کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۴ فروردین ۷, جمعه

د می لومړی ورځ د زیارکښو کارګرانو د مبارزې او یووالي ورځ




د می لومړی ورځ د  نړۍ د ټولو زیارکښو کارګرانو د مبارزې، یووالي او پیوستون ورځ ده. د خلاصون لپاره مبارزه، د پانګوالۍ له زبیښاک څخه د ژغورنې لپاره یووالی او د کارګرو او زیارکښانو د سیاسي واکمنتیا لپاره هڅه د دې ورځې د لمانځنې او تجلیل منځپانګه او ماهیت جوړوي.

دا شکوهمنده او پرتمینه ورځ په داسې حال کې زمونږ په هیواد کې لمانځل کیږي چې د کارګرانو او د نورو بیوزلو زیارکښانو اصلي دښمنان یعنی د پانګوالۍ او سرمایه داری زبیښاکه نظام د خپلو لښکرو، ټانکونو، شوبلو او طیارو سره هره ګړۍ جنایت کوي او تر اوسه یې په زرګونه کارګران او زیارکښان وژلي دي. دا ورځ په داسې بدمرغه افغانستان کې لمانځل کیږي چې د خارجي ستمګرو سرتیري او د هغوې کورني لوټماره دوستان هره شیبه د کارګرانو او زیارکښانو پر کورونو بمونه اچوي، په زندانونو کې یې شکنجه کوي، پر اولادونو یې جنسی تیری کوي او میرمن یې ورته په سپو داړي.

د می لومړی ورځ د پانګوالانو د زبیښاک او استثمار په وړاندې د مبارزې د ګړندیتوب ورځ ده. د هغو پانګوالانو د زبیښاک په وړاندې چې د ورګو په شان د بیوزلو وینه خوري او کارګران او زیارکښان په بیرحمی لوټي. خو په افغانستان کې دا ورځ د پانګوالانو او لوټمارانو تر څنګ د بهرني استعمار او د هغوې د مرییانو په وړاندې د کارګرانو او د نورو زیارکښانو د مبارزې او یووالي ورځ ګڼل کیږي، ځکه دا بهرنی استعمار دی چې دننه په افغانستان کې د کارګرانو او زیارکښانو له دښمنانو ملاتړ کوي او کارګران او زیارکښان په بیرحمۍ ځپي.

د می لومړی ورځ په داسې حال کې لمانځو چې یوه ورځ دمخه د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالی د دهن تور د سیمې د سکرو په کان کې د یوې چاودنې له امله نژدې ۲۰ بیوزله کارګران مړه شول او بیغرته او لوټمار پانګوال د نورو کارګرانو له غچه ځان پټ کړ. دا په دغه ولایت کې په تیرو شپږو میاشتو کې دویمه پیښه ده چې د کارګرانو ژوند اخلي.  شپږ میاشتې وړاندې  د رویی و دو آب ولسوالۍ د آبخورک په سیمه کې د سکرو د یوه کان د ښوییدو له امله ۲۷ کارګران مړه او ۳۰ نور ټپیان شول.
یادې بیلګې په ښه توګه په ښکیلاک شوي افغانستان کې د کارګرانو تریخ او دردناکه ژوند ښکاره کوي. د دې ډول جنایتونو تر څنګ، څرنګه چې وویل شول بهرني ستمګران هم هره ورځ کارګران او زیارکښان وژني او ځوروي. دا ستمونه دوام موندلی شي که چیری کارګران او نور زیارکښان په یووالي او پیوستون د ژغورنې پر لاره لاړ نشي. 

د افغانستان د زیارکښانو ټولنیز انجمن باور لري چې کارګران د یوې شرافت لرونکې طبقې په توګه یوازې او یوازې هغه وخت له بیلابیلو ستمونو او جنایتونو خلاصیدای شي چې له نورو زیارکښانو سره یوځای او په پیوستون د لوټمارو، ستمګرو او چپاولګرانو په وړاندې په یوه مورچل کې مبارزه وکړي.

«ټاکنې» د زیار کښانو په ګټه نه دي




په داسی حال کی چی زمونږ ګران هیواد افغانستان خپلواکي نلری او د امریکا لخوا اشغال شویدی، اوس د همدې امریکا او ناټو تر سیوری لاندی د ریاست جمهوری «ټولټاکني» تر سره کیږی ترڅو آینده ولسمشر «انتخاب» شي. آیا دا ټاکنې د زیارکښو ولسونو په ګټه دي؟ آیا دا ټاکنې به وکړای شي زیارکښان له استعمار او زبیښاک څخه وژغوري؟ د دې پوښتنو ځواب یو قطعی نه دی!
ځکه: اول، داسې یو هیواد چې سیاسي او اقتصادي استقلال ونلري او په کې لسګونه زره بهرني ظالمان ستم او جنایت وکړي، هلته ټاکنی یوازې مسخره ګي او عوامفریبي ګڼل کیږي. بهرني ستمګران غواړي داسې یو کس واک ته ورسوي چې د هغوې ګټې په پام کې وساتي. نو ښکاره خبره ده چې هر هغه څوک چې د استعمارګرانو ګټې خوندي کوي، د زیارکښانو په مقابل کې ودریږي، نو دا ټاکنې په هیڅ ډول د زیارکښانو په ګټه نه دي، نه یې ولسمشرۍ او نه یې هم ولایتي. هر هغه څوک چې غوښه په دې نامه چې د غویی غوښه ده، نه خوښوي خو ښوروای یې ورته خوندوره ښکاره یوازې عوامفریبي کوي او بس. په ښکاره باید وویل شي په هغه هیوادونو کې چې بهرنۍ ستمګران بمباري کوي او زیارکښان وژني، ټول ټاکنی مانا نلري.
دویم، راتلونکی ولسمشرۍ ته داسې کسانو ځانونه کاندید کړي دي چې لاسونه یې په یو ډول د زیارکښو ولسونو په وینو سره دي. ټول کاندیدان د امریکا او ناټو دوستان دي، د هغه امریکا او ناټو چې هره ورځ زیارکښان وژني. قاتلین، جنایتکاران، تالی څټی او خرڅ شوي بروکراتان او نیانځکی په هیڅ ډول د زیارکښانو په ګټه ګام پورته کولای نشي. ټولو کاندیدانو دا لیوالتیا ښودلی چی له امریکا سره به امنیتی تړون د ریاست جمهوری رسیدو نه وروسته لاسلیک کوي او په دې ډول غواړي چې د افغانستان مظلوم ولس دتل دپاره د اسارت په کړۍ کی بند کړی. بیا هم ښکاره خبره ده چې داسې کسان چې د بهرنیو په خدمت کې دي، د زیارکښانو په ګټه نه یوازې څه نشي کولای، بلکې د هغوې له دښمنانو سره د زیارکښانو په خلاف چلند کوي.
دریم، په تیرو دولسو کلونو کې بیلابیلو ټاکنو وښوده چې «ټاکنې» یوازې د شتمنو، سرمایه دارانو او فیوډالانو او سوداګرو په ګټه دي او  زیارکښان ترې هیڅ ډول ګټه اخیستلي نشي. د  بیلابیلو «ټاکنو» له برکته یوازې لوټمارو شتمنو او فیوډالانو افسانوۍ ثروتونه تر لاسه کړل او زیارکښان لا بیوزله او ناداره شول، ځکه په داسې یوه ټولنه کې چې ملي استقلال نه وي او دولت د شتمنو طبقاتو په لاس کې وي، هلته ټاکنې یوازې او یوازې هغه کسان واک ته رسوي چې د همدې شتمنو او لوټمارو طبقو او د هغوې د بهرنیو ستمګرو په ګټه کار کوي.
نتیجه څه ده؟ تر هغه چې بهرنۍ ستمګران په افغانستان کې وي ټاکنۍ هیڅ ډول مانا لرلی نشي. تر هغه چې زیارکښان د ستمګرانو په وسیله وژل کیږي، ټاکنۍ له عوامفریبۍ پرته بله مانا نلري. تر هغه چې جنایتکاران په قدرت کې وي، ټاکنۍ یوازې پر ولس ملنډو وهلو ته پاتې کیږي. هر هغه وخت چې مونږ سیاسي استقلال ولرو، بهرنیان نه وي او داسې یو دولت واکمن وي چې د زیارکښانو ګټې خوندي کړي، ټاکنې به اهمیت پیدا کړي، خو ټاکنې په هیڅ ډول د زیارکښانو د ژغورنۍ آخری لاره کیدلی نشي، دا د زیارکښانو د مبارزې تاریخ په څرګنده ښودلی ده.

کودکان زحمتکشان و بدترین روزگار در حاکمیت جنایتکاران



جنایت، فرهنگ حاکم چپاولگران است. خارجی ها و داخلی های تفنگدار هر روز جنایت می کنند، خون می ریزند و زندگی مردم زحمتکش را برباد می کنند. در میان این جنایت، کودکان زحمتکشان هم در آتش استعمار و استبداد می سوزند. خارجی های امریکایی و ناتویی کودکان زحمتکشان را بمباردمان می کنند و طالبان با حملات انتحاری آنان را در کنار جاده ها می کشند و تفنگداران تنظیمی و چوکره های محلی آنان روزانه بر کودکان تجاوز می کنند و دولتی که با پول ستمگران امریکایی و ناتویی در خدمت سرمایه داران و تاجران و خانان و اربابان قرار دارد با گذشت هر روز کودکان را به کارگری، کارهای شاقه و گدایی سوق می دهد.

روزی نیست که خبرهای دردناک در مورد زحمتکشان و بخصوص کودکان زحمتکشان نشنویم. در اینجا دو خبر دردناک در مورد کودکان زحمتکشان را ارائه می کنم که نشاندهنده وضعیت اسفناک کودکان زحمتکشان است. از ولایت فاریاب خبر می رسد که در شش ماه اول سال روان میلادی 72 طفل در این ولایت قربانی جنگ ها و کشمکش های خونریزان جنایتکار شده اند که از جمله 16 طفل آن کشته شده اند. این گزارش که بوسیله یوناما داده شده است، بخش کوچکی از جنایات های دشمنان زحمتکشان است که مردم آنها را بنام  طالب، جنگ سالار،  امریکایی و ناتویی و حامیان تفنگدار داخلی می شناسند. یوناما این گزارش را در حالی نشر می کند که همین اکنون کودکان در ولسوالی سنگین ولایت هلمند در کنار دیگر زحمتکشان میمیرند و به قتل می رسند.
جنگ بیرحمانه کنونی که به پروژه امریکا و ناتو و دولت های مرتجع منطقه تبدیل شده است، افغانستان را به اسارتگاه و قبرستان بزرگ زحمتکشان تبدیل کرده است. در این اسارتگاه، کودکان بدترین زندگی را می گذرانند. اگر از یک طرف قتل عام می شوند و بمبارد می شوند و در انتحار میمرند، در طرف دیگر هر روز به گدایی و فقر بیشتر و زندگی طاقت فرسا سوق داده می شوند.

وزارت کار و امور اجتماعی دولت حمایت کننده سرمایه داران و فئودال ها و تاجران چپاولگر که کمک طیاره های بی 52 ستمگران خارجی را با خود دارد،  اعلام کرده است که از هر 9 کودک کارگر سه تن گدایی می کنند. این وزارت می گوید در حال حاضر در حدود 2 میلیون کودک در افغانستان کارگر هستند. علی افتخاری سخنگوی وزارت کار و امور اجتماعی به خبرگزاری بخدی گفته است که سرنوشت تاریکی در انتظار این کودکان است. سخت است به سخنگوی این وزارت تفهیم کرد که چه سرنوشت تاریکی جز کارگری یک کودک بوده می تواند، چه سرنوشت تاریکی جز گدایی یک کودک بوده می تواند.

تا جنایتکاران خارجی و داخلی سرنوشت افغانستان را تعیین کنند، کودکان و سایر زحمتکشان روی خوشبختی را دیده نمی توانند. کودکان زحمتکشان فقط و فقط روزی می توانند خوشبخت باشند که افغانستان کشور مستقل، آزاد و تعیین سرنوشت آن در دست زحمتکشان باشند، چنین افغانستانی فقط با دستان خود زحمتکشان ساخته شده می تواند.