماموریت پیل کړ، د تلفاتو اندازه په بیلابیلو جګړه ایزو ډلو ویشي، خو زمونږ د بیوزله او زیارکښه هیوادوالو لپاره دا ښکیلاکي جګړه ده چې د دوې ژوند ترې اخلي، فرق نکوي چې جنایتکار څوک دی او د کومې موخې لپاره دا بیوزله انسانان وژني.

په تیرو نژدې ۱۵ کلونو کې په سل ها زره بیوزله انسانان وژل شوي دي او د دې وژنې لړۍ لا ادامه لري. تر هغه چې ښکیلاکي جګړه ادامه ولري، تر هغه چې د امریکا او ناټو حاکمیت وي، تر هغه چې فاشیست طالبان او داعشیان د امریکا نوکران وي او ساختګی جګړې په مخ بوځي، تر هغه چې سرمایه داران، فیوډالان او اربابان او تاجران او مافیايی ډلې په افغانستان کې واکمنې وي، تر هغه به د بیوزلو انسانانو وژنه ونه دریږي. د دې لپاره چې دا بیرحمانه او وحشیانه وژنه ودریږي، زیارکښان باید یو آزاد او خپلواکه هیواد جوړ کړي، دا خپلواکه، مترقي او دموکراتیک هیواد یوازې او یوازې د زیارکښانو په پیوستون او اتحاد جوړیدای شي. د زیارکښانو پیوستون او اتحاد کولای شي ښکیلاک ورټي او آزاد، برابر او هوسا افغانستان جوړ کړي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر