کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۶ دی ۲۹, جمعه

د افغانستان کارګران په بیرحمانه ډول استثماریږي او وژل کیږي



د شیرزاد لکینه

ټولنه د بیلابیلو طبقو څخه جوړه شوی ده. د یوې ټولنې اکثره برخه زیارکښه طبقاتو پورې اړه لري او ډیره کمه برخه یې شتمن او بډایان جوړوي. په زیارکښه طبقاتو کې کارګران، دهقانان او نورو کسبګر  شاملیږي چې په خپل زیار او زحمت ژوند تیروي او د بل چا انرژي او توان په کارولو شتمنۍ نه تر لاسه کوي. کارګره طبقه، د زیارکښو طبقو تر منځ هغه طبقه ده چې اقتصادي څرخ یې په لاس کې دی، د پرمختللو وسایلو سره سر او کار لري، د نورو زیارکښو طبقاتو په پرتله سیاسي پوهه او شعور یې هم اوچت دی او د ژر پیوستون استعداد لري. لنډه دا چې د پانګوالې طبقې په وړاندې کارګره طبقه ودریدلی چې دواړه سره متضادې ګټې او منافعې لري. پانګوال د یو شمیر کمو کسانو ګټه خوندي کوي خو کارګره طبقه د ټولنې د  اکثریتو زیارکښانو د هوساینې لپاره مبارزه کوي.

په افغانستان کې مونږ د دهقانانو او کوچنۍ بورژوازی تر څنګ، د کارګرانو طبقه هم لرو چې په ډیر بد وضعیت کې ژوند کوي. څرنګه چې په کلیو کې زمونږ زیارکښه دهقانان د بهرنیو او داخلي نوکرانو لخوا وژل کیږي او ځورول کیږي، همدا ډول په ښارونو او کانونو او نورو اقتصادي موسساتو کې کارګران د پانګوالو لخوا په بیرحمانه ډول استثماریږي او په انتحاري حملو کې وژل کیږي او بهرني نیواکګرو هم د هغوې ژوند په دوزخ بدل کړی دی.

پانګوالان چې په انساني ارزښتونو هیڅ ډول باور نلري او یوازې ګټه تر لاسه کول ورته اهمیت لري، کارګران په ډیرو بدو شرایطو کې کار ته ګماري. هغه سکتور چې هلته کارګران په ډیر بوږنونکي حالت کې پانګوالو او یا هم ځايي جهادي جنګسالارانو ته کار کوي، د کانونو سکتور دی، په تیره بیا د سکرو د ډبرو کانونه هغه خطرناک ځایونه دي چې د دې تر څنګ چې کارګران په کې په وحشتناکه ډول استثماریږي، د بدو ایمني شرایطو له امله کارګران په کې  وژل کیږي.

نن، د مرغومي په پنځمه، د سمنګان ولایت د دره صوف بالا د ډبرو د سکرو په یوه کان کې د میتان غاز د انفجار له امله پنځه تنه کارګران ووژل شول چې د یوه جسد لا تر اوسه پورې لاس ته نه دی راغلی. لوټمار پانګوال دا کانونه په غیر فني توګه استخراجوي، ځکه چې د دې کانونو غیر فني استخراج ځايي لوټمارانو ته چې د لوړپوړو چارواکو ملاتړ له ځان سره لري، ډیره ګته ورپه برخه کوي. دا لوټماران په دې هیڅ فکر نکوي چې داسې غیر فني استخراج څنګه د کارګرانو ژوند له خطر سره مخامخ کولی شي، ځکه چې هغوې ته کارګران اصلاْ انسانان نه ښکاري او یوازې د خپلې شتمنۍ زیاتیدل او بډایتوب یې هدف دی.

هر کال، په لسګونه کارګران د افغانستان په بیلابیلو کانونو کې مري. دا بیوزله کارګران د مرګ تر شیبې پورې په خورا بیرحمانه ډول استثماریږي. د دې کارګرانو ژوند نه دولت ته چې د کارګرانو او زیارکښانو دولت نه دی او نه هم پانګوالو ته چې دنده یې د کارګرانو او نور زیارکښانو لوټل دي، هیڅ ډول ارزښت نلري. هیڅوک نشي کولای چې کارګران د دې بیرحمانه استثمار او وژنې څخه وژغوري، مګر یوازې په خپله کارګره طبقه چې د نورو زیارکښو انسانانو سره یوځای د هر ډول ستم او جنایت په وړاندې مبارزه وکړي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر