کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۵ بهمن ۵, سه‌شنبه

د ښکیلاکګرانو د جګړې له امله، زیارکښان د کډوالۍ ستونزمنې شپې او ورځې تیروي



د عبدالکریم جبارخیل لیکنه


ښکیلاک د زیارکښانو لپاره بدمرغۍ زیږوي. یو له دې بدمرغیو څخه کډوالي او مهاجرت دی. کډوالي او مهاجرت د زیارکښانو لپاره چې هیڅ څه په لاس کې نلري او ورځ تر بلې نیستۍ خوا ته درومول کیږي، د ستونزو او کړاونو ډکې شیبې ګڼل کیږي. امریکايي – ناټویی ښکیلاکګران او کورني ملګري، فاشیسته داعشیان او طالبان او بیرحمه تنظیمي جګړه ماران د زیارکښانو د نورو ستونزو او کړاونو تر څنګ د هغوې د کډوالۍ لامل هم دي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو د افغانستان د کډوالۍ په اړه یوی نوی ګزارش خپور کړی چې له مخې یې په تیرو څلورو کلونو کې د ښکیلاکي او ارتجاعي جګړې له امله یو اعشاریه دوه میلیونه افغانانو خپلې سیمې پریښودي او نورو سیمو ته کډه شوي دي. د دې جملې څخه یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نژدې ۲۳۰ زره افغانان کډوالۍ ته اړ شوي دي. همدا ډول یوازې په هلمند ولایت کې د وروستې جګړې له امله د دې ولایت د بیلابیلو سیمو څخه ۵ زره کورنۍ له خپلو سیمو څخه وتي او کډوال شوي دي.

د کډوالۍ ژوند زیارکښانو لپاره ډیر ستونزمن ژوند دی. که له یوې خوا زیارکښان خپله غریبانه سرپناه له لاسه ورکوي، په ورته وخت کې د کار موندنی زمینه هم له لاسه ورکوي او ماشومان یې له درس او سبق وروسته پاتی کیږي.د دې ترڅنګ د کډوالۍ ژوند اکثراْ په خیمو او کوچنی جونګړو او په خیرن او چټل چاپیریال کې تر سره کیږي چې دا په خپله د ناروغیو لامل کیږي. همدا ډول د کورنۍ غړي یې د فقر له کبله اړ کیږي چې سوالګري وکړي او ډیر داسې شواهد هم شته چې د زیارکښو کډوالو  لورګانې او ښځې د کډوالۍ په چاپیریال کې د تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي.

څه باندې دری لسیزې کیږي چې افغان زیارکښان د کډوالۍ ژوند تیروي، لومړی د شوروی د ښکیلاک پر مهال کډوالۍ پیل شوه، بیا ورپسې تنظیمي بیرحمو او ظالمو جګړه مارو د خپل اسلامي دولت پر مهال نور زیارکښان لا هم کډوالی ته اړ ویستل، ورپسی فاشیسته طالبان د اسلامي امارت پر مهال د یو شمیر زیاتو کډوالو لامل شول او اوس د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت پر مهال د ملګرو ملتونو د راپور له مخې یوازې په څلورو کلونو کې یو میلیونه دوه سوه زره زیارکښان کډوالۍ ته اړ شوي دي؛ دا  ښکاره کوي چې هر ډول ښکیلاک که د شوروي وو که اوس د امریکې دی  او هر ډول غیر ملي دولت د زیارکښانو لپاره نه یوازې چې هوساینه نشي ورکولای، بلکې عملاْ د زیارکښانو ضد کړنې او چلندونه تر سره کوي.

تر هغه چې ښکیلاکي جګړه روانه وي، تر هغه چې طالبان او داعشیان جنایت او بربریت کوي، تر هغه چې تنظیمي جګړه ماران د خلکو ژوند په دوزخ بدلوي، تر هغه چې یو ملي او دموکراتیک دولت چې د زیارکښانو په  مټ رامنځ ته شوی وي او  واګی یې د زیارکښانو په لاس کې وي، واکمن نشي؛ د نورو جنایتونو  تر څنګ به د زیارکښانو کډوالي هم دوام ولري.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر