د می لومړی ورځ
د نړۍ د ټولو زیارکښو کارګرانو د مبارزې،
یووالي او پیوستون ورځ ده. د خلاصون لپاره مبارزه، د پانګوالۍ له زبیښاک څخه د ژغورنې
لپاره یووالی او د کارګرو او زیارکښانو د سیاسي واکمنتیا لپاره هڅه د دې ورځې د
لمانځنې او تجلیل منځپانګه او ماهیت جوړوي.
دا شکوهمنده او
پرتمینه ورځ په داسې حال کې زمونږ په هیواد کې لمانځل کیږي چې د کارګرانو او د
نورو بیوزلو زیارکښانو اصلي دښمنان یعنی د پانګوالۍ او سرمایه داری زبیښاکه نظام د
خپلو لښکرو، ټانکونو، شوبلو او طیارو سره هره ګړۍ جنایت کوي او تر اوسه یې په
زرګونه کارګران او زیارکښان وژلي دي. دا ورځ په داسې بدمرغه افغانستان کې لمانځل
کیږي چې د خارجي ستمګرو سرتیري او د هغوې کورني لوټماره دوستان هره شیبه د
کارګرانو او زیارکښانو پر کورونو بمونه اچوي، په زندانونو کې یې شکنجه کوي، پر
اولادونو یې جنسی تیری کوي او میرمن یې ورته په سپو داړي.
د می لومړی ورځ د
پانګوالانو د زبیښاک او استثمار په وړاندې د مبارزې د ګړندیتوب ورځ ده. د هغو
پانګوالانو د زبیښاک په وړاندې چې د ورګو په شان د بیوزلو وینه خوري او کارګران او
زیارکښان په بیرحمی لوټي. خو په افغانستان کې دا ورځ د پانګوالانو او لوټمارانو تر
څنګ د بهرني استعمار او د هغوې د مرییانو په وړاندې د کارګرانو او د نورو
زیارکښانو د مبارزې او یووالي ورځ ګڼل کیږي، ځکه دا بهرنی استعمار دی چې دننه په
افغانستان کې د کارګرانو او زیارکښانو له دښمنانو ملاتړ کوي او کارګران او
زیارکښان په بیرحمۍ ځپي.
د می لومړی ورځ
په داسې حال کې لمانځو چې یوه ورځ دمخه د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالی د دهن تور
د سیمې د سکرو په کان کې د یوې چاودنې له امله نژدې ۲۰ بیوزله کارګران مړه شول او
بیغرته او لوټمار پانګوال د نورو کارګرانو له غچه ځان پټ کړ. دا په دغه ولایت کې
په تیرو شپږو میاشتو کې دویمه پیښه ده چې د کارګرانو ژوند اخلي. شپږ میاشتې وړاندې د رویی و دو آب ولسوالۍ د آبخورک په سیمه کې د
سکرو د یوه کان د ښوییدو له امله ۲۷ کارګران مړه او ۳۰ نور ټپیان شول.
یادې بیلګې په ښه
توګه په ښکیلاک شوي افغانستان کې د کارګرانو تریخ او دردناکه ژوند ښکاره کوي. د دې
ډول جنایتونو تر څنګ، څرنګه چې وویل شول بهرني ستمګران هم هره ورځ کارګران او
زیارکښان وژني او ځوروي. دا ستمونه دوام موندلی شي که چیری کارګران او نور
زیارکښان په یووالي او پیوستون د ژغورنې پر لاره لاړ نشي.
د افغانستان د
زیارکښانو ټولنیز انجمن باور لري چې کارګران د یوې شرافت لرونکې طبقې په توګه یوازې
او یوازې هغه وخت له بیلابیلو ستمونو او جنایتونو خلاصیدای شي چې له نورو
زیارکښانو سره یوځای او په پیوستون د لوټمارو، ستمګرو او چپاولګرانو په وړاندې په
یوه مورچل کې مبارزه وکړي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر