لوټمار، ستمګر، یرغلګر او د زیارکښانو دښمنان
خپل کلتوري ډګر لري او د دغه ډګر څخه د زیارکښانو په ضد پروپاګنډ کوي. ستمګران تل
هڅه کوي چې د زیاتو پیسو په لګولو سره د کلتور او فرهنګ په بیلابیلو برخو کې پانګه
اچونه وکړي چې هدف یې د ستمګرانه سیاستونو ترویج او د زیارکښانو دوکه کول دي.
نړیوال ستمګران هر کال په میلیاردونو ډالره د
بیلابیلو رسنیو د فعالولو لپاره لګوي چې ځینې یې په مستقیمه توګه په خپله چلوي او
ځینې یې د خپلو سیمه ایزو او محلي نوکرانو او چوپړانو لخوا مدیریت کوي. د دې ټولو
رسنیو هدف او موخه د لوټمارو او ستمګرو د ګټو خوندیتوب دی.
دا وخت چې افغانستان د بهرنیو ستمګرو تر تیرې
لاندې دی او پانګواله لوټماران، چپاولګره خانان او ملکان او نور ستمګران دننه په
افغانستان کې د بهرنیو وسله والو په زور واک چلوي، په ورته وخت کې دې غلامانو ته په
کلتوري برخه کې هم پیسې ورکوي چې دا وخت لسګونه تلویزیونونه، راډیوګانې، ورځپاڼې، خبري آژانسونه، اونیزې، وب پاڼې او ... د دې
ستمګرو په خدمت او د زیارکښانو په ضد خپرونې کوي.
په داسې
یو زهرجنی فضا کې، د هغو رسنیو سخته اړتیا لیدل کیږي چې د زیارکښانو د ګټو د
کلتوري ډګر په توګه کار وکړي. «رزمندګان» وب پاڼه یو له دې کلتوري ډګرونو څخه ده
چې دوه کاله وړاندې د زیارکښو طبقو د ګټو د خوندیتوب تر څنګ د ښکیلاک او زبیښاک په
ضد یې خپل نشرات پیل کړل.
«رزمندګان» وب پاڼه د خپلواکۍ ډګر د فرهنګې جبهې یو ځلانده ستوری دی.
دې وب پاڼې په تیرو دوو کلونو کې د بهرنیو ستمګرو او یرغلګرو او د هغوې د کورنیو
نوکرانو تر څنګ، د تنظیمی چپاولګرو، د فاشیستو طالبانو او نورو هیواد پلورونکو
جاسوسانو په ضد په کلکه او قاطع ډول مبارزه کړی او د خپل وس او توان تر کچه یې د
زیارکښانو څخه دفاع کړی او د دردونو او هیلو هنداره یې پاتی شوی.
د افغانستان د زیارکښانو ټولنیز انجمن ویاړي چې په
داسې یوه زهرجنه فضا کې چې ډیری رسنۍ د خپلواکۍ ضد، د زیارکښو ضد او د ستمګرو په
ګټه خپرونې کوي، د «رزمندګان» ویب پاڼه د زیارکښانو د ملاتړي په توګه خپرونې کوي
او د هیواد له خپلواکۍ څخه په کلکه ننګه کوي. مونږ د دې پرتمینې ویب پاڼې له
چلوونکو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې تر دم ګړۍ یې د افغانستان د زیارکښانو
ټولنیز انجمن لیکنې، مقالې او اعلامیې خپرې کړي دي.
د افغانستان د زیارکښانو ټولنیز انجمن د دې تر
څنګ چې د «رزمندګان» ویب پاڼې چلوونکو، لوستونکو او نورو لیوالو مبارزینو ته د دې
ویب پاڼې د دریم کال د پیل له امله مبارکي وايي، د دې پاڼې د ټولو لیکوالو قلم د
خپلواکۍ، آزادي او برابرۍ لپاره لا ځلانده غواړي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر