کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۴ فروردین ۷, جمعه

د پنجشیر د ځوریدلی او زیارکښه ولس ویر د ټولو زیارکښانو ویر دی




پنجشیر، د بیوزله زیارکښه انسانانو دردیدلی ټاټوبی؛ غمژن او ویرځپلی دی. په دې وروستیو کې د وارو د وریدو له امله، نژدې ۲۵۰ کسان په پنجشیر کې د وارو لاندې شول او په دردناکه توګه یې ژوند له لاسه ورکړ. دا ټول کسان بیوزله انسانان و، هغه زیارکښه او زحمتکشه  انسانان وو چې د لوټمارو لخوا په بیرحمۍ لوټل شوي وو. په دې قربانیانو کې ماشومان، ښځې، سپین سرې او سپین ږیرې شامل دي چې په خټینو کورونو کې ژوند کو.

د پنجشیر زیارکښه ولس د افغانستان د نورو زیارکښانو په شان په دربدرۍ، فقر او ستم کې ژوند کوي. د پنجشیر اکثره وګړي بیوزله، نادار، فقیر او ستمځپلي دي. دا زیارکښان د نورو زیارکښانو په شان د لوټمارو لخوا لوټل کیږي. په پنجشیر پورې اړوند لوټماران، ستم کوونکي، چپاولګران، د بهرنیو جنایتکارانو صمیمی دوستان د نورو چپاولګرو په څیر د قوم، سمت او ژبې په نامه زیارکښان تر ستم لاندې نیسي او د هغوې په نوم شتمنۍ او ثروت تر لاسه کوي او په ماڼیو کې ژوند کوي او همدا هم دی چې د طبیعت قهر دا ستمګرانو له ځان سره نه نابودوي.

که څه هم انسانان په سادګۍ نشي کولای چې د طبیعت د قهر مخه ونیسي، خو بیا هم په خپلو هڅو کولای شي د ژوندانه د چاپیریال په بدلون او تغییر سره، یو څه د طبیعت له قهره ځان بچ کړي. خو له هغه ځایه چې زمونږ په هیواد کې د پانګوالو او سرمایه دارانو، د لوټمارو فیوډالانو او د چپاولګرو تاجرانو داسی یو ملاتړ کوونکی دولت واکمن دی چې د بهرنیو ستمګرو مرسته له ځان سره لري، نو واضح خبره ده چې دا چاپیریال د زیارکښانو او بیوزلو کارګرانو، دهقانانو او نورو خواري کښو انسانانو لپاره بدلون موندلی نشي او همدا ده چې هر ځل د طبیعت د قهر قربانیان همدا زیارکښه او بیوزله ولس دی.

د افغانستان د زیارکښانو ټولنیز انجمن د دې تر څنګ چې د پنجشیر بیوزله ولس او کورنیو ته د دې زیارکښانو او بیوزلو د مړینې له امله ډاډګیرنه ورکوي، په دې باور دی چې د افغانستان ټول زیارکښان له ژبی، سیمې، قوم او توکم او مذهب پرته، د بیوزلو طبقو سره تړاو لري او یوازې او یوازې د پیوستون له لارې کولای شي خپل دردیدلی سرنوشت او برخلیک بدل کړي. د افغانستان د زیارکښانو ټولنیز انجمن د پنجشیر ولس تر څنګ د ټولو هغو بیوزلو او زیارکښو کورنیو په ویر او ماتم کې ځان شریک ګڼي چې د وروستۍ واورې د وریدنې له امله یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي. مونږ په دې باور یوو چې یوازې او یوازې هغه دولت چې د زیارکښانو په مټو رامنځته شي او افغانستان په یوه خپلواکه او آزاد هیواد بدل کړي، په هغه دولت کې نه یوازې دا چې بیوزله زیارکښان به د ډول ډول ستمونو څخه وژغورل شي، تر یوه حده به د ژوندانه د ښه او هوسا چاپیریال په رامنځ ته کیدو سره د طبیعت له قهر هم زیارکښان یو څه بچ شي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر