کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۰ خرداد ۲۲, یکشنبه

د یوه پوه کارګر پوښتنې

برتولت برشت
چا، چا، د "تب" د اوو دروازو ښار جوړ کړ؟
تاریخ د پاچاهانو، خلیفه ګانو او امپراتورانو نومونه  یادوی؛
خو په رښتیا هم هغوی د ډبرو تختې پر اوږو وکاږلې
او "بابل"  چې څو ځل له خاورو سره یو شو
چا، رښتیا چا، بیا جوړ کړ؟
هغوی چې د «لیما» زرین ښار جوړ کړ؛
پوښتنه دا ده؛ چې په خپله په کومو جونګړو کې اوسیدل؟
هغه شپه چې د چین لوړ او لوی دیوال بشپړ شو؛
د جوړونکو هغه لویه جوپه چیرې ولاړه؟
لوی او پرتمین روم کې
څومره زیات، څومره زیات د نصرتونو تاقونه دي
چا، چا هغه جوړ کړل؟
د روم پاچاهان پر  چا بریالی شول؟
آیا "بیزانس"
چې په نغمو او سرودونو کې زرهاو ځل ستایل شوی،
یوازې یی ماڼۍ او کاخ درلود؟
هلته آیا نور کورونه نه وو؟
هغه شپه چې توپان، تندر او ږلۍ
د کیسو "اتلانتیس"  په لوی سیند کې ډوب کړ؛
هو، هغه شپه هم، د ویر او مرګ په شپه کې هم
بیا یې پر بردګانو چیغې وهلې
چیغې وهلې، پر هغوی یې چیغې وهلې
په توپان او تندر او ږلۍ کې ډوبو مغرورو اربابانو.
له ځوان سکندر سره
               چې هند یې
                         د خپلو مستو آسونو تر کوښې لاندې
                                                        رام کړ؛
                                                        آیا څوک مل نه وو؟
قیصر سره
چې د "ګلونو" ټاټوبی یې
د خپلو سپرلیو تر پښو لاندې
                                ویجاړ کړ
آیا کوم پالونکی ورسره نه و؟
آیا چا ورته آن
                    ډوډۍ نه پخوله؟
کله چې "آرمادا" ، د دریابونو لویه بیړۍ
په خټو کې بنده شوه
                او اسپانیوی خپل غرور
                                       مات ولید؛
                                        فلیپ پاچا،
                                        له خپل سیځونکی درد نه په ژړا شو
                                       خو آیا د جوړوونکو سترګې اوښکنې نه وې؟
دویم فیلیپ
           صلیب په لاس اووه کاله
                         اووه کاله وجنګید او بریالی شو؛
                           آیا بل هیڅ چا په دې جګړې کې ونډه نه درلوده؟
هو،
د تاریخ هره پاڼه په فتحو سینګاره شوی؛
خو د فاتحینو او بریالیو دسترخوانونه چا رنګینول؟
هر لس کاله وروسته، په تاریخ کې یو سړی راپورته کیدو؛ ستر
خو چا یې د لارې توښه برابروله؟
هو، دا ټولې خبرې
                   دا ټولې پوښتنې؟






هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر