آیا د مارچ اتمه
د ټولو ښځو ورځ ده؟ آیا د مارچ اتمه د دې لپاره تجلیلوو چې ګویا ښځې میندې او
خویندې او میرمنې دي؟ آیا دا ورځ د شتمنو او بیوزلو، د مفتخورو او کارګرو او
زیارکښو، د ستمګرو او ستمځپلو ښځو ورځ ده؟ ولی ځینې نهادونه او بنسټونه کوښښ کوي
چې دا ورځ په یوه عامه او مسخره ورځ بدله کړي؟
د مارچ اتمه د
ټولو ښځو ورځ نه ده. دا د کارګرو او زیارکښو ښځو ورځ ده. زیارکښان دا ورځ د دې
لپاره نه تجلیلوي چې ګویا ښځه مور، خور او میرمن ده، بلکې له دې لپاره یې لمانځي
چې دا ورځ د کارګرو او زیارکښو ښځو ورځ ده. دا د زیارکښو او کارګرو ښځو د یووالي
او پیوستون ورځ ده، هغه پیوستون چې د
ستمونو څخه د ژغورنې لپاره د ښځو مبارزې ته لور ورکوي.
د مارچ اتمه د
شتمنو او مفتخورو او ستمګرو ښځو ورځ نه ده. دا ویاړلی ورځ د مدني ټولنو د نانځکو
ورځ نه ده چې له ستمګرو سفارتونو د افغانستان د زیارکښو ښځو په نامه ډالرې شکوي.
دا د هغو بیوزلو زیارکښو میرمنو ورځ ده چې د افغانستان د میرمنو لویه برخه جوړوي او اوس د یرغلګرو تیري کونکو د ستم تر څنګ د بیلابیلو بیرحمه زورواکو ستم او
د نارینه تر ستم لاندې ژوند کوي.
ستمګران چې د
زیارکښانو دښمنان دي هڅه کوي چې دا د کارګرو او زیارکښو ښځو ورځ په یوه عامه ورځ
بدله کړي او د همدې لپاره میلیونونه ډالره خپلو نوکرانو ته ورکوي چې دا ورځ په یوه
شنډه او بی مانا ورځ بدله کړي. ځکه چې ستمګران په دې ښه پوهیږي چې دا ورځ د کارګرو
میرمنو د پیوستون ورځ ده، هغه پیوستون چې د ستمګرانو په وړاندې د قاطع او کلکی
مبارزې سنګر جوړوي او د دې وحشي ستمګرو ماڼۍ ړنګولی شي.
په افغانستان کې
دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې
زیارکښه ښځې د بهرنیو ستمګرو د جنایتونو قرباني کیږي او هره ورځ ورباندې د جنسي
تیري یوه پیښه تیریږي. دا ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې لمانځل کيږي چې په
یو کال کې د ښځو په وړاندې څه باندې ۴۵۰۰ د تاوتریخوالی پیښې ثبت شوي دي. دا ورځ
په داسې حال کې لمانځل کیږي چې د زیارکښو ښځو پر کورونو بهرني ستمګران بمباري کوي
او بیا د خپلو مدني ټولنو نوکرانو او مزدورانو ته اینجوګانې جوړوي او پیسې ورکوي
چې د ښځو د حقونو چیغې ووهي.
د افغانستان د
زیارکښانو ټولنیز انجمن، د مارچ اتمه د ستمګرو او مفتخورو او د یرغلګرو او ارتجاعي
سفارتونو د نانځکو ورځ نه ګڼي، بلکې دا ورځ د زیارکښو ښځو د پیوستون ورځ ګڼي چې
باید د خپلې ژغورنې لپاره پر خپل مټ او توان حساب وکړي. زیارکښه ښځې باید د مارچ
اتمه ورځ د هغه کنیزو له ولکې وباسي چې دا وخت ورباندې په بیرحمۍ سوداګري کوي. د
مارچ اتمه د زیارکښو ښځو د پيوستون ورځ ده او باید د دې ورځ ارزښت په خپلې مبارزې
تلپاتی وساتي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر