کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۴ فروردین ۷, جمعه

کابل، د ستمگرانو واکمنتیا او د زیارکښانو قربانګاه




کابل چې دا وخت څه باندې ۵ میلیونه نفوس لري د زیارکښانو لپاره د قربانګاه حیثیت او بڼه لري. په دې پنځه میلیونو انسانانو کې ۹۵ فیصده انسانان هغه زیارکښه انسانان دي چې د ۵ فیصده لوټمارو او چپاولګرو ستمګرو لخوا تر بیلابیلو ستمونو لاندې ژوند کوي. دا ۵ فیصده لوټمار د بهرنیانو نوکران او چپاولګره سرمایه داران او سوداګران دي چې هم په خپله او هم یې کورنۍ او ان باډیګارډان یې پر بیوزلو کورنیو ستمونه کوي.

په دې ښار کې ستمګران له پوره واکه برخمن دي او هر ډول جنایت او ستم چې وکړي چرت یې هم خراب نه دی، خو دلته ستمځپلي هر ورځ لا ځپل کیږي، رنځیږي، کړیږي او د دربدرۍ ژوند تیروي. دولت چې د سرمایه دارانو او تاجرانو او خانانو او اربابانو حامي او ملاتړی دی، ظاهرا د هر ستمګر له جنایت وروسته د قانون خبرې کوي. خو زیارکښان په ښه توګه پوهیږي چې د اوسني واکمن دولت قوانین یوازې او یوازې د شتمنو په ګټه دي او زیارکښان او بیوزلي ته نه یوازې کومه ګټه نه رسیږي، بلکې د دې قوانین په چوکاټ کې لا ځپل کیږي.

په روانه اونۍ کې د کابل د دهمزنګ په سیمه کې یو زیارکښه موټرچلونکی په بیرحمۍ سره ووژل شو. په رسنیو کې راغلل چې د کاپیسا ولایت د وکیل باډیګارډانو د دې بیوزله ډریور موټر په خپل رینجر ډوله موټر ووهو او موټروان د ټپونو له وجه ژوند له لاسه ورکړ او بیوزله کورنۍ یې په ویر کښیناستله. له دې ستم څخه یوه اونۍ تیریږي، خو لا تر اوسه د پانګوالو او تاجرانو او خانانو د پارلمان وکیل په خوښۍ  ګرځي او دولت ورته څه ویلی نشي. له دې مخکې د کابل په کمپنۍ سیمه کې د یوه جهادي قوماندان وراره یو زیارکښه ډاکټر ووژو، هغه هم تر اوسه اوچته غاړه ګرځي او دولت ورته هتکړۍ په لاس نشي اچولی.

دا په کابل ښار کې د سلګونو ستمونو دوه بیلګی دي. دا ستمونه ښکاره کوي چې زمونږ پایتخت د ستمګرانو د واکمنتیا پلازمینه او د زیارکښانو او بیوزلو انسانانو قربانګاه ده. دا ستمونه ښکاره کوي چې اوسني قوانین د پانګوالو او تاجرانو او فیوډالانو په ګټه دي او همدا هم دی چې د هر جنایت وروسته دوی په آزاده ګرځي او زیارکښان لا ډاروي.خو په کراتو لیدل شوي دي چې یو بیوزله انسان د یو کوچنی کار لپاره په میاشتو میاشتو او کلونو کلونو د زندان شاته اچول شوی دی.
پر زیارکښانو به دا ستم تر هغه ادامه ومومي چې زیارکښان د خپل خلاصون لاره پیدا نکړي. هر زیارکښه انسان یوازې او یوازې هغه وخت له ستم، بردګۍ او جنایت څخه خلاصون مومي چې د نورو زیارکښو انسانانو سره په پیوستون او یووالي د خپل خلاصون لپاره حرکت پیل کړي، له دې پرته د ستم او جنایت څخه د خلاصون لپاره زیارکښان بله لاره نلري.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر