ویل کېږي چې په هېواد کې 60 سلنه وګړي د فقر له لیکې لاندې ژوند کوي چې عاید یې د یو ډالر (۴۵ افغانۍ) څخه ټیټ دی، دا په دې معنی چی 15 ملیونه افغانان په دې نه توانیږي، چې د ژوندانه لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی پیدا کړي.
که چیرې د ښارونو سړکونو او څلورلارو ته ځیر شو، نو په زرګونه خلک به تر سترګو شي، چې د مناسب کار د نشتوالي له امله یا په څلور لارو کې د دې لپاره دریږي چې څوک به یې د کار لپاره بوځي او یا هم د سړکونو په سر ولاړ، موبایل کارتونه یې په لاس او د پلورلو له خاطره په یو او بل موټر پسې ټوله ورځ منډې وهي.
د موبایل کریدټ کارت پلورنکي چې ډېری یې ځوانان دي، په دغه کسب کې د کمې ګټې باوجود بیا هم د کار او روزګار د نشتوالي له امله اړ دي چې هره ورځ د سهار له ملا بانګ سره سم له کوره راووځي او د شپې ناوخته د سړکونو په سر په دې هیله ولاړ وي چې ګواکې څوک به ترې کریدټ کارت راونیسي او یو څه ناڅه د کور د اړتیاوو چاره به یې پرې وشي. كارت پلورونكي چيگ اكثر حگوانان دي او د كار لپاره خاص او معين حگاي نلري نو مجبور دي چيگ په ژميگ او اوؤي كيگ د سؤك په غاؤه ودريإي. د كابل شگار ككړه هوا تنفس كؤي. دوي سهار وختي كار ته راحگي او حگيني د شپي تر 12 بجي د سؤك په غاؤه ولاؤ وي. حگيني وخت باران او تر واوري لاندي ناست وي او انتظار لري چيگ يو خگوك پيدا شي او يو كارتگ واخلي.
د کوټه سنګي په څلور لارې کې یو ۲۳ کلن ځوان چې په لاس کې یې د موبایل کارتونو بنډل و او یو او بل موټر پسې ځغلیده، داسی وایی، چې ناچارۍ دې کار ته اړویستلی دی: « زما نوم عطاالله او د کابل د دوغ آباد سیمې اوسیدونکی یم، یولس کسیزه کورنۍ لرم او د کور سر سړی زه په خپله یم، نور کوم کسب روزګار نه پوهیږم، نو زه مجبور یم، چې د سهار له ملا بانګ سره له کوره ووځم او شپی تر لس بجی پوری د سړک پر سر موبایل کارتونه وپلورم».هغه زیاتوي، «که د دولت لخوا ورته د کار زمینه برابره شي، لومړی دا چې د خپلې کورنۍ اړتیاوو ته ورسیږي او په دوهم قدم کې به یې د ده اولادونه یی د ټولنې د اوږو بار لامل ونه ګرځي».
دغه شان د کابل په ده افغانانو سیمه کې ۳۴ کلن غلام فاروق چې موبایل کارتونه یې په لاس کې یو او بل لورې ته په موټرو پسې منډې وهي وایي: «اوس خو غنیمت دی، ځکه چې هوا توده ده، په ژمې کې هم د کار د نشتوالي له امله مجبور یو سهار په خړه له کوره ووځو او دشپی تر ناوخته، څو یو مقدار پیسې ترلاسه او د کور اړتیاوې پرې پوره کړو».
هغه وویل، چې دی په کسب او روزګار هم پوهیږي، خو اقتصاد یې دا اجازه نه ورکوي چې خپل کسب ته ادامه ورکړي: زه نالوسته یم، خو د کسب خاوند یم، زه کولی شم له هوا او روانو اوبو څخه بریښنا جوړه کړم، خو له بده مرغه زما اقتصاد په هیڅ حساب دی او هيخگ خگوك راسره هم مرسته نه کوي چې خپل دغه کسب ته ادامه ورکړم.
کارت پلورونکی هیخ امید د دولت او موسسی خحه نه لری. خکه دوی پوهیژی چه دا دولت او دا موسسات د بهرنیو لاسونه ته گوری او په فساد ککر دی. دوی دا اتکل کوی که خارجیان، دولت او انجوگانی در افغانستان دزیارکشانو به غم کی وای نو دومره زیارایستونکو ار نه وو چی بهر ته وتشتی او خپل توان او طاقت د نور په خدمت کی پریژدی .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر