په داسی حال کی
چی زمونږ ګران هیواد افغانستان خپلواکي نلری او د امریکا لخوا اشغال شویدی، اوس د
همدې امریکا او ناټو تر سیوری
لاندی د ریاست جمهوری «ټولټاکني» تر سره کیږی ترڅو
آینده ولسمشر «انتخاب» شي. آیا دا ټاکنې د زیارکښو ولسونو په ګټه دي؟ آیا دا ټاکنې
به وکړای شي زیارکښان له استعمار او زبیښاک څخه وژغوري؟ د دې پوښتنو ځواب یو قطعی نه
دی!
ځکه: اول، داسې
یو هیواد چې سیاسي او اقتصادي استقلال ونلري او په کې لسګونه زره بهرني ظالمان ستم
او جنایت وکړي، هلته ټاکنی یوازې مسخره ګي او عوامفریبي ګڼل کیږي. بهرني ستمګران
غواړي داسې یو کس واک ته ورسوي چې د هغوې ګټې په پام کې وساتي. نو ښکاره خبره ده
چې هر هغه څوک چې د استعمارګرانو ګټې خوندي کوي، د زیارکښانو په مقابل کې ودریږي،
نو دا ټاکنې په هیڅ ډول د زیارکښانو په ګټه نه دي، نه یې ولسمشرۍ او نه یې هم ولایتي.
هر هغه څوک چې غوښه په دې نامه چې د غویی غوښه ده، نه خوښوي خو ښوروای یې ورته
خوندوره ښکاره یوازې عوامفریبي کوي او بس. په ښکاره باید وویل شي په هغه هیوادونو
کې چې بهرنۍ ستمګران بمباري کوي او زیارکښان وژني، ټول ټاکنی مانا نلري.
دویم، راتلونکی
ولسمشرۍ ته داسې کسانو ځانونه کاندید کړي دي چې لاسونه یې په یو ډول د زیارکښو
ولسونو په وینو سره دي. ټول کاندیدان د امریکا او ناټو دوستان دي، د هغه امریکا او
ناټو چې هره ورځ زیارکښان وژني. قاتلین، جنایتکاران، تالی څټی او خرڅ شوي
بروکراتان او نیانځکی په هیڅ ډول د زیارکښانو په ګټه ګام پورته کولای نشي. ټولو
کاندیدانو دا لیوالتیا ښودلی چی له امریکا سره به امنیتی تړون د ریاست جمهوری
رسیدو نه وروسته لاسلیک کوي او په دې ډول غواړي چې د افغانستان مظلوم ولس دتل
دپاره د اسارت په کړۍ کی بند کړی. بیا هم ښکاره خبره ده چې داسې کسان چې د بهرنیو
په خدمت کې دي، د زیارکښانو په ګټه نه یوازې څه نشي کولای، بلکې د هغوې له دښمنانو
سره د زیارکښانو په خلاف چلند کوي.
دریم، په تیرو
دولسو کلونو کې بیلابیلو ټاکنو وښوده چې «ټاکنې» یوازې د شتمنو، سرمایه دارانو او
فیوډالانو او سوداګرو په ګټه دي او زیارکښان
ترې هیڅ ډول ګټه اخیستلي نشي. د بیلابیلو «ټاکنو»
له برکته یوازې لوټمارو شتمنو او فیوډالانو افسانوۍ ثروتونه تر لاسه کړل او زیارکښان
لا بیوزله او ناداره شول، ځکه په داسې یوه ټولنه کې چې ملي استقلال نه وي او دولت
د شتمنو طبقاتو په لاس کې وي، هلته ټاکنې یوازې او یوازې هغه کسان واک ته رسوي چې
د همدې شتمنو او لوټمارو طبقو او د هغوې د بهرنیو ستمګرو په ګټه کار کوي.
نتیجه څه ده؟ تر
هغه چې بهرنۍ ستمګران په افغانستان کې وي ټاکنۍ هیڅ ډول مانا لرلی نشي. تر هغه چې
زیارکښان د ستمګرانو په وسیله وژل کیږي، ټاکنۍ له عوامفریبۍ پرته بله مانا نلري.
تر هغه چې جنایتکاران په قدرت کې وي، ټاکنۍ یوازې پر ولس ملنډو وهلو ته پاتې کیږي.
هر هغه وخت چې مونږ سیاسي استقلال ولرو، بهرنیان نه وي او داسې یو دولت واکمن وي چې
د زیارکښانو ګټې خوندي کړي، ټاکنې به اهمیت پیدا کړي، خو ټاکنې په هیڅ ډول د
زیارکښانو د ژغورنۍ آخری لاره کیدلی نشي، دا د زیارکښانو د مبارزې تاریخ په څرګنده
ښودلی ده.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر