د سعیدالرحمن لیکنه
د افغانستان زیارکښه ښځي د دریو ستمونو لاندې ژوند کوي. د ښکیلاکګرانو ستم،
د پانګوالو او شتمنو ستم او د نارینه ستم. ښکیلاکي ستم څرنګه چې د زیارکښه نارینه
وو پر وړاندې جنایتونه کوي، همدا ډول د ښځو په وړاندې هم جنایت کوي، څرنګه چې
نارینه زیارکښان په بمباریو کې وژني نو ښځې هم وژني، څرنګه چې یو کلی ورانوي نو د
ښځو کور هم ورانوي، څرنګه چې نارینه وژني نو ښځې ورسره هم کونډه کوي او څرنګه چې
نارینه زیارکښ بیوزله کوي نو همدا ډول زیارکښې ښځې هم بیوزله کوي.
د دې تر څنګ پر ښځو د پانګوالو او شتمنو ستم هم تر سره کیږي. شتمن او
پانګوال هڅه کوي چې ښځو ته کم مزد ورکړي او یا داسې کارونو کې وګماري چې د هغوې د
انساني شخصیت او کرامت سره نه جوړیږي. پانګوال او شتمن هڅه کوي ښځو ته د کار په
چاپیریال کې اړینې اسانتیاوې برابرې نکړي. تر هغه چې لیدل شوی، پانګوال او شتمن
ښځې اکثراْ د اعلانونو لپاره کاروي یا هم په کلبونو کې د نڅا لپاره او یا هم
ورباندې د سکس سوداګري کوي.
لومړي ستم ته ملي ستم، دویم ستم ته طبقاتي ستم او دریم ستم ته چې د نارینه لخوا
پر ښځو کیږي، جنسیتي ستم وايي. دری واړه ستمونه ښځي او په ځانګړي توګه بیوزله او
زیارکښه ښځې د ربړونو او کړاونو سره مخامخ کړي دي. که څه هم دا وخت ملي ستم تر
نورو ستمونو پیاوړی دی او لاره یې دوه
نورو ستمونو ته پرانیستی ده، خو سره د دې هم شمیرې ښکاره کوي چې هر کال پر ښځو
باندې د نارینه وو ستم ډیریږي.
د ښځو چار د وزارت له شمیرو سره سم په روان کال کې د میرمنو ۱۶۰ قتلونه تر
سره شوي دي او یوازې په وروستیو دوه میاشتو کې ۲۳ قتله تر سره شوی چې په دې قتلونو
کې له ۲ کلنی انجلۍ څخه نیولی تر ۵۰ کلنی ښځې پورې شاملی دي. دا شمیرې په داسې یو
هیواد کې چې ۱۶ کاله کیږي د ښځو د حقوقو او د بشري حقوقو په نامه اشغال شوی،
وحشتناکه او شرمناکه دي. په دې ۱۶ کاله کی نیواکګرو سفارتونو د ښځو په اړه داسې
عوامفریبانه کارونه تر سره کړل چې زمونږ تاریخ هیڅکله د داسې عوامفریبانه او
خاینانه کارونو شاهد نه و. دې سفارتونو ځینې ښځې د «اتلانو» په نامه ونومولی، هغه
«اتلانې» چې د امریکا او ناټو لخوا د ښځو وژلو په اړه ګنګې پاتې شوی او کور دننه
او بهر د دې لوټمارو جارچیانې شوی. په ورته وخت کې لسګونه اینجوګانې د ښځود حقوقو
په نامه جوړی شوی، چې د بیوزله ښځو په ژوند او حقوقو سوداګري کوي او ښځې لا هم په
کړاونو او بدبختیو کې ساتي څو دوه هدفونه پوره شي: یو د نیواکګرو هدف چې په دې
پلمه خپل استعماري سیاست پلی کړي او بل د اینجوګانو مالکانو هدف چې د ښځو د حقوقو
په نامه د پیسو ګټل دي.
پر ښځو د نارینه وو ستم بیلابیل لاملونه لري، خو مهم لاملونه یې ملی ستم او
طبقاتي ستم دی. هر هغه وخت چې ملی ستم له منځه ولاړ شي نو د یو ستم بار او پیټی د
ښځو له اوږو کمیږي، که ورپسې طبقاتي ستم هم له منځه ولاړ شي نو دویم بار هم د
زیارکښو میرمنو له اوږو کمیږي او د دې دوو بارونو د کمیدو سره دریم ستم چې د
نارینه وو ستم دی، ورو ورو له منځه ځي. تر هغه چې دې مرحلې ته رسیږو پر زیارکښانو
ده چې د ښځو د واقعي پوهې او آګاهۍ لپاره کار وکړي، کوښښ وکړي ښځې په واقعي او نه
پروژه ای بنسټونه کې سره راټولی کړي او هغوې له ستم څخه خلاصون ته وهڅوي او باورمن
یې کړي چې نه اینجوګاني او نه هم سفارتونه او نه هم سرکاري ادارې هیڅ یو هغوې له ستمونو نشي خلاصولی، یوازې او یوازې باید پر
خپل ځواک باور وکړي او د خپل خلاصون لپاره د نورو زیارکښانو سره یوځای هڅه او کوښښ
وکړي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر