له هغه ورځ چې د امریکا خونړۍ تیری پیل شوی، د هره ورځ
په تیریدو د زیارکښانو د وژلو شمیره هم ډیریږي. امریکا، ناټو، طالبان او کورني
وسله واله لوټمار په ګډه د زیارکښانو وینه تویوي او په دې توګه خپله دښمنې د
زیارکښو طبقاتو سره ښکاره کوي.
نن د چنګاښ په
اتلسمه، د ملګرو ملتونو د سازمان بشري څانګې اعلان وکړ چې د تیرو شپږو میاشتو په
پرتله د روان میلادي کال په شپږو میاشتو کې د ملکی (زیارکښانو) قربانیانو په کچه
کې ۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د ملګرو
ملتونو د راپور له مخې په یاده موده کې ۱۵۶۴ کسان وژل شوي او ۳۲۸۹ نور یې ټپیان شوي دي. د یادونې وړ ده
چې دا شمیرې په هیڅ توګه رښتني شمیرې نه دي، ځکه افغانستان د زیارکښانو قتلګاه ده
او ښکاره ده چې د زیارکښانو د وژلو کچه د دې شمیرو څو څو برابره زیاته ده.
خو همدا خپرې شوې شمیرې هم په ښکاره توګه په دې خونړۍ
قتلګاه کې د زیارکښانو د بیرحمانه وژلو او قرباني کولو جنایت څرګندوي. دلته په دې
قتلګاه کې هره ورځ لسګونه زیارکښان یا وژل کیږی او یا هم د جنایت لړلی جګړې قرباني
کیږي. کارګران، بزګران، ښوونکي، خیاطان، داکتران، انجنیران، ټیټ رتبه مامورین او
نور زیارکښان په بیلابیلو نومونو او د بیلابیلو دښمنانو لخوا په بیرحمۍ وژل کیږي.
تیری، ښکیلاک، اسارت او د بهرنیو ستمګرو جنایتونه سبب
کیږي چې زیارکښان دوزخې ژوند تجربه کړي. ښکیلاکګران د نورو هیوادونو د نیولو لپاره
بیلابیلې پلمې جوړوي، چې بیلګه یې زمونږ په هیواد کې د «تروریزم ضد جګړه» او «له
بشري حقونو څخه د دفاع» پلمه ده، هغه پلمه چې باید د کورنیو نوکرانو په مرسته عملي
شي. له همدې امله که د ملګرو ملتونو سازمان هر څومره هم کوښښ وکړي چې د زیارکښانو
وژنه په بیلابیلو ډلو وویشي، څو د بهرنیو ستمګرو د جنایت کچه کمه ښکاره کړي، خو مونږ
زیارکښان دا جګړه یوه خونړۍ او په جنایت لړلۍ جګړه ګڼو چې ټولې ښکیلې خوا یې د
بهرنیو ستمګرو د ستراتیژیک هدف په خدمت کې دي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر