کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۴ فروردین ۷, جمعه

ښکیلاک، آر امتیا که د جنایت زیاتوالی؟



ځینې ډالر اخیستونکي ښکیلاک یو برکت بولي، په دې کې عمدتا د «مدني ټولنې» اجیران شامل دي. ځینې  سیاسي شوده ګان د طالبانو د ستم او جنایت له امله ښکیلاک یو برکت بولي او په هره خبره کې د ستمګرو منندوي له یاده نباسي، په دې منځ کې د نوکرانو خبره دومره ښکاره ده چې د یادولو ارزښت نلري، هغوې چې امریکايي او ناټويي ستمګران خپل اصلي اربابان ګڼي.
په دې جنایتون کې دومره د دموکراسۍ خبرې کیږي چې ته وايي ګواکی بی له هغه ساه نه اخیستل کیږي، خو پوښتنه دا ده چې په هغه هیواد کې چې ۴.۵ میلیونه انسان یې بیکاره وي، وږي وي او هره ورځ «دموکراتیک»بمونه او د طالبانو فاشیستي ستمونه په کې زیارکښان وژني ، آیا دموکراسي واقعا کومه مانا لرلی شي؟ هو، دموکراسي د سرمایه دارانو او لوټمارانو لپاره او استبداد او ستم د زیارکښانو لپاره!
که یوه ګړۍ پر هغو جنایتونو سترګۍ پټې کړو چې بهرنۍ ستمګران او طالبان او ټوپکواله تنظیمي لوټمار یې تر سره کوي، په داسې یوه پلازمینه کې چې یوازې د سرطان او اسد په میاشتو کې د ۵۴۲ جنایي پیښو شاهد وي او له امله یې د  ۷۸۲ کسانو لاس هتکړۍ شي، له دموکراسي څه چې د دموکراسۍ له کاریکاتوره هم غږیدل، یوی بیخوندې ټوکې ته پاتې کیږي.
د جنايي جرمونو آمر محمد فرید افضلي رسنیو ته ویلي دي چې د پورته دوو میاشتو په ترڅ کې د غلاوو ۱۲۸ لویې او وړې پیښې په کابل ښار کې تر سره شوي چې په تړاو یې ۱۸۳ کسان نیول شوي دي. آیا په هغه هیواد کې چې یوازې په پلازمینه کې د دوو میاشتو  په ترڅ کې ۱۲۸ غلاووې کیږي، د دموکراسي ډول وهل، عوامفریبي نه ده؟ دموکراسي د زیارکښانو لپاره هغه وخت مانا لرلی شي چې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره حیران نه وي او اړ نشي چې غلا وکړي.
بیوزلي د ښکیلاک د جنایتونو یوه برخه ده. هر چیرې چې بهرنۍ ستم وي، هلته جنايي جرمونه هم زیاتیږي. ځکه په ښکیلاکمینه کې يوه وړه فیصدي چې د پانګوالو او سوداګرو او فیوډالانو په نامه یادیږي، افسانوي شتمني تر لاسه کوي خو اکثریت خلک چې زیارکښان دي، لوټل کیږي، بیوزله کیږي، وزګاره کیږي، وژل کیږي او بالاخره اړ کیږي چې د ارزانه سرتیرو په شان د پانګوالو لپاره جنايي جرمونه تر سره کړي څو خپلې کورنۍ ته یوه مړی ډوډۍ ویسي. جرمونه هغه وخت پای مومي، چې ولږه نه وي!

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر