کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۶ دی ۳۰, شنبه

ارتجاعي جګړه: د لوټمارانو لپاره «سپیڅلې» خو د زیارکښانو لپاره جنایتکارانه جګړه ده



د شیرزاد لیکنه


ارتجاعي جګړه هغه جګړه ده چې غیر عادلانه وي او د جګړې دواړه لوری د زیارکښانو دښمنان وي. د افغانستان روانه جګړه د همدې لپاره ارتجاعي جګړه ده چې یوې خوا ته یې قسی القلبه فاشیستې ډلې لکه طالبان او داعشیان دي او بلې خوا ته یې بم اچونکي او وینه تویونکي امریکاییان او ناټويي ښکیلاکګران او کورني اجیران.

دا ارتجاعي جګړه له یوی ځایه رهبري کیږي. د رهبري دنده یې د هغو نړیوالو سرمایه دارانو او پانګوالو په غاړه ده چې د خپلو اوږدمهاله موخو او اهدافو لپاره زمونږ پر هیواد یې یرغل کړی دی. عامه ذهنیت په سمه توګه دا ښکاره کوي چې هم طالب او هم داعش د امریکا او ناټو ګوډاګیان دي او د دې لپاره چې وکړای شي خپلو موخو ته ورسیږي دا فرضي دښمنان یې زیږولي دي.
له هغه ځایه چې دا خیرنه او ارتجاعي جګړه د لوټماریزه اهدافو لپاره ده، نو د امریکا په پوځي ستراتیژي کې په ښکاره توګه راغلي دي که چیرې د طالبانو یو جګپوړی او نیمه جګپوړی قوماندان د نښه کولو لپاره نهه تر لس ملکي (زیارکښه وګړي) نابود او ووژل شي، کومه خبره نه ده او برید باید تر سره شي. دا ستراتیژي په ښه توګه ښکاره کوي چې د زیارکښانو وژل او ټپي کول، د ښکیلاکګرو هډو چرت هم نه خرابوي.

د امریکا ـ ناټو ارتجاعي جګړه د دې لامل شوی چې د روان میلادي کال له پیله د نوامبر تر نیمايي پورې (په ۱۱ میاشتو کې) د افغانستان ۶۹ زره بیوزله انسانان ټپیان شي او په زرګونه نور ووژل شي. د ټپیانو شمیره د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۲۱ سلنه ډیر شوی چې په ښکاره توګه د جنایت او بربریت د زیاتیدنې په مانا ده. که څه هم په دې وروستیو کې داسې ویل کیږي چې امریکاییان او اوسنې دولت چې د سرمایه دارانو او فیوډالانو دولت دی، پریکړې ته رسیدلي چې وروسته له دې به په بریدونو کې د وژلو شویو کسانو شمیرې نه ښکاره کوي؛ خو ولسونه به  په خپلو اعتراضونو دا جنایت بربنډوي او ښکاره کوي به چې د ښکیلاک «آزادي» هغه کرغیړنه بندګي ده چې د بندګۍ تر څنګ له ځان سره هره ورځ وژل، ټپی کیدل او ویجاړیدل هم لري.

د نیواکګرو جګړه هیڅکله هم عادلانه او آزادي بخښوونکي جګړه نه وی. د نیواکګرو جګړه له وینې او جنایتونو او خیانتونو ډکه وي.  په افغانستان کې هم د نیواکګرو جګړه هغه ارتجاعي جګړه ده چې ګټه یې  لوټماره پانګوالان، اربابان، تاجران،  اینجولرونکو او نورو شتمن وړي او د همدې لپاره هم د دې ارتجاعي جګړې ملګري او یاران دي. زمونږ زیارکښه او بیوزله ولسونه دې جګړې ته د جنایتکارانه جګړې په توګه ګوري چې له دوې څخه یې  آزادي او خپلواکي د اخیستلو تر څنګ، هغوې هره ورځ وژني، ټپي کوي، بندي کوي او کور او جونګړه یې ویجاړوي.



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر