د امریکا تیری که
له یوې خوا د شتمنو او اربابانو او هیوادپلورنکو او اینجو لرونکو لپاره زیری و او
دې ټولو په ګډه خوله د تیري څخه ملاتړ وکړ او هغه یې په یو نامه او بل نامه د
هیواد په ګټه وګڼو، بلې خوا ته دا تیری د زیارکښانو لپاره د بدمرغۍ د لړۍ ادامه او
د دې لړۍ د لا وحشتناکه کیدل وو.
که د امریکا او د
هغه د ناټويی ملګرو د اوسني تیري له بیلابیلو ناوړو او ترهه ایزه اړخونو تیر شو او
یوازې د دې وحشتناکه استعمار تاثیرات پر ماشومانو تر پام لاندې ونیسو، نو په ښکاره
ډول معلومیږي چې دا تیری څومره د ماشومانو ژوند تهدیدوي. د ماشومانو وژل، بمباري
کول، انتحار ته لیږل، د جنسي تیري قرباني کیدل، اختطاف، اعتیاد، ناروغتیا، ولږه او
سوالګري د امریکا د تیري اغیزې پر ماشومانو ښکاره کوي.
په دې وروستیو کې
د ماشومانو په وړاندې د جنسي تیري، اعتیاد او خوارځوکۍ کچه ډیره لوړه شوی ده. د
تازه شمیرو له مخې په یوه کال کې د ماشومانو په وړاندې نژدې ۴۰۰ د جنسي تیري پیښې
تر سره شوي دي چې ښکاره کوي چې د زیارکښانو ماشومان په یو هیواد کې نه بلکې په یو
جنایت خانه کی ژوند کوي. همدا ډول د همدې اوسني دولت د شمیرو له مخې تر دو نیم سوه
زره ماشومان په مخدره مواد معتاد دي او یا هم د تریاکو په کروندو کې کار کوي. د دې
دردونکو ناورینونو تر څنګ ولږه هم ورځ تر بله ډیریږي چې مستقیم اثرات یې پر ماشومانو
په ښکاره ډول لیدل کیږي او همدا دی چی د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې د ۲۱۰۲ کال
په مقایسه په ۲۰۱۳ کال کې د ماشومانو د خوارځواکۍ اندازه ۵۰ فیصده ډیره شوی ده.
کندهار، فراه،
کنړ، پکتیا، پکتیکا، هلمند او نور جنوبی ولایتونه د هغو ولایتونو په جمله کې راځي
چې ماشومان یې تر ټولو زیات خوارځواکي ګالي او له ولږي سره ژوند تیروي. په دې
ولایتونو کې د بهرني وسله والو ستمګرو جنایتونه د نورو ولایتونو په پرتله زیات دي
او همدا دی چې په دغه ولایتونو کې د ماشومانو په وړاندې د جنایتونو او ناورینونو
کچه ډیره لوړه ده، که څه هم په شمال کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تیري شمیرې د
نورو ځایونو په مقایسه لوړی معلومیږي، چیرې چې تنظیمي او جهادي ډلې په بیلابیلو
نومونه فعالیت کوي او د زیارکښانو ژوند ګواښي.
تاریخ ښودلی چې
په هر هیواد کې چې د استعمار د جنایتونو لړۍ پیل شي، هغه هیواد به ښه ورځ ونه
ګوري. که په افغانستان کې د استعمار د لسګونو نورو جنایتونو څخه تیر شوو د کابل د
اندرګاندي روغتون د خوارځواکۍ د برخې مسوول ډاکټر سیف الله اباسین په ښه ډول د
استعمار پایله تشریح کوي: «په ۲۰۰۱ لومړي کال کې وضعه په کابل کې ډیره خرابه وه خو
اوس چې څه وینم د ۲۰۰۱ کال څخه لا بده او خرابه ده.»
د افغانستان د
زیارکښانو ټولنیز انجمن باور لري چې په استعمار او استبداد کې هیڅکله ملتونه او په
تیره بیا زیارکښان هوساینې او آزادۍ ته نه رسیږي. آزاد ملتونه د استعمار پرته وده
او پرمختګ کوي. زیارکښان او د زیارکښانو ماشومان یوازې هغه وخت په هوساینه کې روزل
کیږي چې خپلواکي، آزادي او برابري په ټولنه کې حاکمه وي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر