کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۰ فروردین ۲۳, سه‌شنبه

د خځلو ماشومان

افغانستان د هغو هیوادونو له ډلې څخه شمیرل کیږي چې د نورو وګړو تر څنګ، ماشومان یې تر ټولو زیات له کړاونو، رنځونو او بدبختیو سره مل دي، چې دا د بیوزلو هیوادونو یوه تر ټولو مشترکه ځانګړنه ده. په شتمنو هیوادونو کې چې د بیوزلو د ځپلو له لارې سوکاله ژوند لري، خپلو ماشومانو ته هر ډول آسانتیاوې چمتو کوي، خو د افغانستان په څیر هیوادونو کې چې زیاتره اوسیدونکي یې بیوزلي دي، د کورنیو د مشرانو تر څنګ ماشومان هم باید له سهاره تر ماښامه کار وکړي څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

زموږ د هیواد ماشومان له تفریح سره بیګانه دي؛ هغوی په خځلو کې لوبې کوي او پارکونو، سینماګانو او نورو تفریحي ځایونو ته تللی نشي. زموږ د هیواد ماشومان له ساده ناروغیو څخه مري، ځکه ماشومان مو روغتونونو ته تللی نشي او درمل ته لاسرسی نه لري. د افغانستان ماشومان د پلاستیکي بوتلو او نورو شیانو په لټه کې له سهاره تر ماښامه د کثافاتو په منځ کې ګرځي څو دغه شیان په بازار کې وپلوري او له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي.

که څه هم په افغانستان کې یو شمیر شتمن خلک د ماشومانو په نوم یوه ورځ لمانځي، خو دغه کار یې یوازې د بیوزلو د تیرایستلو لپاره دی، نه دا چې له هغوی سره د ماشومانو فکر وي. هغوی د خپلې شتمنۍ او پانګې د زیاتولو فکر لري، که نه دوی کولای شول په خپلو پیسو د ماشومانو د کورنیو لپاره د ښه کار زمینه برابره کړي او د ماشومانو د تفریح او سوکاله ژوند د تیرولو لپاره تفریحي ځایونه.

ماشومان هغه مهال له دې وضعیت څخه راوتلی شي چې په هیواد کې د شتمنو او بیوزلو تر منځ واټن موجود نه وي؛ ټول یو ډول ژوند ولري او یا لږ تر لږه یو له بیوزلۍ او لوږې څخه مړ نشي او بل له زیاتې شتمنۍ او پانګې څخه. تر څو د بیوزلو او شتمنو تر منځ دغه واټن موجود وي، ماشومان به نه دارو او درمل ولري، نه د خوړلو لپاره خواړه او نه د تفریح لپاره وخت؛ ماشومان به په همدې ډول په خځلو کې لوبو کولو ته دوام ورکړي او په کثافاتو کې به د خرڅلاو لپاره د شیانو په لټه کې وي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر