کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۰ خرداد ۲۷, جمعه

د ښاروالۍ د تنظیف بې وزله کاریګران

ویل کیږي چې په هیواد کې ۶۶ سلنه وګړي په فقر او غربت کې ژوند پرمخ وړي چې له امله یې دوی دې ته اړ دي چې درانده کارونه وکړي، څو د خپلې خیټې څه چاره یې پرې وشي.

د دغو بې وزلو خلکو څخه موږ دلته د ښاروالۍ د تنظیف د کاریګرانو یو مثال راوړلی شو، چې د بیکارۍ او بې وزلۍ له امله یې دغه کارونو ته مخه کړې ده، څو د خپلو کورنیو څه اړتیا پرې پوره کړي.

 دغه کاریګران چې له سهاره تر بیګاه پورې په کم معاش په کوڅو او سړکونو کې ښځلې راټولوي او د سړکونو د غاړو د نالو خټې پاکوي، ډیر تریخ ژوند لري، دوی وایي چې د کورنۍ د وګړو شمیر یې ډیر دی او د ښاروالۍ په دغه معاش یې چاره نه کیږي.

د ښاروالۍ د تنظیف د کاریګرانو په یو ټولنځي کې چې کاریګران هلته د سهار له مخې د حاضري لپاره راټولیږې د تنظیف د نارنجي رنګه یونفورم په غاړه، په ا وږو د کار بیلونه او ورسره تورې موزې په پښو، په کوڅو او سړکونو کې د پاککارۍ لپاره خوریږي او ماښام ناوخته سره بیرته راټول او د خپلو کورونو پر لور درومي.
له دغو کاریګرانو څخه یو تنکی ځوان چې ماښام ناوخته د خپل کور په لور روان وویل: زما نوم خیرمحمد او د ۱۷ کلونو په شاوخوا یم، زه په کور کې د سر سړی یم او مجبور یم چې کار وکړم.

هغه زیاتوي، د بد اقتصادي وضعیت له امله ښوونې او روزنې ته لاسرسی نه لري او بل دا چې کاري ساحه ورته هم نشته چې هغه په کې د شاګردۍ په توګه کار وکړي او د کوم کسب او کار خاوند شي: مجبور وم چې د ښاروالۍ دغه کار ته مخه کړم، څو د کور ګوزاره مو پرې وشي.

خیرمحمد وایي، په دغه کار باندې فخر کوي، ځکه چې ټولنې ته خدمت دی، خو له بده مرغه چې معاشونه یې ډیر کم او استثماریږي.
په رښتیا هم په دې شرایطو کې چې د سړکونو او  کوڅو وضعیت خراب او د کانالازیسیون او میکانیزه سیستم د نه شتون له امله دولت باید د دغو کاریګرانو معاشونه لوړ او د ژوند ښې آسانتیاوې ورته برابرې کړي، ځکه چې دوی اوسمهال د ښار په پاکوالي ښه کې رول لوبوي.   

 د کابل ښار چې د یو ملیون وګړو د ژوند ظرفیت یې درلود، خو اوسمهال په کې شاوخوا تر پنځه ملیونه وګړي ژوند کوي او ترڅنګ یې د سړکونو او کانالازیسیون وضیعت یې له صفر سره ظرب دی، نو دولت ته په داسې حالاتو کې په کار دي، چې دغو بې وزلو کاریګرانو ته د ښار د پاکوالي د یو ښه پلان ترڅنګ، ښه معاشونه وټاکي، څو دوی د خپلو کورنیو اړتیاوو ته ځواب ووایي.

دغه راز طبي کارپوهان وایي، چې اوس  مهال له هر څه نه د خلکو روغتیا ارزښت لري او دغه کارګران چې شپه او ورځ د ښار په پاکوالي کې نه ستړې کیدونکي ګامونه اخلي، نو دولت ورته باید جدي پام راواړوي، څو د دوی ژوند ښه او نور خلک هم دې د ښاروالۍ د کارونو پرمخ وړلو ته وهڅول شي.

ډاکټر محمد رضا وایي، په هره ټولنه کې جنګ او جګړې، د سیاسې او ادارې نظام ضعیف والی، فقر او غربت پیاوړې کوي. په داسې حال کې چې فقر او غربت د ټولنې د بدبختۍ لامل ګرځې او د وګړو غرور له منځه وړي، دوی پردیو ته اړ باسې، ټولنیز او اقتصادې پرمختګ نشې کولای او پدې توګه یې ملي هویت هم زیانمن کیږي، نو دولت مکلف دی چې دغې ته ورته کاریګرانو ته کاري ساحه او آسانتیاوې چمتو او ځان د ناامنیو څخه وژغوري.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر