ستمګران تل هڅه کوي چې زیارکښان په بیلابیلو
ډولونو تهدید کړي. له وژلو څخه تر اسارته پورې، له بردګۍ څخه تر تاوتریخوالي او
ډبولو پورې، له کنځلو څخه د بدن غړي غوڅولو پورې او داسې نور تهدیدونه تل د
زیارکښانو په وړاندې موجود دي. دا ګواښونه او تهدیدونه په ټولیزه توګه په دوو موخو
تر سره کیږي:د ستمګرانو لپاره د لا لوټنې زمینه برابرول او د زیارکښانو د مقاومت
ځپل.
د افغانستان زیارکښه میرمنې هغه بیوزلی میرمنی
دي چې د مختلفو ستمونو لاندې ژوند کوي. دا بیوزله میرمنې د امریکا او ناټويي سرتیرو
لخوا په بیرحمۍ بمباري کیږي، ټوپکسالاره تنظیمی وحشيان ورباندې جنسی تیری کوي او
طالبان هم د خپلو فاشیستي سیاستونو سره سم
د هغوې ژوند له حیواناتو سره برابر کړی دی. د دې تر څنګ ځینې نارینه هم خپل
نارینتوب پر ښځو په بیرحمانه ستم کولو کې ویني!!
د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون په دې وروستیو
کې راپور ورکړی چې د روان لمریز هجری کال په لومړیو دری میاشتو کې د ښځو په وړاندې
د تاوتریخوالي د بیلابیلو ډولونو ۱۵۰۰ مورده ثبت شوي دي. تیر کال د ښځو په وړاندې
د تاوتریخوالي ۵۰۰۰ مورده ثبت شوي وو.
دا شمیرې که څه هم له اصلي شمیرو سره ډیر تفاوت
لري او د بیوزلو میرمنو په وړاندې د ستم او تاوتریخوالي کچه د دې څو چنده ده، خو
دا شمیرې هم ښکاره کوي چې د امریکا په خونړۍ دموکراسۍ کې دا میرمنی او ماشومان دي
چې د نورو په پرتله غم لړلی او دردمن ژوند تیروي او په بیرحمه توګه ځپل کیږي.
زیارکښه ښځې لکه د نورو زیارکښانو په شان هغه
ځواک دی که چیرې په یو رښتیني او ژمن بنسټ او نهاد کې سره راغونډ شي او د یو مخکښه
دموکراتیک سیاست سره مبارزه او تلاش وکړي، نه یوازې دا چې پر خپلو مټو د ډول ډول
ستمونو ځنځیرونه ماتولی شي، بلکې کولای شي نور زیارکښان هم د استعماری او استثماري
ستم څخه وژغوري.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر