کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۶ دی ۲۹, جمعه

د کار نشتوالی زیارکښان د ترهګرۍ لیکې ته لېږي



د هیواد لیکنه

د امریکايي براون پوهنتون د څېړنې له مخې د ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان په جګړه کې شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ وګړي وژل شوي دي. دا اکثریت وګړي که افغان سرتیري، ساتوونکي، د بازار کوچني پلورونکي، د شخصي یا دولتي ادارو منځني یا ټیټ کچه کارکوونکي، د کان کېندوونکي یا کروندګر دي، د مړۍ د ګټلو لپاره د دندې په لاره کې وژل شوي دي. د دوی وژونکي هم څو ډوله دي، له یوې خوا په اصطلاح د دموکراسۍ راوړونکي بهرنیو ځواکونو په راز راز ډول خلک وژلي، له بلې خوا ترهګرو د جهاد په نوم د ملکیانو وژلو ته مخه کړې او له بلې خوا زورواکه قومندانانو هم په خپل وار د خلکو له وژنې ډډه کړی نه ده. 

له بده مرغه د افغانستان د جګړې د دوام لپاره چې د بهرنیانو او د مافیا په ګټه دی، هر اړخ سنجول شوی چې له دې ډلې پلان شوې بیکاري کولای شي د هغوې د جګړې ځواک پیاوړی کړي. د دې بدې جګړې ځواک د افغانستان هغه بېکاره او شاته پاتې ټولنه جوړوي چې ناچاره دي د ژوند ادامې لپاره د کار لپاره هره دروازه ووهي؛ هماغه رنګ چې اوسني دولت چې د بم اچونکو بهرنیو سرتیرو ملاتړ له ځان سره لري بیوزله بیکاران په اردو کې تنظیموي، همدا ډول بیرحمه طالبان او داعشیان هم د خلکو له بیوزلۍ او بیکارې ګټه پورته کوي او خپلو لیکو ته یې راکاږي.

د دې لپاره چې دا جګړه هره ورځ په سلګونو مړي په شا پرېږدي، نو جګړه پالان اړتیا ویني چې د عامو او زیارکښو خلکو د راښکېلولو په موخه دا بېکاري او اقتصادي کمزورتیا په خپل ځای وساتي. په لویدیځو ولایتونو کې ایران هڅه کړې ده چې خپله ډله طالبان د بی وزلو خلکو د مجبوریت څخه په ناوړه ګټه اخیستلو سره جوړ کړي. له دې سربېره، په ایران کې افغان زیارکښان چې په یوه مړۍ ډوډۍ یې بسیاینه کوله، د اسلامي دولت د ناوړو اهدافو او د ښو ګټو د ترلاسه کولو په پلمه د سوریې جګړې ته استول شوي چې یو یې هم ژوندی پاتې شوی نه دی. 

همدا ډول د افغانستان په ډیرو ولایتونو د ساري په توګه د ننګرهار ولایت په خیوې ولسوالۍ کې ترهګر په ټولنو کې جاسوسان او تبلیغیان لري چې زیارکښان او د هغوی زامن د میاشتې ښه عاید په نامه د ترهګرو لیکو ته راکښوي. که ټول نه ځینې زیارکښان د مجبوریته، دا وړاندیز مني. د ترهګرۍ په لیکه کې دوی ته د ۲۰۰ تر ۳۰۰ ډالرو پورې ورکول کېږي. 

تر هغه چې بیوزله زیارکښان هوساینې ته ونه رسیږي او پر برابرۍ ولاړه ټولنه جوړه نکړي، د هغوې له مجبوریتونو او بیوزلۍ څخه به بیلابیل ستمګران د خپلو ګټو لپاره کار اخلي. زیارکښان باید په دې پوه شي چې د بل لپاره په نوکرۍ، مزدورۍ او کار کولو هیڅکله هوساینې ته نه رسیږي، بلکې یوازینۍ لاره دا ده چې په خپله په هغه ځواک تبدیل شي چې پر برابرۍ ولاړه ټولنه رامنځته کړي څو نور د ستمګرانو د سرتیرو په توګه ونه وژل شي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر