کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۶ بهمن ۱۶, دوشنبه

سرتېري او پولیس هم د یوه مړۍ ډوډۍ لپاره کار کوي او د کارګرو په شان کورنۍ لري



د زیار نشریه (د اکمل لیکنه)


د طالبانو د راپرځېدو او د کرزي حکومت په واکمنیدو سره د پولیسو او اردو د جوړېدو هڅې پیلې شوې او ګڼ شمېر افغانان چې د کوم ځانګړي مسلک خاوندان نه وو، دغو لیکو کې جذب شول. په لومړي سر کې د ترهګرۍ جګړه زیاته مرګ ژوبله نه درلوده خو د وخت په تېرېدو او د دویمې لسیزې (۲۰۱۰) په پیل سره دې جګړې په نظامي جامه کې د کورنیو د ځوانانو او مشرانو د وینو تویولو ته شدت ورکړ. دا سرتیري چې د یوه مړۍ ډوډۍ لپاره دنده ترسره کوي، د نورو کارګرانو په څېر د ټیټو او بې وزلو کورنیو غړي دي. که څوک اړ شوي چې هټۍ والي یا کراچي واني وکړي نو نور اړ شوي چې د ځانه تېر شي او د کورنۍ د مړولو لپاره شپه او ورځ یوه کړي. 

د افغانستان په جګړه کې زیاتره د عامو خلکو د مرګ ژوبلې په اړه خبرې کېږي، خو سرتیري چې له همدغو عامو خلکو څخه جوړ شوي دي، د یوه داسې ډلې په سترګه لیدل کېږي چې مړینه یې حتمي او ضروري وي. دوی هم مور، پلار، ښځې او ماشومان لري چې په مړینه یې ژاړي او سر ټکوي. یو میاشت مخکې د کابل د بنایي په سیمه کې وروسته له هغې چې پولیسو د شراب پلورونکو هټۍ والو باندې برید وکړ او د مقاومت سره مخ شول، د عامه ساتنې پولیسو په منځ کې ځانمرګی برید وشو چې له امله یې ۱۶ تنه پولیس ووژل شول. دا ۱۶ تنه پولیس د قاچاقبرو د سلیقه يي چلند ښکار شول او یوه ورځ وروسته د هر چا هیر شول. که چیرې دولت د خپلو پولیسو د ساتلو یا انتقام اخیستلو توان نه لري نو د جلب او جذب لپاره د تودو اعلانونو د خپرولو حق هم نه لري. 

د افغانستان دولت پوهیږي چې دا سرتیري د خیانت، د قومندانانو د کمزورتیا او د بدې جګړې شاهدان دي او هره شیبه غواړي چې له خپلې دندې پښه سپکه کړي، د همدې لپاره یې سخت قوانین لګولي چې یو سرتېری نه پرېږدي له خپلې دندې ولاړ شي. هغوی ته ویل کېږي چې په تاسو باندې زیاتې پیسې لګیدلي دي او نشي کولای چې دنده پرېږدي. بله موضوع چې پټه ساتل شوې هغه دا ده چې ګڼ شمېر افغان سرتیري د څو کلونو راهیسې له خپلو لیکو څخه تښتېدلي دي. د دې ترڅنګ، د سرتېرو په حق کې بل خیانت دا دی چې په چاودنو او ځانمرګي بریدونو کې د وژل شویو سرتېرو حقیقي شمېره نه ویل کېږي څو د راتلونکي لپاره د افغانانو د راجذبولو بهیر کمزوره او د خلکو تمایل لږ نه شي. 

دا سرتیري د یوې جوړې شوي جګړې قربانیان دي، چې له یوې خوا یې د جګړې د اور لمنې د دوام لپاره ترهګر دښمنان روزل کېږي او له بلې خوا سرتیري په کار نیول کېږي. نظامي او غیر نظامي مشرانو د دوی په حق کې خیانت کړی او ډېر ځلي یې د دښمن په لاس ورکړي دي. څو ځله د فیسبوک له لارې په خپرو شویو ویډیوګانو کې د لرې پرتو سیمو سرتېرو د خوړو او وسلو په برخه کې د خیانتونو څخه پرده اوچته شوې ده.  

له بلې خوا، د اکرامیې پیسو په ورکولو کې د چارواکو لخوا ځنډ او خنډ داسې رسوي چې د افغانستان دولت ته سرتیري یوازې تر هغه وخته پورې یو څه ارزښت لري چې ژوندي وي او ورته خدمت کوي او د مړینې وروسته یې سمدستي هیروي. د بلخ ولایت په قومندانۍ کې د تېر کال تر ټولو خونړۍ برید وروسته په خپره شوې ویډیو کې ولیدل شول چې د سرتیرو جسدونو سره ډېر په ناوړه توګه چلند وشو. د دې ترڅنګ د بیلګې په توګه د قندهار ولایت په یوې لرې پرتې پوستې باندې د طالبانو تر برید او د ۱۱ تنو سرتېرو تر وژل کېدو وروسته چې دوه تنه یې د یوې کورنۍ ورونه ؤ، دولت په دې کې پاتې راغی چې جسدونه کورنیو ته وسپاري. 

دغه ډول بې شمیره پیښې د پولیس او اردو ځواکونو له مړینې وروسته ثبت شوي چې په ښکاره ډول په ډاګه کوي چې د افغانستان حکومت څومره له فساد څخه ډک دی او دغه لړۍ ورځ تر بلې زیاتیدونکې ده.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر