کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۰ مهر ۷, پنجشنبه

زیارکښان، رنګارنګ دښمنان لري


د افغانستان زیارکښان چې اکثره یې دهقانان او کارګران دي، بیلابیل او رنګارنګه دښمنان لري. یو له دې دښمنانو څخه ماینونه دي، هغه ماینونه چې د همدې زیارکښانو دښمنانو په پټیو، دښتو او غرونو او حتی ښارونو کې ورته کرلي دي.

هره میاشت ۵۰ زیارکښه د همدې ماینونو له امله مړه یا ټپي کیږي، چې په لسو قربانیانو کې ۶ یې د زیارکښانو اولادونه دي. روسانو چې ځانونه د زیارکښانو دروغجن دوستان بلل او تنظیمي جنګ سالارانو او طالبانو په میلیونونه ماینونه په کروندو، ویالو، لارو، غرونو، درو او پاڼونو کې کرلي دي چې دا ټول ځایونه هغه ځایونه دی چې په کې دهقانان یا کښت او کر کوي، یا ځمکې اوبه کوي، یا هم لرګیو پسې غرونو ته ورځي او یا هم د خپل کور لیو کولو لپاره له پاڼ یا غونډیو نه خاوره راوړي.

کوچیان چې هم زموږ د زیارکښانو له جملې څخه دي، هم د دې ماینونو قربانیان دي. کوچیان کله چې دښتو، بیدیاو او مالڅرو ته خپل مالونه، میږي او بزې وړي نو د همدې ماینونو قربانی کيږي. تر اوسه پورې تاسو به نه یې اوریدلي چې یو شتمن خان، ارباب او پانګوال یا سرمایه دار د دې ماینونو ښکار شوی وي. ځکه چې هغوې زیارکښان نه دي او له دې ځایونو سره کوم کار نلري، هغوې یوازې سرینا هوټل، کانټنټل هوټل، وزیر اکبر خان، شش درک او نورو لوکسو لوکسو ځایونو سره کار لري او همدا خبره ده چې دوې د زیارکښانو په درد نه پوهیږي او هغوې چې دا ماینونه کرلي دي او یا یې کري، شتمن او اربابان او پانګوال او سرمایه داران ورسره ملګرتیا لري.

همدا اوس په ټول افغانستان کې نژدې ۲ میلیونه ماینونه کرل شوي پاتي دي چې هره ورځ زموږ زیارکښې کورنۍ په ویر او ماتم کښینوي. خو په ورته وخت کې ځینې کسان دي چې د ماین پاکولو بیلابیلې موسسې یې جوړې کړي او تر اوسه پورې یې ۷۰۰ میلیونه ډالره له بهرنیو څخه اخیستي دي چې د دې پیسو په ډیره برخه یې ځان ته لوکس کورونه، ځمکې، ښارګوټي، کارخانې، او د پیسو پیدا کولو نور ځایونه جوړ کړي دي. دا موسسې ۱۴ زره کارکوونکي لري چې اکثریت یې زیارکښان دي او تر اوسه پورې ۱۲۰۰ تنه یې د ماینونو د چاودنې له امله مړه یا ټپي شوي دي.

نو زیارکښان دې په یاد ولري چې دښمنان یې ډیر بیرحمه دي. په مستقیمه توګه یې په بمبارۍ وژنې، په ټوپک یې وژني، په ماینونو یې وژني، په انتحاري حملو یې وژني، په اولادونو یې تیری کوي، بیوزلي یې ساتي، کورونه نه ورکوي، ماشومانو ته یې د درس زمینه نه ورکوي او داسې نور کړاونه. نو زیارکښان هر کله چې خپل دښمنان وپیژني، بیاکولای شي په یووالي سره یې مقابلې ته ودریږي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر