کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۳ فروردین ۹, شنبه

په هرات کې د اویا بیوزلو کډوالو مړینه د ظالمانه وضعیت ښکارندوی



سعادت «ښارګوټی» چې د هرات ښار په دیرش کیلومترۍ کې موقعیت لري، د بیوزلو او ناچارو زیارکښانو د مړینې په ښارګوتي بدل شوی دی. په دې ښارګوټي کې د غور او بادغیس ولایتونو کډوال ژوند کوي. دا بیوزله زیارکښان د بادغیسي او غوری ستمګرو قوماندانانو او فقر له امله هرات ته راغلی څو ژوندي پاتی شي او اولادونه یې د بلوسګرۍ او ستم قربانیان نشي.

خو هرات د دې زیارکښانو لپاره د هوساینی کور کیدلی نشي. ځکه هرات د نورو ولایتونو په شان په ستم او ظلم او جنایت کې ډوب دی. د دې ښار بیوزله کډوال وایي چې په تیرو دری میاشتو کې ۷۰ تنه د یخنی او ولږۍ له امله مړه شوي دي. په دې اویا تنو کې ۵۰ ماشومان او ۲۰ نور ښځې او نارینه دي. دا تنګلاسي او بیوزله کډوال وايي که غم یې ونخوړل شي، نو په دې په اصطلاح ښارګوټي کې به د کډوالو د مړینې شمیره سیوا شي.

په تیرو دریو میاشتو کې په یوه «ښارګوټي» کې د اویا تنو مړینه، په ښه توګه د افغانستان د اوسني ستمګرانه وضعیت ښکارندوی کوي. ښکاره کوي چې زیارکښان په داسې یو نظام کې چې د بهرنیو ستمګرو په مټ چلیږي څومره دردمن ژوند لري، له دې پرته تمه لرل یوازې د احمقانو او شوده ګانو له عقل سره برابریږي. 

دا وخت افغانستان د نورو جرایمو او جنایتونو تر څنګ د زیارکښانو لپاره د کډوالۍ کور ګرځیدلی دی. په زرګونه زیارکښان او بیوزله کورنۍ د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د کډوالی دردمنی ورځې تیروي. د بهرنیانو ظلم، د ځايي جهادی قوماندانانو ستم، د طالبانو ځورول، د اربیکو لوټل، د پولیسو غلا او شوکمارۍ، بیوزلی، ناداري او وزګارتیا ټول سبب شوي چې زیارکښان خپل کورونه او کلي پریږدي او لویو ښارونو ته پناه ویسي. خو په لویو ښارونو کې چیری چې لوټماران واکمن دي، دوې ابدا د نیمکرغۍ او هوساینې په لاره ګام وهلی نشي.

سوالګري، دربدري، ځورول، مړینه، ولږه، ناروغتیا او سپکاوی هغه څه دي چې په لویو ښارونو کې د دې بیوزلو انسانانو انتظار کاږي. استعماري جګړه له وحشت او جنایت پرته بله پایله نلري. په وحشیانه او استعماري جګړو کې شتمن لا بډایه کیږي او بیوزلي لا بیوزله کیږي، نو  تر هغه چې دا جګړه دوام ولري او لوټماران د واکمنۍ پر ګدۍ ناست وی، بیوزلي له دربدرۍ پرته ښه ورځ لیدلی نشي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر