کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۴ فروردین ۷, جمعه

بیکاري او بیوزلي د ښکیلاک ناورینونه




هر هغه هیواد چې د خارجي ستمګرانو لخوا تر یرغل لاندې راشي، هلته د زیارکښانو د وژلو تر څنګ د بیوزلۍ او بیکارۍ ناورین هم رامنځته کیږي. سره له دې چې د ستمګرانو نړیواله سازمانونه ادعا کوي چې افغانستان په تیرو دیارلسو کلونو کې ښه اقتصادي پرمختګ کړی دی، خو د خارجي ستمګرانو له ملاتړ څخه برخمن دولت چې د سرمایه دارنو او لوټمارانو دولت دی، په وروستیو شمیرو کې په ښکاره توګه د بیکارۍ زیاتوالي  ته اشاره کوي.

د معلولینو  او شهیدانو او د ټولنیز چارو وزارت مرستیال حسام الدین همراه د غبرګولي په شپاړسمه نیټه وویل چې په هیواد  کې د بیکارۍ نرخ ۱۶ فیصده زیات شوی او دا ګړۍ په ټول هیواد کې ۴.۵ میلیونه انسانان بیکاره دي. دا شمیرې په ښکاره توګه هغه ناورین ته اشاره کوي چې د ښکیلاک په  پایله کې رامنځ ته شوی دی. ښکیلاک د وژنې او بربادۍ تر څنګ د بیوزلۍ او بیکارۍ اصلي لامل دی، په تیره بیا چې دننه په هیواد کې داسې یو دولت د بهرنیانو په مرسته وچلیږي چې د سرمایه دارانو او لوټمارو اربابانو او تاجرانو په خدمت کې وي.

وزګارتیا او بیکاري لامل کیږي چې ښکیلاکګران او د هغه کورنۍ دوست دولت، ځوانان په ارزانه بیه د جګړۍ، جاسوسی او نورو ښکیلاکي کارونو لپاره استخدام کړي. بیکاري لامل کیږي چې بیوزلي زیاته شي او دا بیوزلي د دې لامل کیږي چې د نورو ستمونو او جنایتونو تر څنګ د فقر او نیستۍ له امله جنایت هم سیوا شي. 

د ښکیلاکګرانو تاریخ په ټوله نړۍ کې ښودلی ده چې هیڅکله هوساینه، رفاه او آزادۍ نشي راوستلی. په ښکیلاک کې زیارکښان اصلي قربانیان دي. همدا اوس افغانستان د همدې قربانۍ یوه ښه بیلګه ګڼل کیږي. له هغه ورځ چې په افغانستان کې د پخواني او اوسني ښکیلاک لړۍ شروع شوی ده، د افغانستان زیارکښانو ښه ورځ نه ده لیدلی. د دې محرومو طبقاتو ورځنې ژوند د مرګ، ټپ، اسارت، بربادۍ، بیوزلي، فقر او بیکارۍ سره تړل شوی دی. زیارکښان یوازې او یوازې هغه ورځ د هوساینې مخ لیدلی شي چې نه ښکیلاک وی او نه زبیښاک او دا ستره بریا یوازې او یوازې د زیارکښانو په مټ تر لاسه کیدلی شي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر