د شیرزاد لیکنه
د ۲۰۰۱ کال د
اکتوبر په اومه نیټه امریکايي ښکیلاکګرو زمونږ
پر هیواد تیری وکړ. که څه هم د زیارکښانو د ځورولو، وژلو، ګواښلو او لوټلو
لړۍ له لسیزو راپدیخوا روانه ده، خو د امریکايي ښکیلاک سره زمونږ بیوزله ولسونه د
خپل ژوند تر ټولو زورونکي ورځي تیروي.
په افغانستان
کې د امريکایی او کاپیتالیستي په اصطلاح دموکراسۍ چې د بمبار او وژنې سره مل ده، د
پلی کیدو یې دا دی شپاړلس کاله تیریږي، په دې شپاړلسو کلونو کې د ناورین کچه د هر
کال په تیریدو زیاتیږي. یو له دې ناورینونو څخه د زیارکښانو او بیوزله انسانانو
فقر او خوراکي توکو ته نه لاسرسی دی.
د کرهنې
وزارت په دې ورستیو کې اعلان وکړ چې نژدې ۴۰ سلنه د افغانستان خلک غذايي مصونیت
نلري. حال دا چې اشرف غني چې د شتمنو او لوټمارو اوسنی دولت رهبري کوي دا شمیره نه
مني او باور لري چې ۴۹ تر ۶۰ سلنه افغانان غذايی مصونیت نلري او هر شپه د افغانستان د وګړو ۱۵ سلنه بی له
ډوډۍ خوړولو بیده کیږي.
امريکايی
ښکیلاک او یرغل یوازې د یو کمې سلنې لپاره ګټور تمام شوی، دا سلنه فیوډالان،
اربابان، سرمایه داران، سوداګران، د مدني ټولنې لوړپوړي شوکمارانو، جګړه ماران او
لوټماران دي، نور ولسونه چې د زیارکښانو په ډله کې راځي ان د شپې خوړلو لپاره ډوډۍ
نلري او هره ورځ د فاشیستو طالبانو او داعشیانو، بیرحمه ظالمه امریکاییانو او
ناتویانوو او ستمګرو تنظیمي جګړه مارو او اینجو لرونکو شوکمارو لخوا لوټیږي، وژل
کیږي او په ویر او ماتم کښینول کیږي. دا ښکاره کوي چې امریکایي امپریالیزم او د
هغه چوپړیان او ګوډاګیان د خپل ذات له مخې، د زیارکښو طبقو دښمنان او د لوټمارو
بډایو طبقاتو دوستان او ملګري دي.
هغه ولس چې
خوراکي مصونیت ونلري او شپې د تش نس سره بیده شي او ونشو کړای یوه مړۍ ډوډۍ وخوري،
هغه به په هغه دموکراسۍ څه وکړي چې یوازې د زیارکښانو د دوکه کولو لپاره پلی کیږي.
زیارکښانو ته حقیقی دموکراسي هغه دموکراسي ده چې وکړای شي ډوډۍ ولري، کور
ولري او هوسایه ژوند وکړي. دا کار د
ښیکلاک او زبیښاک تر ستم لاندي ناممکن دی، زیارکښان یوازې هغه وخت کولای شي چې
هوسا ژوند ولري چې په خپله خپل سیاسي او اقتصادي برخلیک وټاکي او د ستم او ظلم هر
ډول ته د پای ټکی کیږدي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر