کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۴ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

زیارکښان د توبرکلوز د ناروغۍ قربانیان



بیوزله انسانان د نړۍ په هر ګوټ کې چې دي؛ په دربدرۍ، فقر، وزګارتیا، ناروغۍ او ستم کې ژوند کوي. د نویو شمیرو له مخې  توبرکلوز ناروغۍ په نړۍ کې میلیونونه انسانان وژنې چې اکثریت یې بیوزله او فقیر او خواري کښه انسانان دي. د رسمي شمیرو له مخې دا وخت د نړۍ په دوه  ویشتو هیوادونو کې توبرکلوز هغه ساري ناروغي ده چې هر کال څه باندې یو نیم میلیون انسانان وژني. دا دوه ویشت هیوادونه ټول فقیر او بیوزله هیوادونه دي چې په کې خوارکښ او زیارکښه ولسونه ځپل کیږي او لوټماران په کې ورځ تر بلې بډایه کیږي.

افغانستان په دغه دوه ویشت هیوادونو کې راځي چې د نري رنځ ناروغي په کې ډیره عامه ده. د دې ناروغۍ اصلي جرړې په فقر، بیوزلۍ او رواني ستونزو کې ښخې دي. په افغانستان کې هر کال اته پنځوس زره انسانان په توبرکلوز اخته کیږي چې له منځه یې هر کال ۱۳۰۰۰ تنه د همدې ناروغۍ له امله مري. د توبرکلوز ډیری قربانیان افغان زیارکښه میرمنی دي.

سره له دې چې د توبرکلوز درملنه ډیره ساده او آسانه ده، خو له هغه ځایه چې د نورو یو ویشت هیوادونو په شان په افغانستان کې هم د سرمایه دارانو او تاجرانو او لویو خانانو او ملکانو دولت واکمن دی او د دې دولت بهرني دوستان هم ستمګر او بم اچونکي دي، نو واضح او ښکاره خبره ده چې داسې یوه ساده مریضي په کال کې ۱۳۰۰۰ بیوزله انسانان ووژني.

ستم او اشغال او لوټ او تالان د بیوزلو ژوند تورو دربیلو ته لیږدوي. جنایت او قتل، تیری او ظلم تر ټول زیات بیوزله انسانان ځپي او ژوند ورته تباه کوي، دا ستمګرانه او اشغالګرانه جګړه ده چې زمونږ زیارکښان لا په فقر، بیوزلی او رواني ستونزو کې ښکیلوي چې له امله یې په توبرکلوز او نورو ناروغیو باندې اخته کیږي. فقر او بیوزله زمونږ زیارکښانو ته اجازه نه ورکوي چې ښه تغذیه وکړي او په وخت د خپل مرض درملنه وکړي.

تر هغه چې د سرمایه دارانو ستم او جنایت وي، تر هغه چې بهرني ستمګر زمونږ په هیواد کې استعماري جګړې ته دوام ورکړي، تر هغه چې فاشیست طالبان خلک په غم او ویر کښینوي او لوټماران ولسونه ولټوي او دولت هم د زیارکښانو پلوي نه وي، تر هغه به د نورو ستمونو تر څنګ، د نري رنځ په شان ناروغۍ به هم زمونږ ولسونه په غم کښینوي، ځکه د ډیر ناروغیو لامل فقر، بیوزلي او رواني ستونزې دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر