کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۷ فروردین ۱۸, شنبه

افغانان د وسله والې او رواني جګړې په اور کې


د افغانستان د زیارکښانو ټولنیز انجمن (د اکمل لیکنه)


که چیرې نړیوالې پیښې او د افغانستان پراخېدونکې جګړه له نږدې څخه وڅېړو نو دا په ډاګه کېږي چې مونږ په رښتیا د یوې ډېرې ورانوونکي او سترې جګړې په لور روان یو. د پاکستان او ایران څخه نیولې تر امریکې او روسیې پورې ټولې خواوې په بیانیو کې داسې څرګندوي چې افغانستان د ابرقدرتونو د جګړې په میدان د بدلېدو په حال کې دی. د ملګرو ملتونو دفتر خو یوازې د افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه راپورونه خپروي او سپکې نیوکې او غندنې کوي او بس. 

د پژواک خبري اژانس د رپوټ له مخې یوازې په مارچ میاشت کې ۱۰۸۰ تنه افغانان وژل شوي دي. له بلې خوا بي بي سي راپور ورکوي چې د افغانستان د خاورې تر نیمايي زیاته برخه د طالبانو تر ولکې لاندې ده. د دې ترڅنګ په دې ورځو کې پر کونړ او سرحدي ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونه تر هر بل وخت شدید شوي دي. د پاکستان جاسوسان په کابل کې په ښکاره ډول د دې هېواد پلوي او د افغانستان د ګټو په خلاف څرګندونې کوي. د امریکې د امنیتي کمیټې مشر بیا هم ویلي دي چې د ۲۰۱۸ کال به د دې جګړه ځپلي هېواد لپاره یو لاګواښمن کال وي. 

دا ټول نه ردیدونکي واقعیتونه په غوڅ ډول بیانوي چې په نړیواله کچه د افغانستان کوم حقیقي مدافع او د خلکو پر وضعیت زړه سوځوونکې خوا شتون نه لري، بلکې دا مسوولیت یوازې پر مترقی افغانانو پاتې شوی چې د خپل ښه والي لپاره په خپله غږ اوچت کړي.  

په افغانستان کې هره ورځ په لسګونو ناخوالې او زړه بوږنوونکې پیښې اوریدل کېږي چې د خلکو اذهان اندیښمن کوي. دا هغه واقعیتونه دي چې د وسله والې جګړې ترڅنګ د رواني جګړې د دودولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي. له بده مرغه مونږ ټول شاهدان یو چې زمونږ شاوخوا ملګري او ځوانان په کلکه د دغه رواني جګړې او تبلیغاتو تر اغېزې لاندې راغلي دي او دا هم مونږ ته څرګنده ده چې څومره یې د هغوی روشنفکرانه او ترقي پلوه افکار منحرف کړي دي. 

د پوهنتون زده کړیال یا یو کارکوونکی په هغه کچه چې باید زده کړه یا فعالیت وکړي، د رواني جګړې له امله شاته پاتې دي. همدا ناهیلي ده چې ځوانان د اوضاع په اړه د پوهې زیاتوالي لپاره شخصي لوست نه کوي. 

زمونږ هېوادوالو ته په کاره ده چې لږ تر لږه د فیسبوک یا انټرنیټي امکاناتو څخه په داسې بڼه ګټه واخلي چې اړین سیاسي موضوعات او مقالې مطالعه او د روانې جګړې حقیقي اړخونه درک او په اړه یې تحلیل وکړي. څومره چې ځوانان له مطالعې څخه لېرې وي هومره د خپلو هېوادوالو له دردوونکي او حقیقي وضعیت څخه بې خبره پاتې کېږي. 

دا چې افغانان د لیک لوست څخه بې برخې، د رښتیني موضوعاتو څخه بې خبره او په خپل منځو کې د قومي او ژبنیزو مسایلو په سر لګیا شوي دي، دا ټوله توطیه او پلان شوې دسیسه ده. دا کومه طبیعي او غیر عمدي پروسه نه ده. همدا لامل دی چې د دومره وحشت او ظلم سره سره، د افغانانو وینه په جوش نه راځي. زمونږ وجدان یې وژلی دی. خو ټول داسې نه دي. یو محدوده شمېر ځوانان لګیا دي یو څه لیکي او نورو سره یې شریکوي.

دا رواني جګړه د همدغو ځوانانو په زیار سره لږ څه جبرانه شوې ده. دا رواني جګړه تر یوه بریده د دې لپاره طرحه شوې چې له هېواد څخه رسیدلي او تکړه روښن اندي وتښتي. بل هېواد ته ولاړ شي او دا میدان یوازې د نالوستو کروندګرو، صنعتګرو او غیر علمي ډلو ته پاتې شي څو ورباندې په خپلې خوښې حکمراني وکړي. دا د سرمایه دارۍ نظام یوه موخه جوړوي، چې د غوړیدا څخه مخکې خپلواکه ملتپاله ځوان ځواک وځپي او د سرمایه دارۍ څرخ په حرکت راوړي. 

د ویلو وړ ده چې د روانو کړکیچونو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان فکري ځواک د نظامي ځواک څخه کم نه دی او د شته پرمختللو رسنیزو امکاناتو په مرسته کولای شي چې ډېر منفي، منحرف او بی خبره ذهنونه په سمه لار راوړي. مونږ په رښتیا په یوه ډېر حساس پړاو کې قرار لرو، چې پکې چوپتیا خیانت ګڼل کېدای شي. مونږ ته په کاره ده چې له فیسبوک، انټرنیټ او داسې نورو تکنالوژیکي امکاناتو څخه د غربي ځوانانو په شان نه، بلکې د رښتیني افغان په څېر چې د اور په لمبو کې سوځي، ګټه پورته کړو.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر