کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۶ بهمن ۳۰, دوشنبه

اوس افغان کارګر ماشومان د حقیقي کارګر په سترګه لیدل کېږي



د اکمل لیکنه


افغانستان یو داسې تاریخي پړاو ته رسېدلی دی چې اوسیدونکي یې د مرګ ژوبلې، تاوتریخوالي، سیاسي او اقتصادي ننګونو او د ګوډاګیو جهادي مشرانو د تبلیغاتي جریانونو په ولکه کې راغلي دي. په داسې وضعیت کې له ګڼ شمېر جدي مسایلو څخه سترګې پټې شوي دي. که څه هم افغانستان یو بی وزله هېواد دی، خو دا به منو چې افغانان په نړۍ کې د لګښتیزو دودونو او کړنو له پلوه لومړی مقام لري.

د بې شمېرو ستونزو له ډلې یوه موضوع چې هومره پام ورته نه کېږي هغه کوچني کارګران دي. د افغانستان او یوازې څو نورو بې وزلو هېوادونو په سړکونو او بازارونو کې کمکي ماشومان چې هان له ۵ کلونو هم کم عمر لري، لیدل کېږي چې د یوه دوه افغانیو ګټل یې زده کړي دي. مونږ شاید له دې حالت سره عادت شوي یو او دا یې حق ګڼو چې د بې وزلۍ له امله کار وکړي، خو دا ډېره لرې موضوع ده چې پرې فکر وکړو چې دا ماشومان په هېواد کې د کوچنیانو د قاچاق، ناوړه جنسي ګټې اخیستنې، د جنایتونو د خپرولو او د یوه ګواښوونکي راتلونکي نسل لپاره لاره هواروي. 

د ماشومانو کار کول یوازینۍ ستونزه نه ده بلکې لسګونه نور ناخوالي له دې پدیدې څخه ریښه اخلي. په ۲۰۱۵ کال کې د کمکیو کارګرانو شمېر نږدې ۲ میلیونه تنه ښودل شوی چې دا شمېره هرو مرو تر ننه پورې د وضعیت په کړکیچن کېدو سره لازیاته شوې ده. زیاتره ماشومان د بې وزلۍ له کبله کار کوي، خو له بده مرغه او د یو ځوروونکي خبر په توګه باید وویل شي چې یو زیات شمېر نور ماشومان بیا د خپل پلار د لاسه ورکولو له امله په کار اوښتي دي، چې دا ټول د جګړې اړخیزه عواقب دي. د کورنیو کوچني زامن او لورګانې خپل ښوونځي او درسونه په شا پرېږدي ځکه چې میندې یې د ګټلو توان نه لري.  
د نړیوالو لپاره بد خبر خو دا دی چې نن سبا تر بل هر څه پر جګړو او د ترهګرۍ سره په نمایشي مبارزې باندې زیاته بودجه لګیږي چې یوازې پر یوې سلنې باندې یې د ماشومانو د ژوندانه شرایط په بل مخ اوړي. 

د دې سترو موضوعاتو ترڅنګ داسې زیاتې لارې چارې شته چې مونږ پرې کولای شو لږ تر لږه ماشومانو ته خواړه ورسوو. په نړۍ کې د څېړنو پر بنسټ د خوړو یو پر درېمه برخه ضایع کېږي چې کولای شي لوی شمېر خلک تغذیه کړي. دا ناوړه پدیده په افغانستان کې هم ډېره خپره او پرته ده. د بیلګې په توګه، د ودونو په سلګونو هوټلونو کې لویه اندازه خواړه ایسته غورځول کېږي چې که چیرې د احساس له مخې یو منظم پروګرام شتون درلودلی، زیات شمېر ماشومان او زاړه چې وږي خیټه شپه سبا کوي، مړیدای شول او لږ تر لږه د کاره خلاص او خپلې زده کړې ته سوچ کولای شو. 

د خلکو یو بد عادت دا دی چې تر څو د بی وزلو حالت په تلویزیون یا ټولنیزو شبکو کې په ویډیويي بڼه ونه وینې، داسې انګیري چې په دې هېواد کې بی وزلي خلک نشته یا ماشومان هسې په خپلې خوښې کار کوي. د خیریه ټولنو جوړول او د افغان ماشومانو سره د هر ډول مرستو په اړه د هڅوونکي مستندو فلمونو او کلیپونو جوړول او خپرول هم یو ډول خدمت ګڼل کېږي. هان دا هم یو ډول سپیڅلی خدمت دی او نورو ته الهام ورکوي چې په ریستورانټ کې د میز په سر له ملګرو ډېره پاتې شوې ډوډۍ پرته له شرمه راټوله او د لارې په سر ناستو بی وزلو ماشومانو او ښځو ته ورکړل شي چې دې کار سره د یو با احساسه افغان د وطنپالۍ غرور زیاتیږي. د دې صحنې په لیدو سره د یو بل افغان په وینه کې خوځښت رامنځ ته کېږي او د راتلونکي لپاره ورته درس ورکوي. 

له بلې خوا، کوچني ماشومان د کار لپاره هان د خپلو مشرانو لخوا استثمار کېږي. د بیلګې په توګه، د دارالامان په سیمه کې د امید سبز ښارګوټي په لور د سړک په غاړه د څو کلو راهیسې یوه خیمه لګېدلې چې په مخ کې یې یو تکړه ږیرور سړی ولاړ وي. دا سړی خپل هلکان او لورګان د خیرات ټولولو لپاره د ښار یو او بل موقعیت ته لېږي او په خپله خوشې ورځ تیروي. د ورځې په پای کې له ټولو څخه پیسې غونډوي چې دا کار ماشومان د لومړیو اړتیاوو څخه هم بې برخې کوي. 

په پای کې باید وویل شي چې د امریکې په مشرۍ ناوړې جګړې مونږ له ګڼو ننګونو سره مخ کړي یو چې یو شمېر یې د افغانانو له کنټروله وتلي مسوولیتونه دي خو ځینې نور یې د افغانانو لخوا څه نا څه د ترمیم وړ دي. شتمنه او با وجدانه افغانان باید دغه تشې تر توان بریده ډکې کړي او یوازې د یو ماشوم د اړتیا په بشپړولو سره د زرګونو زړه راوګټي، چې دا د حج څخه هم سپیڅلې او پاکه وجیبه ده.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر