کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۴ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

د افغانستان ښکیلاکي جګړه او له هیواد څخه د زیارکښانو تیښته

ښکیلاک د زیارکښانو دښمن ګڼل کیږي. ښکیلاکګران د زیارکښانو د ځپلو، وژلو، بیوزله کولو او لوټلو له لارې خپلو ښکیلاکي هدفونو ته رسیږي. افغانستان نژدې ۱۴ کاله کیږي چې د امریکايي او ناټويي ښکیلاک لاندې دی او په دې موده کې زرګونه زیارکښان وژل شوي، ځورول شوي، بیوزله شوي او په بد ډول لوټل شوي. دا ربړونه د بهرني ښکیلاکګرانو او همدا ډول د واکمنو شتمنو طبقو د نمایندګانو لخوا چې خلک یې اوسنی واکمن دولت ګڼي او همدا ډول د فاشیستو طالبانو او داعشیانو لخوا زمونږ پر زیارکښانو ولسونو تپل شوی ده.

د دې ربړونو او کړاونو تر منځ یو هم له هیواده د زیارکښانو تیښته ده. دا وخت د هر وخت په مقایسه، ډیر شمیر ځوانان چې اکثره یې د زیارکښو کورنیو غړي دي، افغانستان د ښکیلاکي جګړې او ښکیلاکي اقتصاد له امله پریږدي او د خطرونو ډکه لاره نیسي څو اروپا ته ورسیږي او یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي. اقتصادي مهاجرت، د کارګرانو د ژوند یوه برخه ده؛ همدا دي چې ویلي دي چې کارګران هیواد نلري او باید د نړۍ ټول کارګران سره متحد شي.

سره له دې چې کارګران هیواد نلري، خو د ښکیلاک او زبیښاک څخه د خلاصون لپاره باید له یوه سیمې څخه خپله مبارزه پیل کړي. د افغانستان د زیارکښانو لپاره دا مبارزه یوازې او یوازې دننه په افغانستان کې اهمیت پیدا کولی شي، له دې کړاونو څخه تیښته او نور زیارکښان په دې چپاولګرانه وضعیت کې پریښودل او اروپا ته تلل او بیا هم کارګرۍ ته دوام ورکول، هیڅکله هم د زیارکښانو د خلاصون سبب کیدای نشي. 

له هیواد څخه د زیارکښانو د تیښتې په اړه دوه نظرونه شته، یو د زیارکښانو په ګټه او بل د لوټمارو لخوا د زیارکښانو په تاوان. یو څه موده کیږي چې لوټماران او د ښکیلاک او استعمار یاران په دې ستیج او هغه ستیج کې چیغې وهي چې ځوانان باید له هیواده و نه تښتي او دا هیواد لکه اروپا جوړ کړي. دا عوامفریبانه چیغې دي. ځکه چې دا لوټماران ښه پوهیږي چې ښکیلاک او د لوټمارو واکمني هیڅکله زیارکښانو ته هوساینه نشي ورکولی، څه چې ورکوي وژنه، دربدري، بیوزلي او اسارت دی. همدا ښکیلاکیزه جګړه او کورني لوټماران دي چې زیارکښه ځوانان دې ته اړ کوي څو وتښتي.

بل نظر دا دی چې زیارکښان نباید له ستونزو، کړاونو او رنځونو څخه وتښتي، بلکې د دې بلاګانو په وړاندې باید مبارزه وکړي. دا نظر د زیارکښانو په ګټه دی. ځکه تیښته هیڅکله نه باعث کیږي چې زیارکښان آزاد او ښه ژوند ولري، بلکې تیښته د تسلیمۍ په مانا ده، یعنې ښکیلاک او کړاونو ته تسلیمیدل او د زیارکښانو د وژنې، رنځونې او ربړونې ادامه. نو زما په نظر زیارکښه ځوانان باید لاس یو بل ته ورکړي، د یو بل سره مرسته وکړي، د خپل خلاصون لپاره باید د تيښتې په ځاې د مبارزې لاره ونیسی، سره متحد شي او په یووالي د هر ډول ناخوالي په ضد ودریږي او د ویاړ ډک ژوند د ټولو زیارکښانو لپاره برابر کړي، هغه ژوند چې په کې نه ښکیلاک وي، نه زبیښاک، نه کورني لوټماران او نه ګاونډي ښاماران.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر