د کډوالو لپاره د
ملګرو ملتونو سازمان عالي کمشنرۍ په خپل کلني راپور کې ویلي دي چې د دویمې نړيوالې
جګړې راپدیخوا څه باندې ۵۱ میلیونه خلک له خپلو هیوادونو او کورونو څخه د کډوالۍ
ژوند ته مخه کړی ده. دا خلک څوک دي او ولې یې د کډوالۍ ژوند پیل کړی دی؟
د ملګرو ملتونو د
کډوالو د عالي کمشنرۍ د راپور له مخې ویل کیږي چې دا میلیونونه انسانان د جګړو او
کړکیچونو له امله کډوالۍ ته مجبوره شوي دي. دا میلیونونه انسانان هغه زیارکښه
انسانان دي چې د پانګوالو او لوټمارو تر بیلابیلو ستمونو لاندې راغلي دي او ورته له
تیښتې او کډوالې پرته بله لاره نه ده پاتې شوی.
د دویمې نړیوالې
جګړې راپدیخوا د مهاجرینو او کډوالو زیاتیدنه، په ښه توګه ښکاره کوي چې د
زیارکښانو ژوند د هرې ورځ په تیریدو له نویو ګواښونو او رنځونو سره مخامخ شوی او
لا د رنځونو ډکې ورځې د زیارکښانو مخې ته پر اتې دي.
پانګوالان او
سرمایه داران د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره پر هیوادونو تیری کوي او د هیڅ ډول ستم
او جنایت څخه ډډه نکوي. کله پانګوالان په مستقیمه توګه تیری کوي او کله هم له خپلو
لاسپوڅو نوکرانو څخه د وسیلې په توګه کار اخلي. په دې وروستیو کلونو کې پر
افغانستان، د پاکستان پر قبایلي سیمو، عراق، لیبیا، مالي، سوماليا، سوریه او ...
هیوادونو باندې یا خونړي پانګوالو په خپله نیغ په نیغه برید کړی یا یې هم د خپلو
چوپړیانو او نوکرانو له لارې جنایت تیز کړی چې دا د وژنې، لوټمارۍ او کډوالی لامل
شوي دي.
افغانستان هغه
ستمځپلی هیواد دی چې څه باندې درې لسیزې کیږي چې زیارکښان یې د کډوالۍ رنځمن ژوند
تیروي. همدا اوس نژدې ۵ میلیونه زیارکښه افغانان په بیلابیلو هیوادونو کې د کډوالو
په توګه ژوند کوي. بهرنی یرغل، کورنۍ بیرحمانه جګړې، د امریکاییانو او ناټويي
سرتیرو بمبارۍ، د طالبانو انتحار، د تنظیمي ټوپکمارو جنایتونه د دې سبب شوی چې د
کډوالۍ لړي لا تیزه شي، حتی تر دې پورې چې یوازې په یوه کال کې ۵۰ زره افغانانو
ترجیح ورکړی چې په بیلابیلو لارو موندنې سره له هیواده ووځي.
تر هغه چې ستم،
جنایت، تیری، یرغل، لوټماري او بربریت وي، د کډوالۍ مخه نه نیولی کیږي، تر هغه چې
ښکیلاک وي او وژنه وي، تر هغه چې زبیښاک وي او چپاول وي، زیارکښان به د کډوالۍ
ژوند تیروي. کډوالي یوازې هغه وخت له منځه
ځي چې نه ستم وي، نه جنایت، نه ښکیلاک او نه زبیښاک.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر