افغانستان د زیارکښانو په قتلګاه بدل
شوی. دلته هره ورځ لسګونه زیارکښان یا مري یا ټپي کیږي. په دې منځ کې تر ټولو ډیر
جنایت د ماشومانو په وړاندې تر سره کیږي. افغانستان دمګړۍ د ماشومانو لپاره هیواد
نه بلکې قتلګاه ګڼل کیږي. دا ماشومان د کوم بډایه، پانګوال، تاجر، سوداګر، ارباب
او خان او د لوړپوړو دولتوالو ماشومان او اولادونه نه دي، بلکې د زیارکښانو یعنی د
کارګرانو، دهقانانو او د نورو زیارکښو انسانانو ماشومان دي چې په بیرحمۍ وژل کیږي
او ټپي کیږي.
د ملګرو ملتونو نوی رپوټ ښکاره کوي چې
په روان میلادی کال يعنې په شپږو میاشتو کې ۵۴۵ ماشومان د افغانستان په بیرحمانه
جګړه کې وژل شوي او ۱۱۴۹ نور یې ټپیان شوي دي. دا ټول د زیارکښانو ماشومان دي چې
یا د امریکا او ناټو په بمبارۍ کې وژل شوي یا هم د طالبانو په جګړو، ماینونو او
انتحارونو کې او یا هم د دولت د وسله والو او طالبانو تر منځ د جګړې پر مهال وژل
شوي او ټپي شوي دي.
بنجامین کلارک د یوناما استازي په
مزار شریف ښار کې ویلي دي چې په شمالي ولایتونو کې د ماشومانو د وژلو او ټپي کیدو
کچه زیاته شوی ده. د دې سازمان د رپوټ په اساس په شمالي ولایتونو کې د ماشومانو د
وژلو کچه د تیرو کلونو په پرتله ۳۰ فیصده ډیره شوی ده او همدا هم دی چې د ملګرو
ملتونو سازمان هم نشي کولای چې پټ کړي چې د افغانستان د جګړې لوی قیمت د زیارکښانو
ماشومانو ورکوي.
پورته شمیرې په څرګند ډول ښکاره کوي چې افغانستان د
ماشومانو لپاره هیواد نه بلکې قتلګاه ده. په شپږو میاشتو کې د ۵۴۵ ماشومان وژل،
یعنې په اوسط ډول هره ورځ د درې ماشومانو وژل که د ماشومانو لپاره د قتلګاه حیثیت
نلري نو څه کیدای شي. دا ټول ماشومان چې وژل کیږي د هغه بیوزله دهقان، کارګر،
معلم، نجار، خیاط او نورو زیارکښانو ماشومان دي چې وینه تویول یې نه امریکاییانو
او ناټویانو ته ارزښت لري او نه هم طالبانو او نورو کورنیو وسله والو ستمګرو ته.
مونږ زیارکښان دنده لرو چې د خپلو
ماشومانو د وژلو او ټپی کیدلو مخه ونیسو او هیڅ ظالم او ستمګر، که خارجي وي او که
داخلي، پرې نه ږدو چې زمونږ د بیوزله ماشومانو وینه د خپلو ناوړو مقاصدو لپاره
تویه کړي. مونږ زیارکښان دنده لرو چې د خپلو ماشومانو د اسارت، شکنجې، بردګۍ،
کارګرۍ، سوالګرۍ او نورو دربدریو مخه ونیسو او هیڅ لوټمار، چپاولګر، غل، ستمګر او
خاین ته اجازه ورنکړو چې د زیارکښو طبقو ماشومان وځپي، وځوروي او دا هیواد ورته
قتلګاه او اسارتګاه جوړه کړي. دا دنده یوازې او یوازې د ټولو زیارکښانو په پیوستون
او یووالي تر سره کیدای شي، هغه پیوستون او یووالی چې د بهرنۍ ستم کړۍ ماته
کړي او د کورني ستم څخه هم نجات پیدا کړي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر