کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۴ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

ښځینه کارګرې او دهقانې په پیوستون له بیلابیلو ستمونو خلاصون موندلی شي!



ښځې، په ځانګړې توګه کارګرې او دهقانې ښځې دا مهال تر بیرحمانه او ربړونکي جنایت او ستم لاندې ژوند کوي. د استعمار او ښکیلاک ستم او جنایت تر ټولو لومړی کارګرې او دهقانې او نورې زیارکښه او ستمځپلی ښځې قرباني کوي. وروستې شمیرې ښکاره کوي چې د ۲۰۱۴ کال په پرتله په ۲۰۱۵ کال کې د ښځو د مړینې او تلفاتو کچه ۳۷ سلنه زیاته شوی ده، دا شمیرې د دې ښکارندوی دی چې لومړنی ستم چې کارګرې او دهقانې میرمنې یې ګالي، هغه د امریکايي او ناټويي ښکیلاک ستم دی. د دې ستم په کړۍ کې، د طالبانو او داعشیانو او د نورو بنسټپالو تنظیمونو ستم هم شامل دی.

دویم ستم چې دا مهال یې ښځې ګالي، طبقاتي ستم دی. د وزګارتیا لوړه کچه میرمنو ته ځانګړی شوی. دولت چې د واکمنو طبقاتو استازی دی، د کار په ساحه کې د ښځو سره هم ناوړه چلند کوي. یوازې هغه ښځې کار موندلی شي چې د واکمنو سره بیلابیلې اړیکې ولري. اکثره زیارکښه میرمنې د کار کولو له حقه محرومې دي. هغه شمیر چې په شرکتونو او کارخانو او یا هم په دفترونو کې کار کوي د ناوړه چلند سره مخامخ دي او د دویم جنس په توګه ورته کتل کیږي، مزد یې کم او پر ټیټو پستونو کارونو ته ګمارل کیږي. د دې تر څنګ بیوزله او زیارکښه میرمنې د رښتینې سیاسي استازیتوب څخه هم بی برخې دي.

د افغانستان زیارکښه میرمنې د نارینه له ستم څخه هم ځوریږي.لا هم ځینې وروسته پاتې او ظالم نارینه ښځه ناقصه العقله ګڼي او د خپل ستم کچه ان د  میرمنو د غړو غوڅولو او پرې کولو پورې رسوي. ځینې سوداګر نارینه، میرمنې یوازې د سوداګریزو تبلیغاتو او د سوداګریزو توکو په توګه کاروي. ځینې د پوهې د کموالي له امله ښځه خپله نوکره یا هم د ماشومانو مور ګڼي او لا یې هم سیاه سره یادوي. داسې نارینه هم شته چې لا باور لري چې ښځه یا په کور یا په ګور. دا هم هغه ستم دی چې زمونږ د هیواد میرمنی یې زغمي.

یو بل ستم د لوټمارو ښځو لخوا پر بیوزلو ښځو ستم دی. دا ستم د اینجو لرونکو ښځو او د «مدني ټولنې» د نانځکو لخوا پر بیوزلو او زیارکښو ښځو تپل کیږي. دا ستم په ظاهره نرم او په اصطلاح انساني بڼه لري: میرمنو سره د کمک او مرستې بڼه. خو په ماهوی لحاظ دا د نورو ستمونو تر څنګ یو بل ستم دی چې د زیارکښو او بیوزلو ښځو پر دردونو، رنځونو او کړاونو سوداګري کوي. سیاسي نانځکې چې د استعمار د سفارتونو حاضري تل امضا کوي، زمونږ د زیارکښو او بیوزلو خویندو او میندو دردونه او کړاونه په سفارتخانو او لودیځ کې لیلاموي او یورو او ډالرې تر لاسه کوي، دا هغه بی وجدانه او بی ضمیره ښځې دي چې ان د خپل هم جنس پر عاطفې، هیلو او آرزوګانو تجارت کوي.

زیارکښه او بیوزله ښځې سره د دې چې د نارینه وو په پرتله تر ډیر ستم لاندې دي او د نارینه ستم هم زغمي، نباید د غربي بنسټونو هغه لومې کې ګرفتار شي چې ګواکی دا نارینه دي چې د دې ستمونو لامل دي، بلکې ښايي چې بیوزله او زیارکښه ښځې که کارګرې وي او که دهقانې او که کسبګرې د نارینه وو زیارکښو سره په یووالي د خلاصون لپاره مبارزه وکړي. د ښیکیلاکي ستم او طبقاتي ستم په وړاندې مبارزه، په خپله لاره دې ته پرانیزي چې د نارینه ستم او د لوټمارو ښځو لخوا پر بیوزلو ښځو ستم هم پاي ته ورسیږي.

د افغانستان د زیارکښانو ټولنیز انجمن، د مارچ اتمه چې د زیارکښو ښځو د پیوستون او یووالي ورځ ده، ټولو بیوزلو او زیارکښو ښځو ته د مبارکي ویلو تر څنګ، باور لري چې د دې ورځې رښتينې لمانځنه یوازې هغه وخت مانا پیدا کولی شي چې بیوزله او زیارکښه میرمنې د خپل خلاصون لارې ولټوي او په منظمه توګه د خپل خلاصون لپاره مبارزه وکړي او پرې نه ږدي چې سیاسي نانځکي د هغوې په باورونو او نوم تجارت او سوداګري وکړي.

د افغانستان د زیارکښانو ټولنیز انجمن اعلامیه –  د مارچ اتمه ۲۰۱۶

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر