کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۳ فروردین ۹, شنبه

آیا اوسني انتخابات د زیارکښانو په ګټه دي؟


د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره سیالي شروع شوی ده. دا د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو دریمه مرحله ده چې تر سره کیږي. آیا دا انتخابات د زیارکښانو په ګټه دي؟ آیا زیارکښان واقعا له دې انتخاباتو سره علاقه لري؟ آیا په هغه هیواد کې چې بهرني د توپ او ټانک او طیارو سره واکمني چلوي، انتخابات له عوامفریبۍ پرته بله مانا لرلی شي؟ آیا هغه څوک چې په هر نامه د دې انتخاباتو لپاره کاندیږي، د زیارکښانو ملاتړي ګڼل کیدای شي؟

په  هغه هیواد کې چې زیارکښان یې د بهرنیو په بمباریو کې وژل کیږي او زندانونه ورباندې ډکیږي، په هغه هیواد کې چې انتخابات د همدې ستمګرو خارجیانو په پیسو تر سره کیږي، په هغه هیواد کې چې د زیارکښانو بهرني قاتلان د انتخاباتو علاقمند دي، منطقا دا انتخابات لکه د نورو انتخاباتو په شان د زیارکښانو په ګټه نه دي. د انتخاباتو په تیرو دوو دورو کې هم د زیارکښانو بهرنیو او کورنیو دښمنانو په ټول شور او زوږ سره د انتخاباتو لپاره چیغه وهلی او ستونی یې څیره کاوه.  هر هغه څه چې د زیارکښانو دښمنان ورسره لیوالتیا او علاقه ولري، مانا یې دا ده چې د هغوې په ګټه دي. نو هر هغه څه چې د زیارکښانو د دښمنانو په ګټه وي، د زیارکښانو په ګټه کیدای نشي.

زیارکښان د تیرو ټاکنو په پام کې نیولو سره له دې انتخاباتو سره کومه علاقه نلري. په تیرو ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو او په پارلماني ټاکنو کې د خلکو چې اکثریت یې زیارکښان دي، د ګډون اندازه ډیره کمه وه. ځکه ډیری زیارکښان په دې پوه شوي دي چې په داسې یو هیواد کې چې ستمګر خارجیان خلک وژني او بیا د دموکراسۍ چیغې وهي او د انتخاباتو پیسې ورکوي او دننه هم هغه کسان د انتخاباتو لپاره نوماندوي چې د د دې ستمګرو دوستان دي او لاسونه یې د زیارکښانو په وینو سره دي، انتخابات د هغوې لپاره هیڅ ډول ښیګڼه لرلی نشي. زیارکښان په دې پوهیږي چې انتخابات د بیلابیلو طبقاتو نمایندګان قدرت ته رسوي څو د دولت واګی په لاس کې ولري او د خپلو طبقو ګټې خوندي کړي، په افغانستان کې اوسني انتخابات یوازې د لوټمارو پانګوالو او فیوډالانو او چپاولګرو تاجرانو سیاسي نمایندګان ځواک ته رسوي. ځکه په داسې هیوادونو کې چې ستمګران بمباري وکړي او یا هم قدرت په لاس کې ولري، زیارکښان هیڅکله د انتخاباتو له لارې خپل استازي قدرت ته رسولی نشي.

څرنګه چې وویل شول په هغه هیواد کې چې د نړۍ تر ټولو لوی زندان وي، د میلیونونو زیارکښه انسانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ وي، د بزګرانو او دهقانانو کورونه په بمباریو کې ویجاړ شي، بیوزله ماشومان او میرمنې ووژل شي، ولږه، بیکاري، اعتیاد، بیوزلي، بدلمني، اختطاف، قاچاق، سوالګري او جنایي جرمونه واک وچلوي، دموکراسي د زیارکښانو لپاره مانا لرلی نشي. کله چې په یو هیواد کې ۳۷ فیصده خلک د بیوزلې د کرښې لاندې ژوند وکړي، کله چې ۴ میلیونه انسانان وزګاره وي، هلته له دموکراسۍ او انتخاباتو څخه خبرې کول، یوازې عوامفریبي او سیاسي دوکه ماري ګڼل کیږي. څنګه یو زیارکښ انسان چې کار نلري او شپه او ورځ ولږه کاږي، ماشومان یې له یخنې مري او پر کور یې بمبارۍ کیږي، د انتخاباتو په اړه فکر کولای شي؟

ټول هغه کسان چې په دې انتخاباتو او په تیرو انتخاباتو کې نوماندان ول، د زیارکښانو ملاتړي نه دي. هغوې یوازې هڅه کوي د زیارکښانو رایه غلا کړي او خپله واکمني وچلوي. په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د خلکو د هڅونې لپاره د یوناما او د نورو انتخاباتي کمیسیونونو او بنسټونو وروستی بی کچه اعلانات  ښکاره کوي چې زیارکښان له دې انتخاباتو سره هیڅ لیوالتیا نلري. همدا  هم دی چې بیلابیل بنسټونه د بهرنیو ستمګرو په پیسو خلک هڅوي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي. په داسې حال کې چې خلک نه غواړي په انتخاباتو کې ګډون وکړي او د امریکا سفارت او نور سفارتونه میلیونونه ډالره لګوي چې خلک رای ورکونې ته وهڅوي، په ورته وخت کې ځینې کسان له بیوزلو زیارکښانو غواړي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دی رایه نه اچوي خو په ولایتي شوراګانو کې د رایه وکاروي. دا که د دې کسانو سیاسي ساده توب ښکاره نکړي، نو بی له شکه د ستمګرو بنسټونو او سفارتونو سره د هغوې د پروژې یووالی ښکاره کوي. ځکه دوی هغه زیارکښان چې علاقه نلري په انتخاباتو کې ګډون وکړي، هڅوي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي او په دې ډول د ستمګرو سره مرسته کوي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر