کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۴ فروردین ۷, جمعه

بهرنی تیری او د زیارکښو ماشومانو تریخ او رنځیدلی ژوند




افغانستان د ماشومانو لپاره د کړاونو او رنځونو ټاټوبی دی. دلته میلیونونه ماشومان یا د بردګۍ ژوند تیروي، یا په ستونزمو کارونو بوخت دي، یا سوالګري کوي، یا په بمباریو او انتحار کې وژل کیږي او یا هم د مافیايي بانډونو لخوا تښتول کیږي او قاچاقیږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مرستیال په وینا، دا وخت په افغانستان کې نژدې ۲ میلیونونه ماشومان په ستونزمنو کارونو بوخت دي او په زرګونه نور د خښتو په بټیو کې د بردګانو په څیر ژوند تیروي. د دې تر څنګ په ۲۰۱۳ کال کې نژدې ۵۰۰ ماشومان په افغانستان کې د ماینونو له امله مړه شوي دي چې په نړۍ کې تر ټولو لویه کچه جوړوي. په ورته کال کې، د افغانستان وروسته په کلمبیا او بیا په سوریه کې ډیری ماشومان د ماینونو له امله وژل شوي دي. 

د بهرنيو سرتیرو د یرغل وروسته، افغانستان د ماشومانو لپاره د وژلو او ستونزو په ډګر بدل شوی دی. طالبان ماشومان په انتحار کې وژني، بهرني یرغلګر یې په بمباریو کې وژني، ستمګره تنظیم لرونکي ټوپکوال ‌آن په دری کلنې ماشومې له جنسي تیري ډډه نکوي، پانګوال د هغوې څخه د ارزانه کارګرانو او مرییانو په توګه ناوړه ګټه پورته کوي، پړسیدلي چارواکي د دوې حق خوري او د بډایانو او لوټمارانو پلوي دولت دوې ته د انسان په سترګه نګوري.

آمنه افضلي د کار او ټولنیزو چارو وزارت د قوس په دویمه ورځ وویل چې دا وخت په افغانستان کې شپږ نیم میلیونه ماشومان زیانمن کیدونکي دي چې له دې شمیرې څخه دمګړۍ دری میلیونه یې د جدي زیانونو او خطرونو سره مخامخ دي. د ۲۰۰۸ کال د شمیرو له مخې نژدې دوه میلیونه ماشومان کارګران دي چې له جملې څخه یې ۱،۲ میلیونه ماشومان د پانګوالو او لوټمارو په کارونو کې استخدام شوي او ربړونکي کارونه تر سره کوي. د دې تر څنګ  ۶۰،۵ فیصده ماشومان د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي، ۳۳،۷ سلنه ماشومان د وزن له کموالي سره او ۴۱ سلنه د لنډې ونې له ستونزې سره مخ دي.
دا ماشومان څوک دي او ولې قرباني کیږي؟ دا ماشومان د زیارکښو طبقو له کورنیو څخه راځي. دا هغه بیوزله او زیارکښه ماشومان دي چې د ستم او بلوس او زبیښاک او ښکیلاک لاندې ژوند کوي. دا هغه فقیر او ناداره او خواري کښه ماشومان دي چې پلرونه یې د بهرنیو او کورنیو ستمګرو لخوا وژل شوي دي. دوې د دې لپاره قرباني کیږي چې زیارکښان دي، د دې لپاره قرباني کیږي چې بیوزله دي، د دې لپاره قرباني  کیږي چې نیستمن دي، د دې لپاره قرباني کیږي چې زیارکښه طبقې لا تر  اوسه پورې پیوستون او یووالی نلري.

زیارکښان، میرمنې او ماشومان او نور زیارکښان نه د بهرنیو ستمګرو، نه د کورنیو لوټمارو او نه د اینجويي دلالانو او لوټمارو په مټ له دې ستمونو ځانونه ژغورلی شي، د ژغورنې او خلاصون لاره یوازې او یوازې د زیارکښانو په پیوستون او یووالي کې ده چې د هر ډول ستم، که ښکیلاک وي او که زبیښاک، په وړاندې ودریږي او برابرۍ ته ورسیږي. تر هغه چې بهرنۍ یرغل واکمن وي، ماشومان او په ټولیزه توګه زیارکښان ښه ورځ لیدلی نشي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر